په اسلام کې د راز ساتنې ارزښت

 

سِر چې یو عربي توری ده په لغت کې هغه شي ته ویل کیږي چې انسان یې له ځان سره محفوظ ساتي، علامه مناوي (رحمه الله) واېي: سِر هغه څه ته واېي چې ته یې پټ ساتې.

د راز ساتنې د معنی متعلق امام ماوردي رحمه الله لیکلي دي «د راز ساتل په انسان کې هغه قوت دی چې په دې سره د ده ویناګانې د خورېدلونه محفوظه کیږي او په دې سره د ده کارونه د اشاعت نه پټیږي، نو ته د دې راز آثار نه شې لیدلی او نه به د دې راز معلومات چاته ښکاریږي نوکه چیرې په خورولو سره عام نه کړای شي نو خلکو ته به نه ظاهریږي.»

د راز ساتنه د یو مسلمان د نیکو صفاتو څخه یو صفت دی لکه الله تعالی چې د المؤمنون سورت په اتم نمبر آیت کې د کامیابو مؤمنانو له صفاتو څخه یوهم د امانت ساتل ګڼلي فرمایلي یې دي: « وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ» ژباړه: او (هغه کسان کامیاب شول) چه دوی د خپلو امانتونو او وعدو لحاظ ساتونکي وي. بل ځای کې الله تعالی خپلو بنده ګانو ته امر کړی او فرمایلي: (وَأَوْفُوا بِعَهْدِ اللَّهِ إِذَا عَاهَدتُّمْ…): او وفا کوئ تاسې په عهد د الله کله چې په خپلو منځونو کې سره عهد وتړئ.. . [سورة النحل آیت نمبر ۹۱ ].

دا ښکاره خبره ده چې کوم شخص د راز لپاره امین وګرځول شي او هغه دا راز وساتي نو دې شخص د امانت حق ادا کړ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (اذا حدَّث الرجل بالحديث ثم التفت فهي أمانة) ژباړه: کله چې یو شخص بل شخص ته خبره کوي او بیا یو او بل طرف ته وګوري پس دا خبره د دغه شخص سره امانت ده.[رواه أبو داود فی السنن]

او همدا رنګه که یو مسلمان د بل مسلمان د راز ساتونکی وي، بیا دا راز پټ وساتي نو دې شخص د هغه سره وفا وکړه او که دا راز ښکاره کړي نو خیانت یې ورسره وکړ، او د یو مسلمان په بل مسلمان دا حق دی چې کله ده ته راز ورسیږي نو دی یې پټ وساتي او خصوصا په هغه وخت کې چې د راز پټ ساتلو وعده یې ورسره کړي وي.

د راز ساتنې مطلب نه افشا کول او نه ښکاره کول دي او ځکه چې راز یو امانت دی او په شریعت کې د امانت ساتنه واجب ده، نو د راز ساتنه واجب او د مؤمنانو له خویو څخه ده.

په همدې اساس د رسول الله صلی الله علیه وسلم د راز ساتونکي حضرت حذیفه ابن الیمان هېڅکله هم د هغه صلی الله علیه وسلم اسرار ونه پاشل، ځکه هغه ته یې د ټولو منافقینو نومونه ښوولي و، خو حذیفه رضی الله عنه کله هم چاته افشاء نه کړل، بلکې یوازې د منافقینو په جنازو کې یې خپله شرکت نه کولو.

د صحابه کرامو له نظره د راز ساتلو اهمیت

امیر المؤمنین حضرت عمر رضی الله عنه فرمایلي: (من کتم سِرَّه کانت الخیرة في یده) چاچې خپل راز وساته نو اختیار د ده په لاس کې ده.

حضرت علي رضي الله فرمایلي دي: (( سِرك أسيرك‘ فإذا تكلمت به صرت أسيره)) ستا راز تاسره د بندي په شان ساتلی ده، او کله یې چې ته ښکاره کړې نو ته د هغه بندیوان شوې.

له ځان پرته بل چاته خپل رزا مه ښکاره کوه، او دا ځکه چې که ته یې یو خیرخواه شخص ته ښکاره کړې، نو هغه به یې هم خپل خیرخواه دوست ته ووایې او…. چې په دې سره به ستا راز پټ پاته نه شي.

حضرت معاویه رضی الله عنه وايې: ((ماچې چاته خپل راز ښکاره کړی په نتیجه کې راته ډېره پښېمانتیا او زیات افسوس حاصل شوی او چې مې د خپلې سینې پښتۍ سره جوخت ساتلی، نو ماته یې بزرګي، ښه یاد اوچته مرتبه او ترقي رابښلې ده)).

راځۍ خپل او د نورو مسلمانانو رازونه کلک وساتو ترڅو د مؤمنانو صفات ځان کې پیدا او په دنیا او آخرت کې کامیابي ترلاسه کړو.

لیکوال: مریم جلالزۍ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب