په اسلام کې د قرنطین مفهوم

اسلام د قرنطین په اړه څه وايي؟

قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الطَّاعُونُ آيَةُ الرِّجْزِ ابْتَلَى اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ بِهِ نَاسًا مِنْ عِبَادِهِ فَإِذَا سَمِعْتُمْ بِهِ فَلَا تَدْخُلُوا عَلَيْهِ وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلَا تَفِرُّوا مِنْهُ”
ژباړه : “نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي: طاعون د سخت عذاب نښه ده، الله تعالی ورباندې ځینې خلک اخته کړي، که تاسې د کوم ځای د طاعون خبر واورئ هلته مه ورننوځئ، او کله که په هغه ځمکه طاعون راشي چې تاسې پکې یاست نو له دغه ځایه تېښته مه کوئ.”

قرنطین د ایټالوي ژبې کلیمه ده، معنی یې څلویښت ورځې ده. په اولسمه میلادي پیړۍ کې په اروپا کې چې وبا راغلي وه، نو کومې بیړۍ به چې ساحل ته را ورسیدلې نو دوې به څلویښت ورځې په بیړۍ کې ایسارول، نو ځکه یې د قرنطین نوم ورکړ.

قرنطین مطلب یو څوک تجرید کول،محدودول، ګوښه کول، ځان ته ساتل، ترڅو چې د کومې ناروغۍ په شک قرنطین شوی وي، اعراض او علایم یې معلوم شي، او درملنه یې وشي او د ناروغۍ د انتقال مخنیوی وشي.

قرنطین په عمومي توګه په دوه ډوله دی.
۱. په کور کې قرنطین کېدل
۲. په روغتون کې قرنطین کېدل

اوس لږ فکر وکړئ،
ایا د حدیث شریف نه قرنطین نه معلومیږي! بې له شکه معلومیږي، دا چې مونږ پکې فکر نه کوو، څیړنې نه کوو،دا زمونږ بد مرغي ده، ګني اسلام دین یو کامل دین دی. د انسان ټولو معقولو پوښتنو ته جواب لري، اود ټولو ستونزو حل پکې موجود دی.

حافظ عبدالرشید مومند

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب