په اسلام کې د نارینه او ښځينه ترمنځ توپیرونه څه دي؟

مخکې موهم اشاره ورته وکړه چه اصلاً نر اوښځه دواړه دبشر جوړه ده . ولی دنر اوښځی ترمنځ ځنی فطري اختلافات شته  چه دهمدی فطری اختلافاتو اونورو حکمتونوپه نظر کې نيولو سره په ځنو حقوقی اونورو مسايلو کې فرق شته .


۱- د ګواهۍ اداکول :

په حقوقی اومدنی مسائلو کې لکه : خريداوفروش ،اجاره ،معاشرت اونورو کې د دؤ ښځو شهادت  له يو نفر سره مساوی دي  قوله تعالی    ((وَاسْتَشْهِدُواْ شَهِيدَيْنِ من رِّجَالِكُمْ فَإِن لَّمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ مِمَّن تَرْضَوْنَ مِنَ الشُّهَدَاء أَن تَضِلَّ إْحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الأُخْرَى ))    (البقره 282).

ديوه نر په نسبت دوي ښحی ځکه تعين شوي دي چه ښځی په مالی او اجتماعی چارو کې کم تجربه وي اودغه ډول مسايل يې ډير تر سر نه وي تير کړي . نوپه هغه مسايلو کې چه تجربه کمه وي دهيری امکان هلته ډير وي  قوله تعالی أَن تَضِلَّ إْحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الأُخْرَى (البقره 282) يعنی که له يوی څخه هيره شي بله به يې ورپه زړه کوي .

دښځی ګواهی په قتل او جنايت کې پدې دليل منع ده چه ښحه  د وينو ،زخم  اوقتل ليدو توان نلري .

بل داچه ښځه چه کله بدخبر يا بده پيښه ووينی دحمل دلري  کيدو سبب هم کيږي .


۲- د ميراث برخه :

قرآنکريم دميراث دقانون له مخی دنرپه نسبت ښځی ته نيمه حصه ټاکليې قوله تعالی :

يُوصِيكُمُ اللّهُ فِي أَوْلاَدِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْن ((حکم کوی تاسی ته الله په (حق دميراث د) اولاد ستاسی کښې (ورسته ستاسوله مرګه ) شته نارينه لره (له ميراثه ) په مثل دبرخی د دوو ښځو)). يعنی دکوم ميت په اولاده کښی چه هلک اوجينی دواړه وی  نوهغوی ته دميراث ورکولو قاعده داده چه يو هلک ته به د دوو جينکوحصه ورکول کيږي.

دښځی لپاره ځکه نيمه برخه ټاکل شوی چه ښځه مهر اخلی اوهم دکور دمالی مصارفو مسئوليت نلري

دميراث قضيه  په مالی او دژوند په مصارفو پوری اړه لری  ښځه دکورنۍ  دنفقی اومالی خرچ هيڅ مسئوليت نلری  اوټوله دارايی اومال پس انداز کولای شي .


۳- د هغه ښځی ديت چه سهواً قتل  شي :

دښځی ديت چه سهواً يې څوک قتل کړی دنر په نسبت نيمايې دي ځکه کوم زيان چه  دنر په قتل رامنځ ته کيږی ډير ذيات دي  نظر  ښځی ته  ځکه چه ديت يوه مالی مسئله ده او نر دکور دمالی خرچ مسئول وي

خوځنی علماؤ بيا دنر اوښځی ديت مساوي بولی .


۴- د حکومت مشري :

اسلام  ښځه داسلامي امت  دسرپرستۍ  له ستر مسئوليت څخه معاف کړي

حديث شريف ( هغه ملت چه دحکومت  امور اورهبري ښځی ته وسپاری  هغه ملت به کامياب نشي ) (بخاری ،ترمذی او نسايی ) .

حکومت داسې يوه قوه وي چه دخلکو دحقونو ساتنه وکړای شي ،عدالت قايم کړي . خوحکومت هغه وخت خپلو موخو ته رسيدلای شي چه حدود جايري کړي ،مجرم ته سزا ورکړی  دظالم د ظلم مخ ونيسی .

يوخوداچه دغه دنده دظالم ،جابر ،بدمعاش اومجرم پروړاندي مبارزه  اودخلکو دحقونو ساتنه يوه درنه دنده ده دښځی دفطري جوښت سره مناسبه نده .

بل داچه ښځه نسبت نرته  د رحم ،عاطفې او زړه سوي په  لرلوسره ددی ويره وي چه ښځه به د حدودو په جايري کولو او مجرم ته د سزا په ورکولو کې پاتې راشي او دخپل رحم ،اوعاطفې له مخې به مجرم  ته سزا ورنشي کړای  . کله چه مجرم ته سزا ورنشي کړای نو هيڅ کله هم د امنيت راټګ او دخلکو دحقونو ساتنه نشي کيداي .

همدارنګه دقضا مقام هم  يو دروند مسئوليت دي  بايد لدی مقام څخه ښځی لری وساتل شي .

هغه دوښمنۍ چه دقضاوت  څخه راپيداکيږي محکوم اومجرم که دانتقام لاس پورته کړی شايد ښځه يې ومنی او معاف يې کړي .


۵- د کورنۍ مديريت  دنده د نر لپاره ده :

اسلام دکورنۍ مديريت (قوامت ) چه درهبری ،مشرۍ په معنی ده نر ته سپارلی  قوله تعالی :

الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ  (النساء ۳۴)

چه نارينه نظر ښځو ته ذيات اجتماعی روابط لری ،دکورنی نفه اومصارف  برداشت کوي او په خارجی حواديثو کې نظر ښځو ته دقوي جسم لرونکی دي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب