په افغانستان کي د لمر د وړانګو اندازه!

د لمر د مضرو وړانګو درجه په UV index سره اندازه کیږي. هر څومره چي د لمر وړانګي تیزي وي په هغه اندازه UV index لوړ وي په داسي حالت کي باید پوستکی د لمر څخه په پوره اندازه سره وساتل سي.

معمولا د UV index درجه د 0 تر 11+ پوري وي چي په ځینو هیوادونو کي د هوا د حالاتو تر څنګ د لمر د وړانګو درجه هم اعلانوي تر څو خلګ د لمر د وړانګو د درجې څخه خبر او د پوستکي صحي ساتنه وکړي.

دا چي په افغانستان کي د لمر د وړانګو اندازه په خبرونو کي نه خپریږي نو په کار ده چي د سهار د ۹ بجو څخه د ماسپښین تر ۳:۳۰  بجو پوري د لمر د وړانګو څخه ځان وساتو، او د پوستکي د ښه ساتني لپاره د لمر ضد کریم، د لمر ضد عینکو، او صایوان څخه استفاده وکړو.

که چیري د لمر شعاع ته برابر سو، پوستکي ته مو کومي ستونزي پيښیږي؟
د پوستکي سوځل او تاریکه کېدل، د پوستکي لکې، د پوستکي ګونځي، د پوستکي زړښت او بالاخره د پوستکي سرطانونه د لمر د وړانګو څخه منځ ته راځي.
ددې لپاره چي پوستکی مو ښکلی روغ او ځوان و اوسي باید هره ورځ دوه ځله سهار ۸ بجې او غرمه ۱ بجه د لمر ضد کریم استعمال کړو او د لمر د وړانګو څخه ځان وساتو.

نوټ: د لمر اخیستل په کافي اندازه بدن ورته صرورت لري خو په پورته ذکر شوو وختونو کې د لمر شعاع تېزه وي نو ځکه د پوستکي د ناروغۍ سبب کیږي.

ډاکټر عبدالولي اعتماد
 ( د پوستکي او ښکلا معالج)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب