په افغانستان کې ځینې سترې زلزلې

په افغانستان کې د ځینو خطرناکو زلزلو تاریخ

تر هغه ځايه چې جيولوجيکي  څيړنو ښوولې ، زموږ هيواد د ځمکې د کرې په يوه فعال زلزله لرونکي کمر بند کې پروت دی چې دا کمر بند د (  مديترانې کمربند ) په نامه ياديږي . د پرتګال نه شروع کيږي ، د مديترانې له حوزې ، تورې بحيرې ، ترکيې ، ايران ، افغانستان او هماليا څخه تيريږي او بلا خره  تر اندونيزيا پورې رسيږي .

په دې سيمو کې د تاريخ په اوږدو کې ډيرې زياتې زلزلې  راغلې چې د زرګونو انسانانو د مرګ او ژوبلې سبب شوي دي .

افغانستان  چې په همدې کمربند کې پروت دی ،د زلزلو ډير خونړی تاريخ لري  چې د بيلګې په توګه يې د يو څو زلزلو يادونه ضرور بولم :

  • په ١٨٤٢ م کال کې  د فبرورۍ په ١٨ نيته د کابل په ښار کې يوه زلزله راغلې وه چې درې دقيقې يې دوام کړی و، او د شپې له خوا هم څو ځلې په بيا بيا احساس شوې وه .که څه هم ددې زلزلې مرکز په کابل کې و خو د جلال اباد په ښار کې هم دومره شدت درلود چې دهغه ښار  يو پر درې برخه يې په کنډواله بدله کړه .دې زلزلې په کابل کې هم ډيرې ولاړې ودانۍ د خاورو په ډيرۍ بدلې کړې وې .
  • 1874 م کال د اګست مياشت وه،  اودا هغه وخت دی چې په افغانستان کې د امير شيرعلي خان واکمني وه .   د هندوکش په جنوبي برخه کې يوې زورورې زلزلې د جبل سراج او ګلبهار د سيمو زياتې برخې له خاورو سره برابرې کړې . دهغه وخت د خرابيو او ويجاړيو ځنې نښې نښانې اوس هم هلته تر سترګو کيږي
  • د 1934 م کال د مارچ د مياشتې زلزلې د ميمنې زياتې برخې خرابې او د زياتو انسانانو د مړينې سبب شوه . ددې زلزلې مرکز د ميمنې د ښار په ١٨ کيلو مترۍ کې پروت و.
  • هغه زلزله چې په 1935  م کال د مۍ د مياشتې په   30  نيټه  دبلوجستان د کويټې په ښار کې راغلې وه  د  پنځوس زره انسانانو د مړينې په څنګ کې ، د زرګونو ودانيو د ړنګيدو سبب شوه . دې زلزلې په کندهار کې هم ځنې برخې هم زيانمنې کړې وې .
  • په 1956 م کال د جون د مياشتې په 10 نيته يوې تبا کونکې زلزلې د لغمان ، کهمرد او باميانو په سيمو کې د زرګونو انسانانو د مړينې او د زرګونو ودانيو د ړنګيدو تر څنګ يې ،  ډير غرونه  هم را ونړول او زياتې درې يې   ويجاړې کړې .
  • په 1998 م کال کې  د فبرورۍ په ١٨ نيټه د تخارولايت د رستاق په سيمه کې يوې سختې زلزلې چې مرکز يې د ( ربا ط حامدين ) په کلي کې و ، د ٤٥٠٠ کسانو ژوند واخيست .د رستاق د ولسوالۍ د (٢٦) کليو نه يې  ( ٩ ) کلي  په بشپړه توګه د خاورو په ډيرۍ بدل کړل .په دې خونړۍ زلزله کې د لس زرو نه زيات څاروي هم له منځه لاړل.
  • په 1998 م کال د مۍ د مياشتې  په 30 نيټه ، د ورځې په يولسو بجو ، يو ځل بيا يوې سختې زلزلې د تخار او بدخشان سيمې ولړولې . د دې زلزلې مر کز د بدخشان ولايت ، د شهری بزرګ په ( بوستان دره ) کې و .او  د ٥٠٠٠ انسانانو مړينه يې د ځان سره لرله .
  • په 1999 م کال د فبرورۍ په 11 نيټه د کابل ښار په جنوب لويديز کې ، د ميدان ، ورګ او لوګر په سيمه کې يوې سختې زلزلې چې د ريختر په مقياس ( ٥،٩ ) درجې وه ( ٥٨٠٠ ) کورونه وران کړ ل . د انسانانو د مړينې شمير (٦٧ ) او د ژوبلو سلګونو ته رسيده . دې زلزلې  د زرو  څخه زيات څاروي هم له منځه يو وړل .په دې زلزله کې انساني تلفات ځکه کم و چې د ماښام په شپږو بجو لومړی سپک ټکانونه راغلل ، او خلک په بيړه له کورونو څخه ووتل ، که دا زلزله دشپې له خوا راغلې وای نو کيدای شول ، ډيره مرګ ژوبله يې د ځان سره لرلی وای  .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب