په امريکا کې د کور د ګروي حکم؟

د مسلمان لپاره جائز دي چې سود، ګروي او ټول فاسد عقود د حربي کافر سره ترسره کړي، لدي کبله چې د حربي کافر مال د مسلمان لپاره په هره لاره مباح او جائز دي په تيره کله چې په هماغه هيواد کي قانوني بڼه هم ولري

د فتوا موضوع: په امريکا کې د کور ګروي روا ده که ناروا؟

پوښتونکي: ډاکتر محمد نعيم

پوښتنه:
غواړم د ګروي په اړه پوه شم. دلته په لوېديځ کې ډېر مسلمانان فکر کوي چې که يوازې يو کور په ګرو ونيسي، فرق نه کوي.
خو، ما له خلکو څخه داسې هم اورېدلي چې امام ابوحنيفه ويلي چې که چېرته سود يا ربا يو عام عادت يا عرف وګرځي او ته د مسلمان په توګه په همدغسې ټولنه کې اوسې، نو بيا هم تاته سود يا دا ډول د ګروي معامله روا ده.
تاسې راته د دغې مسالې په اړه څه واياست؟
په درناوي
ډاکتر محمد نعيم نيازي، متحده ايالات

ځواب: مولوي امين الله ازره وال،  د اديانو د مقايسې په برخه کې کانديد دکتور او په پېښور کې د افغانانو د ديني مدرسې مهتمم

بسم الله الرحمن الرحيم
ډآکتر صاحب محمد نعيم وروره،

السلام عليکم ورحمه الله وبرکاته
هيله ده روغ جوړ اوسې
ستا د پوښتنې په اړه بايد ووايم چې د امام ابوحنيفه او امام محمد  د نظر له مخې په دارالحرب کي په تيره هغه هيواد چې متجاوز هم وي، د مسلمان لپاره جائز دي چې  سود ، ګروي او ټول فاسد عقود د حربي کافر سره ترسره کړي، لدي کبله چې د حربي کافر مال د مسلمان لپاره په هره لاره مباح او جائز دي په تيره کله چې په هماغه هيواد کي قانوني بڼه هم ولري.
دوهمه خبره دا ده چې د عرف عام په اړه د امام صاحب نظر دا دى چې که چيرې د نص سره ټکر ونلري حجت کيداى شي، او که له نص څخه مخالف وي، هغه په هيڅ صورت اعتبار نلري. له دي کبله که چيرې په يوه اسلامي ټولنه کې سود، ګروي، يا داسې نور فاسد عقود کاملا عرف عام هم وګرځي ، په دې سره يي جواز نشي ثابتيداي. ځکه چې د دغه معاملاتو حرمت په نص سره ثابت دى، البته د دارالحرب قضيه کې د عرف خبره مطرح نه ده هلته د جواز علت هماغه دى چې پورته مو ذکر کړ.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب