په امیدوارۍ کې د میندو دوینې کمی

 له کابل ښار نه یوې دوستی د ټیلفون پر کرښه د یوې ناروغۍ په اړه مالومات غوښتي، دې مېرمنې وویل چې امیندواره ده او ډاکټرانو ورته ویلي چې دوینې له کمي سره مخ ده، اوس نه پوهېږي چې څه وکړي او د دغه حالت لامل څه دی؟ د امیندوارۍ پر مهال دوینې کمی یانې د همګلوبین کمښت. هموګلوبین هغه پروتین دی چې د وینو د سرو کرویاتو په منځ کې وي او اکسیجن د بدن حجرو ته رسوي .
ددی ناروغۍ نښې نښانې دادي:
ـ ساه لنډي
– ستړتیا
– د رنګ بدلیدل
خو دا نښې بیا لږ لیدل کیږي :
– د زړه ډیر درزیدل
– د ژبې درد او التهاب
– زړه بدوالی
– سرخوږی
– هیرول
– د ګیدې دردونه ددې ناروغۍ لاملونه دادي
– د خوړو نامناسبه انډول او د اوسپنې لږ مصرف،
– د وینې له لاسه ورکول که د هضمي ناروغیو له امله وي یا نورو ناروغیو،
– د خوړو ډیر سره کول او پخول چې پکې موجوده اوسپنه له منځه لاړه شي.
دیادونې ده که یوه مور ډیره اوسپنه هم وکاروي بیاهم ښايي چې دوینې له کمښت سره مخ شي، ځکه چې امیندواري د دغو موادو د جذب په بهیر کې ستونزې رامنځته کوي،او ترڅنګ یې خپله هغه ماشوم هم له خپلې مور نه تغذیه کوي یانې داچې ماشوم هم د مور اوسپنه اخلي.
پوښتنه داده چې کوم لاملونه دا ناروغي سختوي :
– نامناسبه خواړه په تیره بیا د ویتامینونو په اخیستو کې،
– د سګرتو څکول چې ددغو موادو د جذب بهیر له ګواښ سره مخ کوي،
– او د بیلابیلو درملو خوړل.

مخنیوی:
له هغو خوړو نه چی ډیره اوسپنه لري کار واخلﺉ،لکه:ینه یا ځیګر،د خوسکي غوښه، غلې اوسبوس لرونکې ډوډۍ،هګۍ،او وچه میوه .
اوهغه خواړه چې فولیک اسید لري لکه: لوبیا، باقلی، پسته او د خوسکي ځیګر.
هغه خواړه چې ویټامین سي لري، دیادونې ده چی دغه ویتامین بیا د اوسپنې د جذب بهیر پیاوړې کوي لکه ترشې میوې او سابه.

ددې ناروغۍ په اړه د نسایي او ولادي څانګې متخصص ډاکتر محمد داوود شینواری وايي: د کورنۍ خراب اقتصادي حالت، د اوسپنې کمښت او د خوړو ناسم انډول ددې ناروغۍ لاملونه دي.
ډاکتر داوود شینواری وايي د دې له پاره چې اومینداوره میرمن دوینې له کمي سره مخ نه شي باید له هغو خوړو نه کار واخلي چې اوسپنه لري لکه: هګۍ، کبان، پالک، ممیز او داسی نور خواړه چې د اوسپنې د هضم له پاره ګټه لري، لکه لیمو او نارنج.خو بېاهم په دغه ډول حالت کې ډاکټر ته مراجعه او د هغه سپارښتنې له یاده ونه ایستل شي

‎داکټر نویدالله خپلواک‎

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب