په برتانیه کې د سرطان ناروغي ډیره شوې

په برتانیه کې روان 2015 کال به د سرطان د ناروغانو شمیر نوی ریکارډ جوړ کړي.

د سرطان ناروغي سره د مبارزې لپاره مرستندویه موسسه میک ملن کینسر سپورت په یوه تحقیقاتي راپور کې دغه ادعا کړې، او زیاته کړې چې د سرطان په ناروغۍ اخته کسانو شمېر به دومره زیات شي، چې بیابه یې کنټرول د حکومت له وسه وتلې خبره وي.

دغي ادارې په خپل څیړنیز راپور کې د برتانیې د ټولو سیاسي ګوندونو څخه غوښتنه کړې چې د سرطان د ناروغۍ د مخنیوي په خاطر دې جدي ګامونه پورته کړي.

او زیاته کړې چې کیدای شی د سرطان د ناروغانو شمېر ۲۵ سوه زرو (۲۵ لکه) ته ورسیږي.

بل خوا د برتانیې د صحت وزارت ویلي چې د سرطان په ناروغیو کې د زیاتوالي لویه وجه داده چې په هیواد کې دابادۍ په تناسب د عمر رسیده خلګو شمېر ډیر زیات شوی، او دهغوی په نسبت ځوانان او صحت مند خلګ مخ په کمېدو دي.

باید وویل شي چې په غربي ثقافت کې د قانوي او شرعي ودونو نه علاوه جنسي اړیکي، او د نرو او ښځو تر منځ اوسیدل، هم جنس پرستي او بچي نه زیږول ددې لامل ګرځي چې په غربي هیوادونو کې سپین ږیری او عمر رسیده خلګ زیات او ځوانان کم شي.

د سرطان سره د مبارزې خصوصي مرستندویه اداره وايي چې حتی هغه مریضان هم پوره څارنه غواړي چې د علاج وروسته روغ شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب