په تاريخ کې تر ټولو شتمن مسلمان پاچا..!

مانسا اولنی مسلمان پادشاه په څوارلسمه ميلادي پېړۍ کې د مالي پادشاه وو، په بشري تاريخ کې تر ټولو شتمن انسان وو، دی د نړۍ د ۲۵ شتمنو په ليست کې ګډون درلود، هغه ليست چې Celebrity Net Worth سايټ خپور کړی وو، مانسا په ۱۲۸۰ز کال کې پيدا شوی، دا هغه وخت د مالي پادشاه وو، هغه وخت چې ګانا هم په مالي کې داخله وه، تر ټولو شتمن انسان وو، شتمني يې د نن وخت ۴۰۰ څلور سوه مليارده امريکايې ډالرو ته رسېده، د روټشيلډ څخه يې په شتمنۍ کې نمبر وړی وو، چې د هغې شتمني ۳۵۰ ملياردو ډالرو ته رسېده، همدارنګه له روتشيلډ وروسته جون روکفيلر د نړۍ درېيم شتمن انسان وو چې شتمني يې ۳۴۰ مليارده ډالرو ته رسېده، او له دې وروسته آندرو کارنيغي ـ(۱۸۳۵-۱۹۱۹ز) ـــ چې د سکاټلنډ وو ـــ شتمن انسان وو، شتمني يې ۳۱۰ مليارده ډالرو ته رسېده، امريکايې ويب سايټ بيل ګېټس په دولسمه مرتبه کې راوستی، چې شتمني يې ۱۳۶ مليارده ډالرو ته رسيږي، پاتې دی نه وي چې د ۱۹۱۳ز کال ۱۰۰ سل مليونه ډالر په ۲۰۱۲ز کال کې له ۲.۲۹۹۶۳مليارد ډالرو سره مساوي وه، معنا دا چې له دوه چندو څخه هم زياته وه.
له دې څخه معلوميږي چې هغه وخت سرمايه په سروزرو معلومېده، ځکه هغه وخت پيسو شتون نه درلود، مانسا د مالګې لوی تجارت درلود چې هغه وخت مالګه د سروزرو په څېر اهميت درلوده.

او تاريخي روايات وايې چې مانسا په هغه وخت د نړۍ ۵۰٪ سلنه مالګه او سره زر توليدول، د هغه وخت کې مالي هیواد ډېر اقتصادي پرمختګ کړی وو.
يواځې Celebrity Net Worth ويب سايټ مانسا د نړۍ په لومړۍ درجه شتمنو کسانو کې ندی راوستی، او نه دا يو مجهول او نامعلوم شخصيت دی، بلکې عربي ګرځنده تاريخ ليکونکو لکه ابن خلدون، ابن بطوطه او عمري په خپلو کتابونو کې د دې يادونه کړې.

مانسا په منځنيو پېړيو کې د افريقا تر ټولو ستر پادشاه وو، له ځان څخه وروسته يې ابوبکر الثاني په ۱۳۱۲ز کال کې خپل خليفه وټاکه، او په خپله امپراطورۍ کې يې د اسلام په خپرولو کې ډېره ونډه اخيستې وه.
تاريخي مراجع نقلوي چې مانسا له دې سياسي او اقتصادي زعامت سره يو عالم او زاهد انسان هم وو، د سانکوري په نوم پوهنتون د ده په وخت کې پرمختګ پيدا کړ چې په افريقا کې تر ټولو لوی علمي مرکز وو، خپل دولت يې تر جنوبي کينيا پورې پرمختګ ورکړ تر څو د کينيا د سروزرو معدنونه یې تر لاس لاندې راشي.
د تمبکتو ښار دده په وخت کې اقتصادي او علمي پرمختګ وکړ، د تجارتي قافلو يو مرکز جوړ شو، همدارنګه د کاو ښار هم پرمختګ وکړ.

خو دا د نړۍ د نورو شتمنو په څېر بخيل نه وه، سخا کې د بحر په څېر وه، کله چې حج ته تلو په لاره کې يې په خلکو د سروزرو ګاڼه وېشل، او تر ټولو مشهور روايت ددې په هکله وايې چې کله دا خپلې مېرمن سره د ۶۰ شپېتو زرو کسانو حج ته روان شو، له ځان سره يې په سلګونو اوښان له سروزرو او تحفو بار کړي وو، چې هر يو اوښ باندې ۱۶۰ يو سلو شپېته کيلو سره زر بار وو، او هر يو خادم به يو صندوق د سروزرو بار کړی وو، په هغه وخت کې مالي د سروزرو معدن وو.
مکې ته په سفر کې يې په زرونو ګاڼه په خلکو ووېشل، په ځانګړي توګه په قاهره او مدينه منوره کې، چې دی سخا د ډېر وخت لپاره د سروزرو نرخ د ډېر وخت لپاره ټيټ ساتلی وو، کله چې د حج څخه بېرته د مالي په لور روانېده له ځان سره يې ډېر شمېر علماء چې په هغه کې يې انجينران هم له ځان سره يوړل، همدې انجينرانو د جاو او تمبکتو مسجدونو په جوړولو کې برخه اخيستې وه، چې تر ننه پورې شتون لري، له وفات څخه وروسته يې زوی مانسا ماجان امپراطورۍ ته ورسېده.
د مکې څخه په راګرځېدو کې يې له ځان سره ډېر کتابونه هم بار کړي وو، تر دې چې دا به ويل کېدل چې: سره زر يې يوړل او له ځان سره يې د کتابونو معدنونه راوړل.
دده له وفات څخه وروسته يې ورثه وو د دې سرمايې ښه اداره ونکړه، بلکې زياته برخه يې په کورنۍ جګړو کې ولګوله. دا خبره انډپنډټ برتانوي سايټ کړې.

خو اوس وخت کې مالي تر ټولو فقير او غريب هيواد دی، خو له ځان سره ډېر نور علمي معدنونه لري، چې له هغې څخه هغه کتابونه دي چې مانسا له ځان سره د مکې څخه راوړي وو، دغه کتابونه تر اوسه پورې د څرمنو په پوښونو کې په غارونو او ځمکې لاندې بند دي.

دا پادشاه تر اوسه پورې د خپل ولس په منځ کې محبوبيت لري او تر اوسه پرې خلک خبرې کوي، او په ځانګړي ډول د ولسي کيسو روايت کوونکي ترې خبرې کوي. که ورسره کښېنی نو د مانسا او دده د ښار تاريخي جریانات به درته وايې.
نن ورځ اسلامي هيوادونه ټول د استعمار لاندې دي، ټولې شتمنۍ غرب په لاس کې اخيستي دي، هغه وخت اسلامي هيوادونه له سروزرو ډک وو، اوس وخت کې له تېلو او يورانيمو څخه ډک دي، خو متاسفانه چې مسلمانانو ترې کومه ګټه وانه خيسته او استعمار ټول لوټ کړل، په دې غصب کې يواځې استعمار ګرم ندی، بلکې د اسلامي هيوادونو حاکمان چې ټوله شتمني يې په غرب کې پرته ده تر ټولو ستر مجرمان دي، تېلو ته چې تور زر ويل کيږي، کومه لرې تشبيه نده، بلکې واقعيت کې که چېری د اسلامي نړۍ دا تېل په ښه ډول د عادلينو په لاس خرڅ يا استفاده ترې وشي، نو په نړۍ کې به يو مسلمان هم غريب پاتې نشي، دا چې دا معادن ټول د استعمار په لاس کې په غير مستقيم ډول شتون لري له دې پوښتنه دی د اسلامي هيوادنو له حکمرانانو څخه وشي، او دا پوښتنه دی ترې وشي چې د دې روپۍ چېرته ځي، په مسلمانانو مصرفيږي او که نه د غرب بانکونو کې لويږي، نور قضاوت لوستونکو ته پرېږدو. الله دی له دې غاصبينو څخه اسلامي امت ته نجات ورکړي، او بېرته هغه حالت راشی چې ټول مسلمانان مالداره وی او بیادومره غریب پاتی نه وي چې زکات واخلي. آمين.

ژباړن: عماد الدین سعید

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب