په تجارت كې څو سلنه ګټه جايز ده؟ (فتوى)

پوښتنه: د تجارت او دوکانداري په مالونو کې یا نوره راکړ ه ورکړه  کې مثلاٌ دواخانه یا د نورو شیانو په پلورلو کې حلاله او روا ګټه د اسلام له نظره څو فیصده ده؟

یعنې که یو جنس په  ۲۰ افغایۍ واخلو نو دغه جنس بېرته په څو افغانیو  وپلورو تر څو مو حلاله ګټه لاس ته راوړي وي؟

که مهرباني وکړي د اسلام له نظره راته رهنمايي وکړي. ځکه په  اوس  وخت کې هرڅوک په خپله خوښه هر څه یو په دوه حتا یو پر درې ېې پلوري. نو که دې حلالې ګټې په باره کې راته معلومات راکړې  ډېر به در څخه خوشحاله شم.

تجارت
تجارت

ځواب:
قدرمندو ورونو د حلالې ګټې په رابطه دا مهمه ده چې مسلمان پکې دروغ ونه وايي او په دروغو قسمونه ونه خوري چې يو شي په کمو پيسو اخيستى وي او دروغ ووايي چې دا مې په زياتو پيسو اخيستى دى، نور د شريعت لخوا د ګټې لپاره کومه فيصده په احاديثو کې نه ده ټاکل شوې، البته فقهاؤ ويلي دي چې ګټه بايد له ثلث (درېمې د اصل قيمت) څخه زياته نه وي، د مثال په توګه يو شي يې په ٩٠ افغانۍ اخيستي وي نو د ٩٠ افغانيو ثلث ٣٠ دى نو ٣٠ چې له ٩٠ سره جمع شي ١٢٠ کېږي نو بايد دغه مال بايد له ١٢٠ څخه په زياتو پيسو خرڅ نه کړي او د فيصدى په حساب تقريبا ٣٢%فيصده کېږي نو ٣٢% فيصدو نه زياته ګټه فقهاء وايي چې ښه کار نه دى، ځکه چې دا د مسلمانانو لپاره ضرر دى او مسلمانان په مشکل کې واقع کول دى او دا کار جائز نه دى

خو كمه ګټه اخيستل دا ډير ښه كار دى، له يوې خوا اخيستونكو ته ارزانه وي او له بله پلوه په تجارت كې رونق راځي او وده كوي.
والله اعلم

ځواب: مولوي مجيب الرحمن عاصم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب