په تلفون د نکاح لپاره یو څوک وکیل کول صحیح دی؟

پوښتنه:

محترم مفتي صاحب! اوس ډیر داسې  پېښيږي چې د نکاح  په مهال زوج نه وي، له وړاندې يې وکیل څوک نه وي ټاکلی ، بس د عقد نکاح په مهال په زوج پسي ټلفون کېږي او بیا هغه د عقد لپاره څوک وکیل کړي نو په ټلفون باندي دغه وکالت صحیح  دی؟ ملا احمد

جواب:

حامدا ومصلیا وبعد:

هو! دغه وکالت صحیح کېږي؛ په دې شرط چې شاهدان د عقد د دغه وکیل هغه غائب موکل پېژني، یا د عقد ایجاب او قبول په مهال د موکل نوم او د پلار نوم يې ذکر شي  .

والدليل علی ذالک:

فی نصب الرایة ۴\۱۹۲کتاب الوکالة : روی انه علیه السلام  وکل بالتزوج عمرو بن ابي سلمة رضي الله عنه  ..

فی خلاصة الفتاوی ۲\۱۵ امرأة  وکلت رجلا بان یزوجها من نفسه فقال الوکیل اشهدوا انی قد تزوجت فلانة من نفسي ، ان لم یعرف الشهود فلانة لا یجوز النکاح  ما لم یذکر اسمها واسم ابیها وجدها.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب