په جنت کې به میرمن د کوم خاوند سره وي ؟

الاستفتاء : که  ديوي میرمني خاوند مړ شې بیا دبل تن سره واده وکړي اوداسې دریم ځل هم پیښه شې نوکه الله تعالی دغه ټول کسان جنت ته بوزي نودغه میرمن به دکوم خاوند سره وي دلمړي سره اوکه دوروستي سره یا دمینځوي سره ؟
الجواب حامدا ومصلیا وبعد:په دي اړه په حدیثو کې دوه صورته راغلي یوداچې دغي میرمني ته به اختیاروي چې دکوم خاوند سره کیږي دهغه سره به وي ، دوهم روایت داسې راغلی چې دروستي خاوندسره به وي  ،
عن ام سلمة رضی الله تعالی عنها قالت قلت یارسول الله المرأة تزوج زوجین والثلاثة والاربعة ثم تموت فتدخل الجنة ویدخلون معها من یکون زوجها منهم قال انها تخیر فتختاراحسنهم خلقا فتقول یارب ان هذا کان احسنهم خلقا في دارالدنیا فزوجنیه ،  یاام سلمة ذهب حسن الخلق بخیرالدنیا والآخرة  . معجم طبراني۲۳\  ۳۶۸
عن عائشة رضی الله تعالی عنها عن النبي صلی الله علیه وسلم قال المرأة مع آخرازواجها، احکام النساء ص\۴۱۰
په احسن الفتاوی ۹\۴۳ کې راغلي :چې ددي دواړو حدیثونو په مینځ کې ځینوعلماو په دي ډول تطبیق کړی :چې که چیري دغې میرمني ددنیا په ژوندکې له خپلوټولوخاوندانو سره په  ښو اخلاقوکې  ژوندکړی ؤ نوروستي خاوندته به ورپه نکاح کیږي .
اوکه داسې نه ؤ بلکه په دنیاکې یې دیوه سره ښه زندګي په ښواخلاقوکې تیره کړي وه اودبل سره داسې نه وه نوبیابه دغي میرمني ته اختیارورکول کیږي چې دکوم یوه سره یې په دنیا کې ښه ژوند کړی ؤ هغه سره به وي .
الله  اعلم

 مفتي ابویاسر دارالافتاء

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب