په جنت کې مېرمنې| جنتي مېرمن

د اسلام له نظره په دنیاوي ژوند کې میرمن نسبت خاوند ته ډیر سهولیتونه لري، د اولاد نفقه او نور د کور مسؤولیتونه نسبت میرمن ته د خاوند په غاړه وي، میرمن د اولاد سالمه روزنه ترسره کوي، د ماشومانو سره ډیر تکلیفونه هم ګالي، په ځانګړي ډول د ماشومتوب په دوره کې شپه او ورځ یې خپل ماشوم ته وقف کړي وي.
میرمنې که څه هم په دنیا کې ظاهري ښایست او ځوانۍ پسې ډیرې لالهانده وي، په ځانګړي ډول لباس پسې ډیرې هڅې کوي ترڅو چې ښایست یې څو برابره کړي، په همدې اساس میرمنو لپاره الله تعالی په جنت کې هم داسې نعمتونه پیرزو کوي چې د دوی طبیعت یې ډیر خوښوي.

لومړی: الله تعالی هرې جنتي میرمنې ته چې دنیا کې یې خپل ژوند د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د لارښوونو مطابق تېر کړي وي په جنت کې یې ښایست باندې نازوي، داسې ښایست ورکوي چې د حورعین څخه به څو چنده ښایسته وي.

دوهم: لکه څنګه چې ښځه تل لپاره دا هڅه کوي چې همیش ځوانه وي، نو په جنت کې الله تعالی هرې ښځې ته همیشنۍ ځواني ورکوي، یعني هغه پيغلوتوب ورکوي چې واده نه مخکې یې لري، چې عموما څوارلس یا پنځلس کاله شاوخوا راځي.

دریم: ښځې عموما سینګار ډیر خوښوي، په ځانګړي ډول سره زر او نور ګاڼه چې د ښځې ښایست ورباندې زیاتیږي، نو په جنت کې به الله تعالی هرې ښځې ته داسې جواهرات او د سرو زرو تاجونه ورکړي چې یو غمی به یې د ټولې دنیا او څه چې دنیا کې دي غوره وي.

څلورم: ښځې جامو پسې هم ډیره هڅه کوي، تل دا خوښوي چې تر ټولو غوره جامې واغوندي ترڅو چې ښایسته ښکاره شی، نو په جنت کې به الله تعالی هرې ښځې ته داسې ښایسته جنتي جامې ورکړي چې د ډیر ښایست او نور له وجې نه به د هرې ښځې د پڼډۍ ماغزه ښکاري، یعني دومره به نرۍ او نوراني وي چې د ښځې ښایست به څو چنده نور هم زیات کړي، کیدای شي دا جامې به د جنتي ونو د پاڼو او د نور څخه وي چې په اړه یې هیڅکله تصور هم نشي کیدای.

your ads

پنځم: واده کول، بیشکه چې دنیاوي ژوند کې الله تعالی هر سړي او ښځې ته د جوړه ژوند تیرولو اجازه کړې ده، بلکې د دنیا نظام د نر او ښځې په واده کولو سره روان دی، نو په جنت کې به هم جوړه ژوند وي، هر جنتي سړي ته به الله تعالی حورعین په نکاح ورکوي او هره ښځه به بیا په واده کولو کې مختاره وي، چې په خپله خوښه ځان ته خاوند انتخابوي، ترڅو چې خپل ژوند په خوشالۍ ورسره تیر کړي، نوموړې به حورعین باندې مشره وي، حورعین او غلمان به د نوموړې خدمت ته لاس په نامه ولاړ وي، د دنیاوي ژوند بیځایه غیرت او پيغور به جنت کې نه وي، لکه یوه ښځه چې خپلې بڼ سره لانجې او جنجالونه کوي، بلکې د دوی ترمنځ به مینه او محبت ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو وي.

د جنتي میرمن لپاره ډیر نعمتونه الله تعالی پیروز کړي دي، چې پورتني یوازې د بیلګې په توګه ذکر شول، نو که هره میرمن غواړي چې جنتي شي او د الله تعالی نعمتونه یې نصیب شي باید چې دنیا کې د الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم په مبارکو سنتو او لارښوونو مطابق خپل ژوند تیر کړي، څه چې الله تعالی حلال کړي هغه حلال وګڼي او عمل پرې وکړي، او څه یې چې حرام کړي هغه حرام وګڼي او ځان ترې وساتي.

ژباړه او ترتیب: فضل الهي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب