په خالي معده د اوبو څښلو اووه حیرانونکي ګټې

هر سهار زمونږ لپاره ژوند یوه نوې مبارزه ده، مونږ فکر کوو چې یوه پیاله قهوه به مو هر څه سم کړي . خو آیا تاسو پوهیدئ چې د اوبو څښل به د قهوې تر څښلو ډیر ګټور وي؟

زمونږ بدن  ۷۰ ٪ له اویو څخه جوړ شویدی ، که د یو څه اوږد وخت لپاره مونږ خپل بدن په اوبو بشپړ نه کړو ، دغه سلنه کیدای شي چې راټيټه شي ، د مثال په ډول مونږ اته ساعته خوب کوو  د راويښدو سره سم د یو ګیلاس اوبو څښل به د ورځې په پیل کې زمونږ لپاره یوه ښه پایله ولري ، اوس تاسو په لاندې متن کې په تفصیل سره په خالي معده د اوبو څښلو صحي ګتې لوستلی شۍ .

۱ ستاسو میتابولیزم غښتلی کوي :- څیړونو ښودلي ده ، چې په خالي معده د اوبو  څښل میتابولیزم سره مرسته کوي چې تر ۳۰ ٪ پورې خپل تقویت زیات کړي . دا په دې معنا چې په کوم لیول ( سطحه ) کې چې کالوري په مصرف  رسیږي هغه ۳/۱ یعنې ( یو پر دری ) برخه یې تقریبآ زیاتیږي ، چې دا ددې معنا ورکوي چې په سرعت سره مونږ خپل وزن بایلو .

که چیرې ستا د میتابولیزم سطحه لوړه وي نو ته کولای شې په سرعت سره عذا هضم کړې . او په بدن کې د شته کالوریو د خوړولو سره سره یوه مناسبه موازنه وساتې .

ددې علاوه ته دې ته اړتیا لري چې په خپل ورځیني جدول کې د  شاوخوا ۴ لیتره اوبه شاملې کړې چې دا به ډیرې غوره او بهترې پایلې ولري .

۲ د کولمو په صفا کولو کې مرسته کوي :- قبضیت زمونږ د دبدن یو تر ټولو بدترین حالت دی ، کوم چې زمونږ د بدن دننه د زهري موادو د خوندي ساتلو سبب ګرځي . خو آیا تاسو پوهیدای چې د اوبو څښلو یوه بله حیرانونکي ګټه دا ده چې ستاسو کولمو صفا کولو کې مرسته  کوي ؟ د کولمو هغه برخه چې د کولمو د خوځښت یعنې خرکت مسولیت لري ددې لپاره چې ښه کار ترسره کړي اوبو ته اړتیا لري . نو ددې لپاره چې صفا کولمې ولرې ، نو د راویښدو وروسته هر ورځ یو ګیلاس اوبه وڅښه بیا حمام وکړه .

۳ ستاسو د عصبي سیستم په توازن کې مرسته کوي :- په خالي معده د اوبو څښلو یوه بله حیرانونکي ګټه داده چې ، که لږ ګرمي اوبه په خالي معده وڅښل شي نو ستاسو عصبي سیستم تقویه کولای شي ، سهار وختي چې معده تشه وي او ډیره د خوارک په لټون کې وي ، نو که په دغه وخت کې د قهوه د ځان لپاره غوره وګڼله کوم چې د عصبي سیستم تحریکوونکی دی ، نو ستا عصبي سیستم به ډیر ژر د پیل څخه متاثره شي او که د بل لوري د بیا ځان  ته یو ګیلاس ګرمې اوبه غوره کړې ، دا نو په مناسبه توګه ستا عصبي سیستم هایداریت ( اوبه ) کوي ، نو کله چې عصبي سیستم په مناسب ډول اوبه شي نو په ښه ډول خپل کار پر مخ بیوولی شي .

۴ د شدیدو دردونو او حملو مخنیوی کوي : – بیا هم ، که ته په شدیدو دردونو د اخته کیدو تمایل لري یعنې ژر پرې اخته کیږې نو اوبه درسره مرسته کولای شې چې د شدیدو دردونو او حملو سره پرې مبارزه وکړې .

ستا ډاکټر به شاید لا د وړاندې درته ویلي وي چې Migraine یا شدید دردونه به د نورو علتونو تر څنګ د ډای هایدریشن یا د اوبو د وتلو له وجې رامنځته کیږي . نو د زیاتو اوبو په څښلو سره د ته کولای شې چې تشې کڅوړې ډکې کړې چې بیا نو ته په اساسي ډول کولای شې چې د یو بل شدید درد مخنیوی وکړې .

دا خاصتا په هغه  وخت کې چې په خالي معده اوبه وڅښې ، لکه د خوب نه د راویښدو په وخت کې چې څنګه نور مایعات معدې ته نه وي رسیدلي .

۵ د تشو بولو سیستم صحت  تقویه کوي :- د  یو خاص عمر نه وروسته د تشو بولو سیستم کې ناروغۍ عام کیږي ، کوم څه چې په دې سیستم کې رامنځته کیږي دادي چې د شپې له لورې زمونږ مثانه په تشو بولو ډکیږي . چې د اوږد وخت لپاره په مثانه کې د متایزو پریښودل په مثانه کې مضرې باکتریاووې رامنځته کوي او د مثانې په والونو باندې زهري مواد رامنځ ته کوي .

که د ویښیدو وروسته ځان یوازې به یو ګیلاس اوبو عادت کړۍ ، دا درسره مرسته کولای شي چې مثانه مو په مناسب ډول لکه د اسهال یا ناس ناستي تاثیراتو په شان خالي کړي .

۶ د خوارک لپاره مو اشتها چمتو کوي :- مونږ مخکي واضح کړه چې د اوبو څښل د کولمو په صفا کولو او د کالوریو په سوځیدولو کې مرسته کوي ، سهار وختي چې معده په مکمل ډول تشه وي دا طبیعي ده ته به لوږه احساسوي . نو ځکه  په خالي معده د اوبو څښلو یوه بله ګټه داده چې ستاسو وجود دې ته چمتو کوي د ورځې – سهارنهاری په جریان کې تر ټولو مهمه عذا ولرۍ . ددې تر څنګ مونږ ټول پوهیږو چې سالمه اشتها د روغ صحت ضمنت کوي .

۷ د ژر زړیدو مخه نیسي :- په تشه معده د اوبو څښل دا ثابتولی شي چې دا د ( اکسیر) د طاقت شربت یو ډول وي . اوبه د بدن څخه د زهري موادو لکه بکتریاووې او نورو مضرو عناصرو په ایستلو کې مرسته کوي . اوبه ستاسو بدن سره مرسته کولای شي چې د آزادو رادیکالونو سره کوم چې د ژر زړیدو سبب کیږي مبارزه وکړي . ددې علاوه که ستاسو پوستکی د ننه څخه په مناسب ډول هایدرایت یا اوبه شي نو ستاسو پوستکی به دوباره ځوان معلوم شي ، کوم چې به د یوې نرمې ، وریښمنې او عوړیدلي څیرې په ساتلو کې مرسته وکړي .

نتیجه :ـــ اوس چې په خالي معده  د اوبو په څښلو وپوهیدای او ګتې یې پيژنۍ نو په خپل ورځینې پلان کې یوازې يو ګیلاس ګرمې اوبه شاملې کړۍ او د راویښیدو وروسته یې نوش کړۍ چې پورته ذکر شوي ټولې ګتې مو په صحت کې رامنځته شي

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب