په خاوند باندې د ښځې حقوق

په خاوند باندې د ښځې حقوق دادي چې خاوند ښځې ته نفقه  وركړي  او د استوګنې د پاره ځاى  اوله خپل توان سره سم  د ژوند نور ضروريات    برابر كړي.

خداى پاك په قرآن پاك كې فرمائي :

( و على المولود له رزقهن و كسوتهن بالمعروف ) سورة البقرة 233 شميره آيت

. د ماشوم د مور نفقه  او پوشاك  له دستور سره سم د ماشوم په پلار باندې دي

تفسير :

 پلار ته ښايي چې په هر حال كې  د ماشوم  مور ته ډوډۍ ( نفقه )  او جامې وركړي. او دا په دې خاطر چې   اول خو دا  ښځه دده په نكاح كې ده او دوهمه  دا چې  هغه په ( عدت ) كښې ده او دريم دا چې د مور له خوا ماشوم ته د شودو د وركولو اجرت په ده باندې كيږي.

 مور او پلار ته نه ښايي چې د ماشوم په وجه يو بل ته تكليف يا آزار ورسوي . د مثال په ډول مور ته نه ښايي چې پرته له كوم سبب  څخه په ماشوم خپل شوده بند كړي   او همداشان پلار ته نه ښايي چې پرته له كوم سبب  څخه  ماشوم   له مور څخه  جلا كړي او د بلې كومې ښځې په شودو يې وروزي او ددې په څنګ كښې  پلار ته نه ښايي چې د ماشوم  مور  ته د نفقې او پوښاك او (جامو ) په وركولو كښې بخيلي وكړي او په هغې سختي راولي.

په خاوند باندې د ښځو له  حقوقو څخه يو حق دا هم دی چې    كه چيرې يو سړی دوه ښځې ولري نو مهمه خبره  د دواړو ښځو تر منځ  د عدل اوانصاف  ټينګول دي  . دا سړی بايد دواړو ښځو ته په يوه سترګه وكوري ، ددواړو حقوق په يو شان تامين كړي ، د نفقې او جامو په وركولو كې له مساوات او برابرۍ  څخه كار واخلي .

يو سړی چې  دوه ، درې يا څلور ښځې ولر ي نو دده د پاره مشكله ده چې له  ټولو ښځو سره يو شان مينه وكړي ، ښامخا به ورته يوه  ښځه  د بلى ښځې  په پرتله  ګرانه وي ، د سړي د پاره مشكله ده چې  د مينې كولو په  مسئله كښې د ټولو ښځو تر منځ  له عدالت څخه كار واخلي  خو  سړي ته  نه ښايي چې  له هغې ښځې څخه چې دومره مينه ورسره نه لري په كامل ډول مخ وګرځوي  اود هغې  څنګ  ته له ورتللو  څخه ډډه وكړي .  سړى بايد  دې ښځې ته  هم  د خپلې  ښځې حيثت وركړي او هغه شان معامله ورسره وكړي او هغه حقوق  ورته وركړي  كوم چې يو خاوند يې خپلې ښځې ته وركوي.  كه  سړى  دا سې ونكړي نو په حقيقت كښې  دا كار به  په ښځې باندې د ظلم زياتي  په مانا وي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب