په خواړیزه صنعت کې مدیریت

په خواړیزه صنعت کې مدیریت (Management in the food Industry)

مقدمه

مدیریت په ساده ډول سره دنور خلکو په واسطه کارو کولو څخه عبارت دی.‌ یا هم ویلی شو چی مدیریت د خلکو سره ،‌ دخلکو په واسطه په فردی یا ګروپی ډول سره د کار دترسره کولو څخه عبارت دی چی تر ځو لازم او ایښودل شوی سازمانی اهداف لاس ته راوړل شی.

حضرت محمد (ص) فرمایی کله چی تاسی دری نفره په سفر روان وی نو حتما باید یو نفر د خپل رهبر ،‌ امیر یا leader په توګه وټاکی. حضرت علی (کرم الله وجهه) وایی بهترین امیر (رهبر) هغه څوک دی چی خپل ځان او نفس تر اداری لاندی راولی.

مدیریت د یوی کمپنۍ یا سازمان د بریا یو اساسی او مهم رکن دی. د بریالیو مدیرانو او ناکامو مدیرانو تر منځ فرق یوازی د هغوی دتفکر او د اقداماتو په منځ کی دی. هغه کسان چی تمایل لری چی په خپل کاری چا پیریال کی او یا حتی په خپله کورنۍ کی مؤثره او بریالی مدیریت ولری نو د ځان لپاره د مدیرت یو خاص ماډل انتخابوی او دهغه په اساس خپل کارونه په مخ وړی.
ښه مدیر هغه ځوک دی چی مومن او متقی وی‌‌،‌ په خپل نفس اعتماد ولری او تصمیم ونیولی شی. په غذایی علومو کی هم مدیریت د نورو کاری برخو په ځیر اساسات لری. مګر یو عمده فرق یی دادی چی کله تاسی غواړی د غذایی صنعت د یوی کمپنۍ مدیر شی نو تاسی په ټولیز ډول سره لاندی مدیریتی مهارتونو باندی و پوهیږی:

۱ – د کمپنۍ د تولید عملیات
۲ – د کیفیت تظمین او غذایی محفوظیت
۳ – ځیړنه او پرمختګ
۴ – پلورل
۵ – بازارموندنه
۶ – تمویل او لوجستیک
۷ – توزیع او ترانسپورت
۸ – خریداری
۹ – مالی حسابونه
۱۰ – آشپزی یا د دریسیپ برابرول

دا ټول هغه مهارتونه دی چی تاسی د یو ښه او بریالی مدیر په توګه په یوه غذایی کمپنۍ کی کار کولو لپاره ورته اړتیا لری. علاوه ددی دا مهمه ده چی تاسی د نور مدیرانو په ځیر ښه داخلی او باندنی روابط ولری او ښه د راپور ورکولو مهارت ولری او تر ټولو مهمه یی داده چی تاسی خپل کارمندان ځومره او په څه ډول سره تشویق کولی شی.

د خواړیز تجارت د مدیر دندی او سطحی

د مدیر عمومی دندی عبارت دی له پلان جوړونه ، سازمان دهی، استخدام کول، رهبری کول او کنترول دی. چی دا دندی کابو په هر بزنس یا کاروبار کی د استعمال وړ دی. د خوړو په صنعت یا تجارتی ډکر کی مدیران باید  سیاسی، ذهنی، خپل منځی تشخیصی او تخنیکی مهارتونه ولری. سیاسی مهارتونه هغه وخت ورته په کار راځی چی کله مدیری وغواړی په تجارتی لحاظ مطرح شی او اړیکی پیدا کړی. ذهنی مهارتونه هغه وخت ورته پکار کیږی چی مدیر د سختو او مغلقو شرایطو د تحلیل سره مخامخ کیږی. خپل منځی مهارتونه د اړیکو ټینګولو، تحریک کولو او د دندو سپارلو لپاره پکار کیږی. تشخیصی مهارتونه هغه وخت پکار کیږی چی مدیر باید په بیلا بیلو موجودو ځوابونو کی مناسب ځواب د یوی ستونزی لپاره وویلی شی. تخنیکی مهارتونه هغه وخت ورته پکار کیږی چی کله د یو تخنیکی او ماهر شخص سره په کار بوخت شی یا د نورو ماهرو کسان کار و ارزوی.

د غذایی تجارت په برخه کی هم مدیران ټول په یو کچه او یو سطح کی ندی. هغوی هم په لوړه سطحه مدیران، متوسط السطح مدیران او عملیاتی مدیران لری.
د غذا تولید د تخم د تولید یا د یو کوچنی حیوان د روزنی څخه تر مارکیت او حتی تر مصرف کوونکی پوری مختلفی تجارتی بڼی لری چی د یو سیستم په توګه اروزل کیږی. ټول سیستمونه خام موادو، مختلفو پروسو او نتایجو ته اړتیا لری. چی هر یو خامه ماده یا تولیدی منبع، پروسه او نتایج د ښه مدیریت څخه پرته ناکامه کیږی.

مدیران د غذا په تجارت کی معمولا لاندی منابع مدیریت کوی:

1. انسانی منابع
2. مالی منابع
3. تکنالوژیکی منابع
4. طبیعی منابع

د تولید مدیریت د عمومی مدیریت یوه برخه ده او د خامو مواد اړول په نهایی او د مصرف وړ توکو باندی د منابعو په کار اچولو څخه صورت نیسی. د خوړو په برخه کی د تولید مدیریت کیدای شی چی د مشتری د تقاضا او  مشخصاتو مطابق یو صورت ونیسی چی ورته One off production وایی د مثال په ډول یو نفر غواړی خپل کورته د انارو اوبه تولید کړی چی هیڅ بوره او مصنوعی رنګ نه وی ورته علاوه شوی. بل ډول تولید د batch یا ګروپی تولید په نوم یادیږی چی معمولا هغه وخت صورت نیسی چی د مارکیت وضع او تقاضا نه وی معلومه او د مشتریانو تعداد یوازی د یو احصایوی تخمین له مخی وړاند ویل شوی وی.  بل نوع د تولید مدیریت عبارت له کتله ای تولید یا mass production چی کله په مارکیت که تقاضا ډیره وی او یو محصول خپل مارکیت ولری نو پدی وخت کی محصول په ډیره کچه پرته د مشتری د غوښتنی څخه تولیدیږی لکه چاکلیت. یو بل ډیر اقتصادی ډول یی د Just in time تولیدی میتود په نوم یادیږی چی پدی وخت که د یو خواړیز نهایی محصول ټولی برخه بیلا بیلی ایښی وی او مشتری یی انتخابوی چی دا برخه او دا برخه سره یوځای کړه او ماته یی راکړه. البته ټولی ابتدایی برخی د نهایی محصول مخکی له مخکی څخه تهیه شوی وی. ښه مثال یی سندیوچ دی.

د خواړیز تجارت ډولونه

لمړۍ ډول تجارت یی هغه دی چی د یو نفر لخوا پانګونه شوی وی او یو نفر تری ګټه اخلی او د کار په موخه امکان لری خپله پانګه اچوونکی یا بل استخدام شوی نفر کار وکړی تر څو ګټه تر لاسه کړی. دی ډول تجارت ته sole proprietorship وایی .
بل ډول تجارت یی هغه دی چی د دوه یا څو نفرو لخوا پانګونه شوی وی چی کیدای شی کومه برخه پانګونه چی هر شریک کوی عمومی یعنی محدودیت ونلری، یا محدود وی او یا هم د ځینیو نورو خاصو شرایطو درلودونکی وی. دا ډول تجارت د partnership په نوم یادیږی.

بل ډول یی عبارت دی له شرکت څخه چی محدود مسولیت لری. کیدای شی د دولت لخوا یا په شخصی ډول جوړ شی او ضمننا کیدای شی هدف یی ګټه وی او یا نه وی. که چیری یی حقوقی شخصیت یی شخصی وی نو د شریکانو لخوا یی مالکیت درلودل کیږی او ټول شریکان د رییسانو په بورد کی یی استازی توب لری. دا ډول د تجارت د Corporation  په نامه سره یادیږی.

د ستونرو حل د خوړو په صنعت کی

مدیران د بیلا بیلو ستونزو سره مخ کیږی چی کیدای شی تخنیکی، اداری او د بشری منابعو ستونزی وی. د ټولو ستونزو د حل لپاره مدیران بادی ډیر مدبرانه فکر او سوچ وکړی. موضوع او ستونزه د مختلفو ابعادو له اړخه وځیړی، ابتدایی نتایج او دوهمی نتایج چی وروسته د یو څه څیړنی څخه لاس ته راځی په ډیر غور او دقت سره د تصمیم نیولیو لپاره استعمال کړی. ددی لپاره چی یو مدیر په ښه ډول سره وکولی شی نو باید د cause and effect analysis  د میتود څخه استفاده وکړی چی د fish bone analysis په نوم  او په ساده ډول سره د 5M په نوم سره هم یادیږی. دا تحلیل د لاندی برخو څخه تشکیل شوی دی:

د پنځه M میتود په لاندی ډول دی:

1. کارمندان  – Man
2. ، چاپیریال – Milieu
3. خام مواد –  Material
4. ماشین آلات – Machine
5. د تولید میتود – Method
6. مدیریت – Management

 د پنځه یا شپږ M یوه نمونه په لاندی دیاګرام کی ښودل شوی ده:

د غذایی موادو د صنعت په برخه کی یو موفق مدیر مشخصات
۱ – په یوه خاصه موضوع باندی په یو وخت کی ځان بوختوی
۲ – نوښت ته هر وخت ښه راغلاست وایی
۳ – خپلو کاروکوونکی د تشویق او ارتقاع ورکولو وړتیا لری
۴ – کاری خطر ته هر وخت یوه معینه د قبول درجه لری.
۵ – په خپل مسلک کی او همدا شان د نویو ملی او بین الملی قوانینو څخه ځان خبروی
۶ – خپل کارونه معمولا په نورو کارمندانو باندی کوی.
۷ – خپل کارونه د اولویتونو په بنسټ باندی تر سره کوی
۸ – خپل کارمندان د مثالونو په ورکولو سره تربیه کوی.
۹ – عاجل تصمیم نه نیسی
۱۰ – خپل اهداف په مشخص ډول سره خپل کارمندانو ته وایی او د هغه د حل لاری هم ورته وړاندی کوی او دهغه مطابق بیا خپل نتایج غواړی.
۱۱ – باید خپل ټول کارمندان په نمونوسره او دهغوی ژوند باندی خبر او هغه وپیژنی.
۱۲ – په منظم ډول سره د خپلو کارمندانو څخه نظارت کوی.
۱۳ – ګروپی کارونو ته ډیره ترجیح ورکوی

د خوړو د تولید او تجارت شروع کول

د خوړو تولید او تجارت نسبتا آسانه او کله کله سخت کار دی. په پر مخ تللو هیوادونو کی ډیر سخت قوانین موجود دی چه د هغه په رڼا کی باید یو تخنیکی نفر موجود وی، بزنس پلان او داسی نور مواد موجود وی. مګر په افغانستان که دا ستونزه نشته بلکه امنیت او په مارکیت کی رقابت په کیفیت نه بلکه په قیمت دی. ددی لپاره چی ښه او بریالی تجارت ولری نو لاندی ټکو باندی غور او سوچ وکړی:

1. مشخص محصول باید مارکیت ته تولید کړی چی خاص وی او هر څوک هغه تولید نشی کړلای.
2. د مارکیت څخه مخکی له تولید لیدنه او د کاری پلان یا بزنس پلان جوړول، ستاسی د کار د بریا نښه ده.
3. د کار او بار د ښه مدیریت په موخه د ښو نفرو استخدام، د بودیجی تعین، د تخنیکی وسایلو چمتو کول او د شفاف او با مسولیته کاری طرزالعملونو جوړول دی.
4. د خپل کار بیمه کول که ممکن وی او وروسته له هغه باید په موجوده قوانینو که پانګه اچوونکی او نور مامورین یی په کافی اندازه معلومات ولری.
5. د غذا د کیفیت او مصونیت په موخه باید تریننګونه دایر کړل شی.
6. د محصولاتو د تولید او ذخیری ستراتیژی باید مخکی له مخکی جوړه کړی.
7. د نویو محصولات د انکشاف لپاره باید یو ټیم ولری چی هر وخت د مارکیت د تقاضا مطابق نوی محصولات جوړ او انکشاف ورکړی.
8. مارکیت باید د وخت مطابق وکتل شی او د هغه مطابق نوی د توزیع چینلونه انتخاب شی.

مآخذونه
1. خالد، سید محمد نعیم. (۲۰۱۲). د غذایی صنعت مدیران (آنلاین). شتون:http://karana.blogfa.com/9102.aspx
2. International Food Information Council Foundation. (2011) . Food Production Factsheet: Food Technology (online). Available at: http://www.foodinsight.org/Content/3843/Final_Food_Production_Fact_Sheet_5.11.pdf (consulted on 21st June 2013)
3. http://asq.org/learn-about-quality/cause-analysis-tools/overview/fishbone.html
4. http://www.food.gov.uk/multimedia/pdfs/publication/starting-up-booklet.pdf
5. http://www.preserveproduce.ca/files/resource/file/PPP-10-Steps-Workshop-Supplement.pdf

ليکوال: سید محمد نعيم خالد Sayed Mohammad Naim Khalid

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب