په روژه ماتي كي تعجيل[تلواره ] سنت ده

عن ابي هريرة رضی الله تعالی عنه قال : قال رسول الله صلی الله عليه وسلم  لايز ال الدين  ظاهرا  ماعجل  الناس الفطر  لان اليهود  والنصارى  يؤخرون  . رواه ابوداود  وابن ماجه  . الترغيب  ۱ ۲۷۶

ژباړه :  له ابوهريرة رض څخه روايت ده چېپيغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمايل :  ترهغه به زما دين غالب وي  څوچې خلك  دروژي  په ما تولو كي تلوار  وكړي  ځكه چېيهود اونصارى  يې  ډير وروسته ماته وي  .

تشريح  : يعني  روژه   له لمر لويدو وروسته سمدستي  ماته وئ او دستورو تر راختلو اوتياري ترخوريدلو  پوري  یې مه ځنډه وئ  .  ځكه  چې  داعمل ديهودو اونصارى وو ده  يعني هغوئ  روژه  تر ښي تياري  پوري  نه ماتوي  نو له هغوئ  څخه مخالفت  ضروري ده  څكه له كفارو سره  خو تشبه حرامه ا وتشبيه  مكرو ه ده . ملاعلي  قاري رحمه الله   وايې چې   دروافضو عمل  هم داده چې دوئ  روژه  ترډيره ځنډه وي  .  مرقات

په دي اړه نورحديثونه

[الف ] عن عمر رضی الله تعالی عنه .قال قال رسول الله صلی عليه وسلم اذااقبل الليل من ههنا وادبرالنهارمن ههناوغربت الشمس ،فقدافطرالصائم متفق عليه مشکوة ص۱۷۵

ژباړه :له اميرالمؤمنين عمر رضی الله تعالی عنه څخه روايت دی وايې :چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : کله چې له دي لوري شپه راپورته شې ،اوورځ په دي مخه ولاړه شې اولمرولویږي نوروژه داردي روژه ماتوي .

تشريح : کله چې دلمرلویدوسره سم دلمرخاته له لوري شپه راپورته شې ،اودلمرلویده لوري ته ورځ پای ته ورسیږي یعني دلمروړانګي ولویږي نو روژه داردي نوردشپي ترپخيدا یادستوروتررڼاپوري دي روژه ماتی نه ځنډه وي . کمافي حدیث آخر.

[ب]عن ابي هريرة رض قال : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم قال الله عزوجل ان أحب عبادي الىّ أعجلهم فطراً. رواه الترمذي . الترغيب ۱ ۲۷۶

ژباړه : له ابوهریرة رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی وايې :چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : لوی خدای جل جلاله فرمایې : چې له بندګانوڅخه ماته محبوب هغه کسان دي چې روژه ماتي کي تعجیل کوي یعني چې دلمرلویدوسره سم روژه ماته وي اودستورو ترراختلویې نه ځنډه وي .

[ج ] وفي رواية عن سهل بن سعد رضی الله تعالی عنه  ان رسول الله صلی الله علیه وسلمقال لاتزال أمتي على سنّتي مالم تنتظر بفطرها النجوم . . . . ترغيب ۱ ۲۷۶

ژباړه :دسهل بن سعدرضی الله څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :زماامت به همیشه زماپه طریقه وي ترڅوچې روژه ماتولو کې دستورو ترراختلوانتظار نه کوي .

[د]وفي رواية عن انس رضی الله تعالی عنه قال ما رئيت رسول الله صلی الله علیه وسلم  قط صلى صلوة المغرب حتى يفطر ولوعلى شربة ماء . الترغيب ۱ ۲۷۲ ،

ژباړه : انس رضی الله تعالی عنه وایې : چې ماکله هم رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دی لیدلی چې په روژه کې دي لمونځ وکړي ترځوچې به یې روژه ماته نه کړه ،که څه هم روژه به یې دابوپه یوه سور ماته کړه .

تشريح : یعني دپیغمبرصلی الله علیه وسلم له شریفوعاداتوڅخه داهم ؤ چې روژه به یې دماښآم ترلمانځه وړاندي ماتوله . داهم دروژه ماتي یوعملي نومونه وه

لهذا دحدیثوڅخه دافطار په مهال تعجیل دپیغمبرصلی الله علیه وسلم عملا اوقولا په دوړاوطریقوسره ثابته ده .

په هرصورت کله چې لمر ولویږي اواسمان صاف وي نودروژي ماتول دي نه ځنډه وي . بلکه دروژي سمدستي ماتول سنت دی .اوتاخیریې خلاف السنة بلکه داهل کتابواودروافضوسره دمشابهة له امله مکروه دی .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب