په روژه کې د ام د جوس ګټې

ام د ټولو مېوو پاچا بلل کېږي. ام د تودو او استوایي سیمو مېوه ده چې نن سبا ور څخه په ټوله نړۍ کې د یوې ارزښتناکې مېوې په توګه ګټه اخیستل کېږي. ام د بتاکاروټن، وېټامین اې، وېټامین سي او پوتاشیمو اصلي منبع ګڼل کېږي. نیم ام د بلې مېوې له یوه واحد سره برابر دی چې ۷۰ کالوري انرژي لري.

د ام یو ګیلاس یخ جوس څښل په روژه ماتي کې په طبيعي ډول ستاسو بدن د انرژۍ له اړخه پر ځان بسیا کوي چې عمده علت یې هم په ام کې په ډېره پیمانه د فرکتوز شتون دی. دا چې ام په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه فرکتوز لري، نو پر دې اساس د هغه غوړینو او کلکو غذایي موادو په هضم کې هم ډېره مرسته کوي، کوم چې د فایبر د نه شتون له امله په معده او هاضمي سیستم کې د ډېرو خطرناکو ناروغیو د رامنځته کېدو لامل ګرځي.

له روژه ماتي وروسته د ام د جوسو څښل د خېټې درد، د معدې پړسوب او دغه راز په لویو کولمو کې د ګازو د تولید مخه نیسي. پاملرنه: هغه کسان چې ګرم طبيعته دي، په زیاته اندازه د ام کارول ورته مضر دي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب