په روژه کې د رسول الله ﷺ او صحابه کرامو د سخا کیسي

 

بخاري او مسلم دواړه له عبدالله بن عباس رضي الله عنهما نه روایت کوې ، هغه وایې : رسول الله صلي الله علیه وسلم په ټولو خلکو کې زیات سخي و او په روژه کې به ترنوروټولو وختونو ډیر سخي و هغه مهال چې جبریل به ورته راغی ، جبریل به دروژي په هره شبه ورته راتلو او قران به یې ورسره درس کاوه ، رسول الله صلي الله علیه وسلم په خیر او صدقه کې له تیز باد نه هم تیز و داحمد په یوه روایت کې راغلي دي چې چا به هرشی ورنه وغوښت ده به ورکاوه.
روى البخاري ومسلم عن ابن عباس رضي الله عنهما قال: “كَانَ رَسُولُ اللَّهِ -صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – أَجْوَدَ النَّاسِ، وَكَانَ أَجْوَدُ مَا يَكُونُ فِي رَمَضَانَ حِينَ يَلْقَاهُ جِبْرِيلُ، وَكَانَ يَلْقَاهُ فِي كُلِّ لَيْلَةٍ مِنْ رَمَضَانَ فَيُدَارِسُهُ الْقُرْآنَ، فَلَرَسُولُ اللَّهِ -صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -أَجْوَدُ بِالْخَيْرِ مِنْ الرِّيحِ الْمُرْسَلَةِ”.وفي رواية أحمد زيادة “لا يسأل عن شيء إلاَّ أعطاه”.
دحدیث په دي روایت کې د (جود) توری راغلی دی او جود زیاتي ورکړي ته وایې او جود او زیاته ورکړه دالله له صفاتو نه یو صفت دی ، په یوه حدیث کې راغلي دي : الله جواد دی او جود خوښوې او هغه کریم دی او کرم خوښوې جوداو کرم قریب المعنا دي “إن الله جواد يجب الجود، كريم يجب الكرم”.[رواه الترمذي].
په یو بل روایت کې راغلي دي : الله جل جلاله وایې : زه جواد یم او جود زما له لوري دی او زه کریم یم او کرم زما له لوري دی : “أنا الجواد ومني الجود، أنا الكريم ومني الكرم”.

نوالله جل جلاله لومړۍ درجه کریم او جواد دی او علماء وایې چې په ځانګړیو غوره وختونو کې دالله کرم او جود زیاتیږې لکه دعرفي ورځ ، داختر ورځ ، دذوالحجي لسم ، اوداسې نور اوپه دي ټولو کې دجود ځانګړی او ترټولو غوره وخت روژه ده الله جل جلاله وایې : کله چې له تانه نه زما بنده ګان زما په اړه سوال کوې زه ډیر نږدي یم کله چې څوک له مانه غوښتنه او سوال کوې زه یې قبلوم نوهغوی دي له مانه داستجابت غوښتنه وکړې اوپه ما دي ایمان راوړې چې سمه لاره به بیامومي : (وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ)[البقرة:۱۸۶].
ددي ایت سیاق او چلند ته باید یوڅه متوجه شو دالبقره په سورت کې له دي ایت نه مخکي دروژي تفصیلات ذکر شوې دي او وروست دا ایت راغلی دی له دي نه داواضحه شوه چې په روژه کې د دعا په ځانګړي توګه ډیر اهتمام پکار دی او باید دعا ډیره زیاته کړل شې ، اوکه موږ دالله جود ته په روژه کې متوجه شو په ښکاره توګه یې محسوسولی شو ډیر غریب خلک بیاهم یوڅه موندلی شې او الله یې ورته رسوې . اوداخرت په لحاظ د الله جل جلاله خانګړي جود دادی چې دروژي په هره شپه کې الله جل جلاله خلک د دوزخ له اوره ازادوې په حدیث کې راغلي دي : دروژي په هره شپه الله خلک له جهنم نه خلاصوې او په بل روایت کې راغلي دي چې دهر روژه ماتي په مهال الله جل جلاله خلک له اور نه ازادوې : “ولله عتقاء من النار، وذلك كل ليلة”. وقوله عن أبي أمامة: “لله عند كل فطر عتقاء”.[رواه أحمد، صحيح الترهيب (۹۹۱)].

 درسول الله جود اوسخا

لکه څرنګه چې رسول الله صلي الله علیه وسلم یوکامل انسان و او ټول غوره اخلاق یې لرل داراز بدني او خلقي ټول غوره والي الله پري لورولي و نوپه سخا او جود کې هم ترهرچا زیات و دجود او سخا غوره صفت په رسول الله صلي الله علیه وسلم کې ترنبوت نه مخکي هم په پوره معنا موجود و او له خوارانو او مسکینانو سره به یې هرډول مرسته او کومک کاوه او دا خبر ه درسول الله دنبوت دمهال دسختیو ملګري خدیجي رضي الله علیه عنها له هغو خبرو ښه معلومیږې چې کله یې دنبوت په لومړی ورځ هغه ته کړي وې ،په رسول الله صلي الله علیه وسلم چې دلومړي ځل له پاره داقرآ وحي نازله شوه او کورته راغی نو خپلي درني او هوښیاري میرمني ته یې وویل : “لَقَدْ خَشِيتُ عَلَى نَفْسِي. زه په ځان ویریږم هغي ورته وویل :
كلا وَاللَّهِ مَا يُخْزِيكَ اللَّهُ أَبَدًا، إِنَّكَ لَتَصِلُ الرَّحِمَ، وَتَحْمِلُ الْكَلَّ، وَتَكْسِبُ الْمَعْدُومَ، وَتَقْرِي الضَّيْفَ، وَتُعِينُ عَلَى نَوَائِبِ الْحَقِّ”.[البخاري].
یعني : د ډار هیڅ خبره نشته او هیڅکله مه ویریږه ! الله به یڅکله تا ذلیل نکړي ، ځکه ته له خپلوانو یره خپلوې پالي ، دهغوی ستونزو ته وږه ورکوې ، دخوارانو اونادارو مرسته کوې ، میلمانه پالي ، او خلکو ته په ورپیښو ستونزو کې له هغوی سره مرسته کوې ، د رسول الله صلي الله علیه وسلم دا صفات دنبوت نه مخکي وخت دي او کله چې پیغمبرشو دوحي په برکت یې دا صفات څو برخي زیات شول ، دانس په روایت کې راځي : رسول الله په ټولو خلکو کې ډیر ښایسته و ډیر زړور و ، او ډیر سخي و یوه ورځ دمدیني خلک څه شې وویرول رسول الله صلي الله علیه وسلم په اس سپور و او دویري ځای ته له ټولو خلکو مخکي ورسیداو ویل یې دا اس دبحر په څیر میده تګ کاوه : : “كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَحْسَنَ النَّاسِ وَأَشْجَعَ النَّاسِ وَأَجْوَدَ النَّاسِ، وَلَقَدْ فَزِعَ أَهْلُ الْمَدِينَةِ فَكَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سَبَقَهُمْ عَلَى فَرَسٍ وَقَالَ وَجَدْنَاهُ بَحْرًا”.[البخاري].

دانس یوبل روایت مسلم راخیستی دی هغه وایې : داسلام په نوم به چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم هرشی وغوښتل شوو ده به ورکاوه ، دی وایې : یوسړی ورته راغی د دوو غرونو په منځ کې یې ټولي میږې ورکړي هغه چې کله خپل قوم ته ستون شو هغوی ته یې وویل : ای زما قومه ! اسلام ومنئ محمد دومره ورکړه کوې چې دده له ورکړې وروسته دنیستي ویره نشته ، “مَا سُئِلَ رَسُولُ اللهِ -صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ- عَلَىَ الإِسْلاَمِ شَيْئاً إِلاَّ أَعْطَاهُ، قَالَ: فَجَاءهُ رَجُلٌ فَأَعْطَاهُ غَنَماً بَيْنَ جَبَلَيْنِ، فَرَجَعَ إِلَىَ قَوْمِهِ، فَقَالَ: يَا قَوْمِ أَسْلِمُوا، فَإِنَّ مُحَمَّداً يُعْطِي عَطَاءً لاَ يَخْشَى الْفَاقَةَ”.

په یوه بل روایت کې انس وایې چې که یوڅوک به د دنیا له پاره هم مسلمان شو وروسته به اسلام له هرڅه ورته ګران و دمسلم په یوه روایت کې راغلي : صفوان ابن امیه وایې : په خدای سوګند ماته رسول الله ډیر زیات شی راکړ ،په خدای سوګند هغه مې له هرچا بدایسیدی خو دهغه راکړو او صدقو هغه په باندي له هرچا زیات ګران کړ .
عن صفوان بن أمية قال: “وَاللهِ لَقَدْ أَعْطَانِي رَسُولُ اللهِ -صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ- مَا أَعْطَانِي، وَإِنَّهُ لأَبْغَضُ النَّاسِ إِلَيَّ، فَمَا بَرِحَ يُعْطِينِي حَتَّىَ إِنَّهُ لأَحَبُّ النَّاسِ إِلَيَّ”. (مسلم)

ابن شهاب وایې : هغه ته یې یوځل سل پسونه ورکړل بیا سل اوبیا سل ، واقدي وایې هغه ته یې یو وخت داوښانو او پسونو ډکه کنده ورکړه حسان بن ثابت رضي الله عنه دهغه دسخا اوجود په اړه وایې : له راحة له ان معشار جودها علي البر لکان البر اندي من البحر یعني دهغه دسخا دلاس لسمه برخه که په وچه وویسل شې نو وچه له بحر ن زیاته لنده کړې.

دصحابه کرامو سخا

دنبوت په مدرسه کې روزل شوې صحابه کرام هم ټول سخیان او له سخا او جود سره یې زیاته مینه و ه دلومړي خلیفه ابوبکر الصدیق رضي الله عنه په اړه په روایاتو کې راغلي دي چې یوځل ن څو څو ځله یې خپل ټول مال دالله په لار کې خیرات کړی دی ، عمربن الخطاب رضي الله عنه په یوه غزا کې دخدای ورکړي شتمني نیمایې برخه ټوله خیرات کړه نو تاسو فکر وکړئ چې هغه به خپل عمر کې څومره خیراتونه کړي وې !

دغریب او مسکین غم او درد چې څومره له عمر سره و په اړه یې هیښوونکي کیسي تاریخ ترموږ پوري رارسولي دي وایې دعمربن الخطاب رضي الله عنه دامارت په زمان کې په یو سیمه کې کاختي ولګیده دا کاختي یوڅه اوږده شوه وروسته چې خلکو دعمر حالت ولید تغیر یې پکي وموند او دهغه رنګ ژیړ شوی او بدن یې بي غوښي شوی و یوچا پوښتنه ورنه وکړه چې امیرالمومنینه ! ولي مو رنګ اوبدن تغیر شو ؟ هغه ورت وویل : دفلانی سیمي خلک به پ تشه ګیډه شپي سبا کوې او دعمر ګیډه به له خوړو ډکه وې !!!

 او دعثمان رضي الله عنه له نوم سر هخو دسخي توری تړلی دی په مسلمانانو او مجاهدینو چې ده څومره لګښتونه کړي دي هغه دتاریخ په اثفارو کې پوره خوندي دي تردي پوري چې رسول الله صلي الله علیه وسلم یې په اړه وویل : عثمان چې تردي وروسته رڅه کوې ضرر نه ورته رسوې “ما ضر عثمان ما فعل بعد اليوم”.
داراز طلحه بن عبیدالله رضي الله عنه د ډیرو خیراتو نو لامله په (طلحة الخیر) سره مشهور و وایې په یوه مجلس کې یې سل زره درهمه وویشل او دی ناست و خپلي جامي یې پخپله ګنډلي داراز دصحابه کرامو دمیرمنو دسخا کیسي هم بیخي زیاتي دي چې په دي لنډه لیکنه کې یې نشو را خیستلی ،داکیسي او روایات مو په دي موخه راواخیستل چې په روژه کې خیرات او صدقه خورا مهم او د ډیر اجر کار دی او بیا د داسي خلکو له پاره دا کار لازیات مهم دی چې کور کلی او مالتونه یې له غریبانو او نادارو ډک وې په کلیو او بانډو کې یې دکونډو او یتیمانو شمار له ګڼ وتلی وې او داسي پریمانه کورنی یې شاوخوا شتون لرې چې سرپرستي یې دماشومانو او کونډو په غاړه وې!

 درنو وروڼو او خوندو ! دفقر او غربت حالت ډیر سخت وې او دمسکنت وختونه زغمل ډیر زیات له ستونزو او کړاوونو ډک وې ځکه خو رسول الله صلي الله علیه وسلم ویلي دي : نږي ده چې فقر انسان کفرته ورسوې : کاد الفقر ان یکون کفرا او عمر رضي الله عنه وایې که فقر سړی وی مابه وژلی و :لوکان الفقر رجلا لقتلته ؛ نوشتمن وروڼه دي په شپه او ورځ کې کله دغریبانو او مسکینانو پرحال سوچ کوې اوبیا دي درسول الله صلي الله علیه وسلم دسخا او جود اوداراز دصحابه کرامو دسخا کیسو ته توجه کوې او بیادي خپل ضمیر او وجدان ته متوجه کیږې چې څه باید وکړي او له خوارانو سره باید مرسته وکړي تاسو ته دعمر بن الخطآب رضي الله عنه هغه جمله بیا را اخلم : دفلانی سیمي خلک به په تشه ګیډه شپي سبا کوې او دعمر ګیډه به له خوړو ډکه وې !!!

ليکوال: حامد افغان

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب