په روژه کې د قرآن کریم د ختم طریقه

قرآن کریم د الله تعالی له سترو، باقي او خوندي پاتي کېدونکو معجزو څخه یوه معجزه یا یوه نښاني ده، کوم چې له تحریف او هر ډول تغیر څخه د الله تعالی د دې قول پر بنسټ محفوظ دی:
إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ[سورة الحجر، آية:۱۰] مونږ قرآن کریم نازل کړ او هم مونږ د هغه حفاظت کونکي یو
بل داچې د قرآن کریم له تلاوت څخه بل زیات کوم خیر او ذکر نشته، ځکه چې د قرآن کریم په تلاوت کې حکمت او ښه پندونه شته او د هر حرف پر لوستلو یوه نېکي او پر هره نېکي لس چنده ثواب ورکول کیږي او الله تعالی چې د چا لپاره وغواړي، زیاتوي یې هم.

له حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«چاچې د قرآن کریم یو حرف تلاوت کړ، پر هغه باندې به تلاوت کونکي ته یوه نیکي ورکول شي او هره نیکي د ثواب په اعتبار سره یوه په لس ده. زه داسي نه وایم چې الف لام میم یو حرف دی، بلکي الف یو حرف دی، لام بل حرف دی، میم بل حرف دی.»[رواه الترمذي] په دې لیکنه کې د قرآن کریم د ختم طریقه ښیو، چې څنګه کولای شو،په اساني سره د روژې په میاشت کې یو، دوه یا درې ځله قرآن کریم ختم کړو.
په روژه کې د قرآن کریم د ختمولو طریقه

قرآن کریم ټول ۱۱۴ سورتونه لري چې په اوسط اعتبار سره ۶۰۰ پاڼي کیږي. که چیري مونږ د قرآن کریم ۶۰۰ پاڼي د روژې دمیاشتي پر ورځو(۳۰) تقسیم کړو، نو نتیجه یې په لاندیني شکل په لاس راځي:

۱: هره ورځ ۲۰ پاڼي تلاوت کول. په دې طریقه سره یو ځل د قرآن کریم ختم کېدلای شي. د ورځي ۲۰ پاڼي چې تقسیم کړل شي، نو له هر لمانځه وروسته که ۴ پاڼي تلاوت کړو، هغه ورځنی معمول به مو پوره کړی وي او دا رنګه د ورځي ۲۰ پاڼي ښه په آساني سره تلاوت کولای شو، چې وخت هم ډېر نه نیسي.
۴ پاڼي چې ښه په غور او د الله تعالی په کلام او معنی کې یې له فکر کولو سره تلاوت کړل شي، نو له ۳۰ دقیقو څخه زیات وخت نه نیسي.

۲: د قرآن کریم د ختم یوه بله طریقه داده، چې د قرآن کریم د سيپارو په اعتبار سره تلاوت کړل شي. که د ورځي یوه سيپاره تلاوت کړل شي، نو هماغه مخکینۍ نتیجه ترې راوزي چې د روژې په میاشت کې یو ځل د قرآن کریم ختم کېدلای شي. او که یې له یو ځل څخه زیات ختمول وغواړو، نو د ختمولو په اعتبار سره دي د سيپاره شمېر ور اضافه کړای شي. دغه طریقه له پورتنۍ طریقې څخه هم اسانه ده، ځکه چې په دې کې دپاڼو شمېر ته اړتیا نشته، هره سيپاره خپله معلومه اندازه لري.
او که یو چا مخکي تلاوت نه وي پیل کړی اوس که یوه سيپاره تلاوت کوي، نو ختم ناممکن دی. دبیلګي په توګه یو مسلمان د روژې په اولولسو ورځو کې تلاوت ونکړ، اوس څنګه کولای شي، چې د روژې په میاشت کې قرآن کریم یو ځل ختم کړي؟ نو دا طریقه دي غوره کړي، چې اوس ۳۰ سيپارې او شل ورځي پاتي دي، نو دغه مسلمان که اوس د ورځي یوه نیمه سيپاره تلاوت کړي، نو په پاتو شلو شپو کې د قرآن کریم ختم کولای شي.
په دنیا او آخرت کې مو د نیکو اعمالو او مغفرت په هیله
له خپلو دعاګانو مو مه هېروئ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب