په روژه کې شيطانان تړل کيږي!

وعن أبي هريرة رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : ” إذا دخل شهر رمضان فتحت أبواب السماء ” . وفي رواية : ” فتحت أبواب الجنة وغلقت أبواب جهنم وسلسلت الشياطين ” . وفي رواية : ” فتحت أبواب الرحمة “ ( متفق عليه ).

له حضرت ابو هريرة رضی الله عنه څخه روايت دی فرمايي چې حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل، کله چې د روژې مبارکه مياشت شروع شي نو د آسمان دروازې خلاصې کړل شي، په يوه بل ورايت کې راځي چې د جنت دروازې خلاصې کړل شي او د دوزخ دروازې بندې کړل شي او شيطانان قيد(وتړل شي) کړل شي، په بل روايت کې دي چې د رحمت دروازې خلاصې کړل شي ( بخاري – مسلم)

د آسمان دروازې خلاصې کړل شي، له دې نه دې خبرې طرفته کنايه مقصود ده چې د دغې مقدسې مياشتې په شروع کيدلو سره د الله تعالی جل جلاله پرلپسي رحمتونه نازليږي او د بندګانو اعمال پرته له کوم مانع څخه پورته لور ته تګ کوي ( خيژي)، د جنت دروازې به خلاصې کړل شي، له دې نه دې خبرې طرفته کنايه مقصود ده چې بنده ګانو ته به د نيکو او ښو کارونو توفيق ورکړل شي کوم چې بيا سبب د دخول د جنت جوړيږي، د دوزخ دروازې به بندې کړل شي، له دې نه دې خبرې طرفته کنايه مقصود ده چې په روژه کې روژه دار له داسې کارونو څخه خوندي وي کوم چې دوزخ ته د داخيلدلو سبب کيږي او دا خبره ډيره روښانه ده چې روژه دار انسان له کبيره ګناهونو نه محفوظ او مامون وي او د هغه چې کوم صغيره ګناهونه وي هغه ورته د روژې له برکته بښل کيږي.

شيطانان وتړل شي، د دې مطلب دا دی چې هغه سرکشه شيطانان په زنځيرونو تړل کيږي او د هغوی هغه قوت له منځه وړل کيږي د کومو له وجهې چې د انسانانو په دوکه کولو باندې قار کيږي، بعض حضرات وايي چې داجمله له دې څخه کنايه ده چې د روژې په مبارکه مياشت کې شيطانان د خلګو له خطا کولو (غولولو) څخه منعه وي او بندګان نه يواځې دا چې د دغو شيطانانو وسوسې او وهمونه نه قبلوي، بلکه د دوی په مکر او فريب کې انښلي هم نه، وجه يې دا ښودلې چې د روژې له وجهې د انسانانو قوت حيوانيه مغلوبه کيږي، کومه چې د غيظ، غضب او د شهوت ولې (جړ) دی او د نورو قسما قسم ګناهونو باعث کيږي، د دې بر عکس قوت عقليه غالبه او قوي کيږي کومه چې د طاعاتو او نيکيو باعثه وي، دا وجه ده چې په رمضان المبارک کې د نورو مياشتو په نسبت ګناهونه کم صادر کيږي او په عباداتو او طاعاتو کې زياتوالی راځي.

نوت:كچيري چاته داسي وهم پيداشي چي درمضان پداخليدلوسره شيطانان تړل كيږي اوانسانان دهغوي څخه محفوظ اوخوندي وي، نوبياولي بعضي انسانان په روژي كي هم ګناهونه كوي.؟

your ads

نوددي خبري ځواب دادي چي يوخوټول شيطانان نه تړل كيږي بلكه تنهادهغوي مشران اوسركښان تړل كيږي چي پدي سره دګناهونواوجرمونوكچه كښته راځي خوبيخي وركيږي نه ، ځكه هغه نورشيطانان غيرله مشرانوڅخه اوس هم دانسان داغواكوي هڅه اوكوشش كوي.

اوكه دي خبري ته تسليم شوچي ټوله شيطانان تړل كيږي نوبياوجه دګناه كولودانسان پدي مياشت كي مطابعت دنفس اودهغه دغوښتنووي ځكه نفس هم دشيطان غوندي انسان ومنكراتواوناوړه كارونوته رابولي.

خوبايدداخبره په يادولروچي كچيري انسان په سمه توګه روژه ونيسي په روژي كي په عبادت اوطاعت باندي ځان مشغوله كړي دخپلوصدقاتواوخيراتونو دوركولوكچه اواندازه لوړه كړي، دغيبت،تهمت، چوغولګري، فسق،عبث،څخه ځان وژغوري نودهمدغي روژي په بركت به دټولوګناهونودكولوڅخه محفوظ پاته سي، دنفس اوشيطان دوسوسي څخه به په كامله توګه وساتل شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب