په روژه کې ګټور او مضر خواړه

په روژه کې ګټور او مضر خواړه

د روغتیايي کارپوهانو په وینا د ګرمۍ په موسم کې د مختلفو ناروغیو خطر له اندازې زیات وي. د ګرمۍ موسم په نظر کې نیولو سره باید په پیشلمي او روژه ماتي کې د غوښې له استعمال څخه ځان وژغورل شي ځکه چې د ګرمۍ په موسم کې د غوښې زیات استعمال انسان په مختلفو ناروغیو اخته کولی شي.

د روغیتايي څيړونکو او کارپوهانو په وینا د ګرمۍ په موسم کې په ځانګړې ډول د روژې په میاشت کې باید د غوښې ځای سابه ته ورکړل شي او کوښښ وشي چې سابه له زیات نه زیات استعمال شي. د ګرمۍ په موسم کې د تروې یا شړومبې استعمال هم ډیرې زیاتې روغتیايي ګټې لري.

د ګرمۍ په موسم کې د روژه ماتي پر مهال له اندازې زیات خواړه خوړل خیټه خرابوي نو له همدې امله خپل روژه له تړمو اوبو او یا خرما سره ماته کړئ. د روژه ماتي پر مهال ساړه مشروباتو له استعمال څخه ځان وژغورئ ځکه چې دغه مشروبات مو د معدې په مختلفو ناروغیو اخته کولی شي. د روژه ماتي پر مهال د ساړه او ګاز لروونکي مشروباتو استعمال د معدې تیزابیت زیاتوي.

د ځينو روغتیايي کارپوهانو په وینا له ام سره د روژې ماتول ډیرې زیاتې ګټې لري. ام په طبیعي ډول ډیر شمیر داسې ویټامینونه لري چې د بدن د اړتیا وړ انرژي تولیدوي. د ام جوس هم ډیرې زیاتې ګټې لري خو پام کوئ که چیرې د ام جوس د اوږدې مودې لپاره په یخچال کې کیښودل شي نو خپل ګټور خاصیت له لاسه ورکوي. روغتیايي کارپوهان وايي چې د پیشلمي په وخت کې د میوې استعمال ډیرې زیاتې ګټې لري.

میوه او سابه د فایبر (Fiber) نومې موادو تر ټولو غوره منبع ګڼل کیږي. فایبر لروونکي خواړه زیات اوبه جذبوي او د ورځې په اوږدو کې بدن ته د اړتیا وړ اوبه ورکوي.

په پیشلمي کې د سپینې اوړه پر ځای سبوس لروونکې اوړه استعمال کړئ. سبوس لروونکې اوړه د روغتیا لپاره ډیر زیات ګټور وي ځکه چې سبوس هم خپل ترکیب کې زیاته اندازه فایبر لري او د ورځې په اوږدو کې بدن ته د اړتیا وړ اوبه ورکوي.

د ګرمۍ په موسم کې په پیشلمي او ژوره ماتي کې تړمې اوبه او لیمو زیات وکاروئ، زیات غوړ لروونکي خوړو څخه ځان وژغورئ او خپلو خوړو کې یوازې اړینه اندازه مالګه واچوئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب