په زړه پورې اسلامي معلومات ۱

1- په نړۍ كي تر ټولو زيات چي كوم كتاب چاپيږي هغه قرآنكريم دى .
2- درسول الله (ص) شكل مبارك د حضرت ابراهيم (ع) په شان وو .
3- د حضرت محمد (ص) اخيرنۍ غزا د تبوك غزا وه .
4- هغه كافر ابن قميه وو چي د احد په غزا كي يې د حضرت محمد (ص) غاښونه مبارك شهيدان كړي وه .
5- حضرت محمد (ص) دوه ځله حضرت جبرائيل (ع) په خپل اصلي صورت كي ليدلى وو .
6- د الله (ج) په حكم سره تر ټولو لومړى چي كوم پيغمبر هجرت كړى وو حضرت لوط (ع) وو.
7- د حضرت موسى (ع) ذكر يوسل او شپږ دېرش ځله په قرآنكريم كي سوى دى .
8- د حضرت ادم (ع) عمر زر كاله وو .
9- هغه پيغمبران چي په ماشوموالي كي پيغمبري وركړل سوې ده حضرت عيسى (ع) او حضرت يحيى (ع) وه .
10- هغه پيغمبر چي په صبر كي ډېر مشهور وو حضرت ايوب (ع) وو .
11- هغه پيغمبر چي په حسن كي ډېر مشهور وو حضرت يوسف (ع) وو .
12- د حضرت يحيى (ع) مزار په دمشق كي دى .
13- تر ټولو پيغمبرانو لومړى حضرت ادريس (ع) قلم استعمال كړى وو .
14- د حضرت نوح (ع) په قوم باندي د اوبو عذاب راغلى وو.
15- شيداد د حضرت هود (ع) په زمانه كي تير سوى دى .
16- د حضرت عبدالله ابن مسعود(رض) جنازه حضرت عثمان غني (رض) كړې وه .
17- هغه خليفه چي هغه د خپل ذاتي حفاظت د پاره هيڅ يو محافظ نه وو مقرر كړى حضرت عمر بن عبدالعزيز(رض) وو .
18- هغه صحابي چي نوم يې په قرآنكريم كي راغلى دى زيد بن حارث (رض) دى .
19- هغه خليفه چي د هغه په وفات باندي د مسلمانانو څخه زيات يهوديانو او عيسويانو ژړلي وه حضرت عمر بن عبدالعزيز (رض) وو .
20- په ښځو كي تر ټولو لومړى حضرت خديجې (رض) اسلام راوړى دى .
21- قرآنكريم تر ټولو لومړى په لاتيني ژبه ژباړل سوى دى

فيض طلب صافي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب