په سوداګرۍ او تجارت کې له ماتې وېره په خپله د ناکامۍ لامل ګرځي

وېره ځانباوري او د انسان داخلي زړورتیا له منځه وړي، خو دا په دې معنا نه ده، چې تاسې له ډار او ویرې تېښته وکړﺉ، کوښښ وکړﺉ ځان ورسره ښکېل کړﺉ او د عواملو په درک سره یې مقابله وکړﺉ.
یوڅوک وېریږي، چې که موټر ته کښيني ټکر به یې کړي، خوږ او موټر به خراب شي. داسې کسان موټر نه شي زده کولای. له دې ډلې څخه یو زه هم یم، چې د موټر د ټکر له امله مې لا هم موټر سم نه دی زده کړی. موټر چلولای شم، خو ځان ته موټرچلوونکی نه شم ویلای.
د رېسک او خطر له منلو پرته انسان بریالیتوب ته نه رسیږي.
زه ډېر ځله له خپلو ملګرو اورم، چې وايي، «غواړم د وریژو تجارت پیل کړم، خو…»، « غواړم کور جوړ کړم، خو..»، په خو کې خپله ټوله کاري روحیه له لاسه ورکوي. خو اقتصادي اړخ هم درلودای شي، خو کله، چې د سړي اقتصاد کمزوری وي، بیا دغسې هیله هم نه کوي. زه، چې فکر کوم خو تر ډېره بریده زموږ د داخلي وېرې او ډار د انعکاس کلیمه ده.
د یوه ملګري کیسه درته کوم. د خوراکي توکو ښکلی کاروبار لري، خو په کلیواله اصطلاح زړه یې وړوکی دی. هغه زړه نه شي کولای، چې لاهور ته لاړ شي او څو لارۍ وریژې راوړي. دغه بدمرغه له پولیسو هم وېریږي، چې ویې نه نیسي او په کابل کې شته کاروبار به هم ترې پاتې شي. دې وېرې دی لاهور ته له تګه راګرځولی دی او سوداګري او تجارت یې هم ډېر نه غوړیږي. له ده سره د پولیسو ډار دی، خو که یو ځل زړه وکړي او لاړ شي، فکر نه کوم، چې دغه ډار یې نور پر وړاندې خنډ واقع شي.
ځینې دوستان له دې ویریږي، چې نوي توکي راوړي، په بازار کې به یې څوک ونه پېري. دا سم فکر نه دی، ځکه سوداګر خپل توکي د بازار د اړتیا له مخې واردوي. په ژمي کې خلک تودو جامو ته اړتیا لري. اوس سوداګر دا سنجولای شي، چې څه ډول جامې راوړي، چې مشتریان پرځان ور مات کړي. زه خو، چې فکر کوم په ژمي کې هر ډول نوې جامه خپل پېرونکی پیدا کولای شي. دغسې که بازار ته نور نوي توکي وړاندې کیږي هم، مشتریان موندلای شي. کېدای شي ستاسې نوی توکی ټول بازار په سر واخلي او همدا توکی ستاسې د میلیاردر کېدو لامل شي.
ستاسې پر وړاندې یو څیز خنډ دی او هغه له ناکامۍ نه وېره ده. هغه کسان، چې له ناکامۍ ویریږي، هغوی سر له وخته په ناکامۍ محکوم دي. هغه کارغوښتونکي، چې د نوې دندې لپاره یوه دفتر او ادارې ته د مرکې لپاره ځي، که په سر کې یې وېرې ځای نیولی وي، له مرکې مخکې ناکام دى. هغوی دې د بریالیتوب هیله نه کوي، ځکه دوی په خپل ذهن او دماغو کې ناکامۍ ته ځای ورکړی دی.
زما د خبرو هدف دا نه دی، چې تاسې بیخي وېره مه کوﺉ. په ځینو ځایونو کې ویره په کار ده، خو د وېرې حد مو دومره نه وي، چې تاسې ناکامۍ ته ور ټېل وهي، یا د ځاني دفاع ځواک درنه واخلي. که تاسې د تجارت او کاروبار له پیلولو مخکې د هغه پر بریالیتوب غور وکړﺉ او لازم شرایط ورته برابر کړﺉ، فکر نه کوم، چې له ناکامۍ سره مخ شى، یا وېره او ډار مو له بریالیتوبه را وګرځوي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب