په شمزۍ لرونکي حیواناتو کې د نسل د ډیرښت پرتله

 په شمزۍ لرونکي حیواناتو کې د نسل د ډیرښت پرتله

په شمزۍ لرونکو حیواناتو کې د نسل ډیرښت توپیر کوي په کرپندوکو لرونکو کبانو کې القاح داخلي ده. هګۍ اچوي، خو په ځینو کې جنین د هګۍ دننه د مور په بدن کې وده کوي. د ښځینه جنس په بدن کې له هګیو څخه بچیان راوځي. هډوکې لرونکي کبان زیاتره هګۍ اچوي. ډیر کم یې بچیان راوړي، القاح یې بهرنۍ ده، سپرم او تخمه یې په اوبو کې یو ځای کیږي.

په چونګښو کې نارینه او ښځینه جنسونه جلا دي. القاح یې بهرنۍ ده. کیداۍ شي ښځینه جنس یې په اوبو کې تر ۲۰۰ پورې هګۍ ایله کړي. نارینه جنس خپل سپرم په اوبو کې د هګۍ دپاسه خوشې کوي. له القاح شوو هګیو څخه په لازم وخت کې د تادپول په نامه لاروا راوځي. لاروا غټ سر او لکۍ لري، خوله او سترګې نه لري او د ‎پوټکي په واسطه تنفس کوي. څو ورځې وروسته یې خوله پیدا کیږي، بیا د برانشي په واسطه تنفس کوي، ورو ورو غټیږي،یوه نیمه میاشت کې يې لومړی وروستی پښې او دوه نیمې میاشتې وروسته یې مخکینۍ پښې پیدا کیږي. خینې چونګښې په یو کال کې او ځینې په دریوو کالو کې بلوغ ته رسیږي.

په تې لرونکو کې نر او ښځه جلا دي. داخلي القاح لري. جنین یې د ښځینه جنس په رحم کې خپل پړاوونه سرته رسوي. نوي تولد سوي بچیان له مور د تیونو شیدې روي. انسان چې یو تې لرونکی فقاریه دی د نسل د ډیرښت  په اړه يي لاندي بحث کوو.

القاح

د جنسي یوځای کېدو په وخت کې په میلونونو سپرمونه د ښځې د مثل د تولید دستګاه ته ننوځي، چې دغه عملیه د القاح په نامه یادیږي.

امیدواري

د میلونونو سپرمونو څخه څو سوه محدود نفیرو ته ننوزي او د دې ډلې څخه یواځې څو دانې د هګۍ په شاوخوا تاوېږي او یواځي یو دانه هګۍ ته ننوځي. او کله چې دا یو سپرم هګۍ ته ننوځي نو له هګۍ څخه یو پوښ تاو شي تر څو نور سپرمونه هګۍ ته دننه نه شي. کله چې هګۍ القاح شي نو د رحم څخه د نفیرې په لورځي. چې دغه سفر ۵تر ۶ ورځو پورې وخت نیسي، چې په دې وخت کې زایګوټ حجروي ویش په لور ځي او څو وارې ویشل کیږي، له القاح ۱۱تر ۱۲ ورځې وروسته زایګوټ د یو کوچنۍ پنډوسکې په بڼه کېږي، چې د جنین په نوم یادیږي. جنین ځان د رحم په دیوال نښلوي او په هغه ځای کې ځای نیسي. دشپږو ورځو وروسته د نښلیدو عمل بشپړ او ښځه امیدواره کیږي.

your ads

د جنین انکشاف د پنځمې اونۍ په دوره کې زړه، مغز او نور غړي او د وینې رګونه په جوړیدو پیل او په چټکۍ وده کوي.

په معمولي توګه د امیدوارۍ موده تر ۴۰ اونیو پورې رسیږي. کله چې د زیږون دردونه پیل شي نو د عضلاتو حرکتونه ماشوم لاندې خوا ته ښووي او بالاخره د ماشوم د تولد لامل ګرځي.

تمرین

  1. هډوکي لرونکي کبان زیاتره ………… اچوي.
  2. ځیني چونګښې په …………. کالو کې بلوغ ته رسیږي.
  3. د چونګښې لاروا ته ………….. وايي.
  4. د یو بالغ سپرم حجره له ……………….. برخو څخه جوړه شوې ده.
  5. د نفیرو څخه د هګیو تیریدل ………….. ورځې وخت نیسي.
  6. له امیدوارۍ تر زیږون ……………. اونۍ په برکې نیسي

حل

تش ځایونو ځوابونه

  1. هګۍ
  2. دریوو
  3. ټیډ پول
  4. درې
  5. له ۳تر ۴ ورځو
  6. ۴۰ اونۍ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب