په شپږو ورځو کې پیداکیدل | قرآن علمي اعجاز

ستاسو هستونکی الله چې ځم که اوآسمانونه یی په شپږو ورځو کې پیداکړل (الاعراف ۵۴).
بله موضوع چې دقرآن اوننی ساینس په مینځکې همغږی جوتوی هغه دنړی عمر دی . پوهانو دنړی ټول عمر دشپاړسوو نه تراوولسومیلیاردو کلونو پوری اټکل کړی دی . قرآن وایی چې نړۍ په شپږو ورځو کې پیداشوې دغه دوه وخته سره له دې چې په ظاهره له یوبل سره په تضاد کې ښکاری خو په حیرانوونکی شول یوه له بل سره ورته والی لری په حقیقت کې دغه دواړه رقمونه صحیح دی یعنی چی نړۍ په شپږو ورځو  کی چې زموږ له اووه لس میلیاردو کلونو سره معادله ده پیداشوی.
اينيشتين په کال  ۱۹۱۵ کې روښانه کړه چې زمان نسبی دی یعنې دوخت بهیر د خلأ ، چټکوالی اودجاذبې قوې له نظره سره توپيرلری . په قرآن کې دشپږو ورځو یادونه کیدلای شی دشپږو پړاوونو په مانا وی.

ځکه په ځمکه کې یوه ورځ څلیریشت ساعته وی په داسې حال کې چې دنړۍ په یوه بله برخه کې  دبیلو شرایطو لاندې یوه ورځ له دی نه ډیره لنډه یا هم اوږد ه وی . دبیلګې په ډول دنپتون دکرې یوه شپه اوورځ څوارلس ساعته اولس دقیقې ده اویو کال یی له ۸، ۱۶۴ ورځو سره برابر دی . برسېره پردې دیوم کلمه نه یواځې دورځې بلکې دعصر ، زمانې ، پړاو، شېبې اووخت په مانا هم ده.

دنړۍ په لومړی پړاوکې ، وخت ډیر ژر له هغه څه نه چې موږ یی اوس وینو تیریده ، ځکه کله چې دسترې چاودنې په وخت کې ټوله نړۍ لکه دیوه زبېښل شوی  ټکی په شان   ؤ . دنړۍ ارتېدل دسترې چاودنې په پایله کې دهغې بریدونه دمیلیونونو کلونو په کچه پراخ کړل په حقیقت کې هغه وخت په خلأ کې دنړۍ کش کیدل په نړۍ کې دسترو مهمو انشعابونو لامل شو.دسترې چاودنې دشېبې انرژی دزمان یا دوخت چلند زرمیلیارده وارې له نن څخه ورو کړ. کله چې نړۍ پیداکېدله دوخت چټکتیا زرمیلیارده برابره له نن څخه چټکه وه.  یعنی چې زرمیلیارده دقیقې زموږ معادلې دی دنړۍ دهستۍ له یوې دقیقی سره. که شپږ ورځې وشمېرومعادلې به وی له شپږ زره میلیارده ورځو سره ، ځکه  دنسبیت دقانون په پام کې نیولو سره نړیوال وخت زر میلیارده برابره دځمکې دکرې له دوخت نه چټک دی. بیا نو شپږ زره میلیارده ورځې مساوی دی له     ۱۶۴۲۷ ميليونه کاله سره.

کاله 16427104723 = 365،25 / ورځې6000000000000

له بل پلوه دخلقت هره ورځ مساوی ده دځمکې دکرې دبیلابیلو له  دورو  اوپړاوونو سره. دلیل دادی چې هرڅومره نړۍ پراختیا موندلې وای دوخت بهیر به ورو شوی وای.  ځکه  چې دنړۍ جسامت له کله نه چې دیوه ټکی په شان وه دوه برابره شو نودوخت چټکتیا نیمایی ته راښکته شوه. که دخلقت هره ورځ دځمکې دکرې دوخت له مخې  محاسبه کړو لاندې پایلې په لاس راځې:
· دخلقت پیل ته په پاملرنې سره دپیدایښت لومړۍ ورځ چې ۲۴ ساعته کېږی برابریږی دځمکې دکرې له اتومیلیاردو کلونو سره.
· دوهم څلیریشت ساعته چې دنړۍ جسامت دوه برابره شو اوچټکتیایی نیمای شوه دځمکې دکرې له څلورو میلیاردو کلونو سره معادل دی.
·         په همدی توګه دریمه ورځ دځمکې دکلونو له دوو میلیاردو کلونو سره معادل دی.
·        څلورمه ورځ دځمکې له یو میلیارد کلونو سره معادله ده.
·        پنځمه ورځ دځمکې دکلونو له پنځه سوه میلیونو کلونو سره معادله ده.
·        اوشپږمه ورځ دځمکې له دوه نیم سوه میلیونو کلونو سره معادلیږی.

نو د نړۍ ددې شپږو ورځو  مجموعه دځمکې دپنځلس میلیارده اواووسوه پنځوس کلونو سره معادله ده. دغه موضوع په یوه ویشتمه پیړۍ کې روښانه شوه حال داچې څوارلس پیړۍ مخکې تردې په قرآن کې بیان شوې. چې داهم دقرآن اوساینس په مینځ کې دهمغږی اومعجزی څرګندوی دی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب