په عباداتو كې لومړيتوبونه

پرته له شکه الله تعالی مؤمنانو ته د خير او ښېګڼې په کارونو حکم کوي، په دې هکله الله تعالی فرمايي:
(يَا أَيُّهَا الَّذِيْنَ آمَنُوا ارْكَعُوا وَاسْجُدُوا وَاعْبُدُوا رَبَّكُمْ وَافْعَلُوا الْخَيْرَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (

مؤمنانو! رکوع او سجدې وکړی او دخپل پالونکي رب بندګي وکړی او دخير کارونه ترسره کړی، ترڅو بری مونده کړی.
پروردګار د لوی قران په بل مبارک آيت شريف د هغه چا په هکله چې د ښېګڼې په کارونو کې يو له بل څخه ګړنديوالی کوي ستاينه کوي او فرمايي:
(يُؤْمِنُوْنَ بِاللهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْروفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَأُوْلَئِكَ مِنَ الصَّالِحِيْنَ)
دوی پر الله او د اخرت پر ورځ تل ايمان او باور لري او نورو ته په نيکـۍ سره حکم کوي او له بدۍ څخه منع کوي او د خير په کارونو کې يو له بل څخه په وړاندې والی کې ګړندي ګامونه پورته کوي او همدا ډول خلک د صالحانو له ټولګي څخه دي.

د ښو كارونو شرطونه

د ښېګڼې کارونه څو شرطونه لري چې په ساتنې سره يې کارونه د ښېګڼې کار بلل کيږي او که نه نو بيا د خير او ښېګڼې کار نه شميرل کيږي:

لومړی: دا چې کار اوعمل بايد د الله تعالی د رضاء لپاره ترسره شي.
دوهم: دا چې کار بايد د شريعت له اصولو سره سم تر سره شي، په دې مانادا چې بايد کار اوعمل له اسلامي شريعت سره ټکر ونه لري.
دريم: دا چې که څوک مالي سرښنده کوي بايد حلال او پاکيزه مال د لښګت لپاره راوړاندې کړي.

په ښو كارونو كې لومړيتوبونه

لکه څرنګه چې مو مخکې وويل چې بايد کار او عمل له اسلامي اصولو سره سم وي او بله دا چې بايد نيت پکې خالص وي، يواځې د الله تعالی د رضاء لپاره ترسره،او دريم داچې که عمل مالي لګښت وي نوبايد مال پاک او حلال مال وي، نو له دې سره داهم اړينه ده چې د کارونو اوعملونو په اړه بايد اولويات او لومړيتوبونه په نظر کې ونيول شي، چې په لاندې ټکو کې ورته اشاره کوو:

لومړۍ قاعده:

ترټولو لومړنۍ قاعده په دې هکله داده چې د يوه باب په عباداتوکې الله تعالی تر هغه نفلي عبادت نه قبلوي تر څو يې چې ورڅخه د مخه فرضي عبادات نه وي ترسره کړي، د مثال په توګه چې کوم بنده داسې کار وکړي چې نفلي او سنت لمونځونه خو ډير ادا کوي، خو کله چې د فرضو وخت راشي هغه پر خپل ځای ترک کړي او ترسره يې نه کړي، د شرعي قاعدې له مخې الله تعالی دا ډول عمل نه قبلوي او زمونږ پوهان وايي چې دا رنګه خلک احمقان دي چې فرضي عبادات پريږدي او نفلي عباداتو ته تک شين ناست وي او په همدې توګه چې څوک نفلي لګښتونه کوي خو زکات چې يوه فرضي لګښت دی نه يې ورکوي

دوهمه قاعده

فرضي او ضروري کارونو باندې الله تعالی زيات راضي او زيات اجر او ثواب ورباندې ورکوي، که څوک غواړي چې الله تعالی ته محبوب شي نو بايد له ټولو د مخه فرايض په ښه توګه ترسره کړي، بيا واجبات او ورپسې سنت او نوافل، له همدې امله خورا اړينه ده چې مؤمنان تر ټولو د مخه د کارونو مراتب وپېژني او بيايې په ښه توګه په ترتيب سره ادا کړي، فرايض او واجبات په خپل وخت او ځای کې ادا کړي او سنت او نوافل په خپل وخت او ځای،همدا ډول بنده د عباداتو مراتب او لومړيتوبونه له پامه ونه غورځوي.

دريمه قاعده

په فرضي عباداتوکې هم بايد د وخت لومړيتوبونه په نظرکې وساتل شي د بېلګې په توګه دفرض لمانځه وخت چې راشي نوبايد همدا لمونځ اداکړل شي او هغه نور فرايض لا وخت يې شته، دفوت کيدو انديښنه يې نشته بايد وروستو کړل شي او کله يې چې نوبت راشي نو بايد په سمه توګه ترسره کړل شي.

څلورمه قاعده

متعدي کارونه له غير متعدي کارونو څخه زيات ثوابونه لري اوزيات غوره دي، متعدي کارونه هغه دي چې الله تعالی پرنورو امتونو باندې د دې امت د غوره والي لامل ګرځولی دی، متعدي عملونه هغه دي چې د دې له امله الله تعالی په ټولنو کې اصلاح او سمون رامنځ ته کوي او يا په بل تعبير متعدي کارونه او عملونه هغه دي چې مسلمان پخپله هم ورباندی اصلاح کيږي او د نورو داصلاح لامل هم ګرځي، په دې هکله الله تعالی فرمايي
وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُون
تاسې دې داسې امت شی چې خلک د خير کارونوته رابلي او خلکو ته په نېکنۍ حکم کوي او له بديو څخه يې منع کوي او همدا خلک برلاسي دي.
و الله تعالی په بل ځای کې فرمايلي:
كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُوْنَ بِاللهِ
تاسې غوره امت ياست د خلکو لپاره را ويستل شوي يی چې خلکو ته په نېکۍ حکم کوی او له بديو څخه يې منع کوی او تاسې پر الله ايمان لری .
او په حديث شريف کې راغلي دي:
من سنَّ سنة حسنة فله أجرها وأجر من عمل بها.
چاچې د ښه کار بنسټ کېښود، نودده لپاره پکې خپل اجر او دهغه چا اجر ده چې هغه په دې لاره باندې پل کيږدي

مولوي حسبان الله متوكل

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب