په عيسى علیه السلام سره زېرى؛ مریم رض

کله چي مريم رضی الله عنها بالغه سوه يعني ١٣ کلنۍسوه نو يوه ورځ دخپل محراب څخه دباندي دبيت المقدس لوري ته دتفريح لپاره روانه سوه چي دختيځ لوري ته يې حرکت کاوه ، دخپل قوم او کورنۍ څخه ليري وه چي ناڅاپه يې يو داسي ځوان وليدئ چي ډېر ښايښته وو ، ښه اندامونه يې وه او غوره ښکارېدئ کله چي دې دغه ځوان وليدئ نو دې ته يو ډول پريشاني پېښه سه ددغه ځوان په اړه ډول ، ډول اندېښنې ورته پېښېدلې نو ددغه ځوان څخه يې ځان پېچى ځکه دې ګومان کاوه چي زه په يوه داسي ځاى کي يم چي نه مي څوک ږغ اوري او نه مي فرياد اوري داسي نه چي دغه ځوان دناوړه کار په نيت ماته لاس را وا چوي. مريم رضی الله عنها دغه ځوان ته وويل:
قَالَتْ إِنِّي أَعُوذُ بِالرَّحْمَنِ  مِنْكَ إِنْ كُنْتَ تَقِيًّا (18) (سورة مريم الاية ١٨)
ژباړه : مريم رضی الله عنها وويل : زه ستاڅخه په الله جل جلاله  سره پناه غواړم که ته پرهېز ګاره يې.
مريم رضی الله عنها ګومان کړى وو چي دغه ځوان انسان دئ ، ددې بيخي په زړه کي نه راتلل چي دا دي ملائکه وي او الله جل جلاله  دي ددې لوري ته لېږلې وي چي دې ته په يوه هوښيار او ذکي زوى سره زېرى ورکړي ، داسي زوى دي چي الله جل جلاله  يې په پيغمبرۍ سره لېږي او زياته پوهه او حکمت به ورکوي . دغه ملائکه جبرائيل علیه السلام  وو دې ته راغلى وو څو ددې په ګرېوان کي پوه کړي او دا ددغه پوه کي څخه حمل داره سي همداسي يې وکړه ددې په ګرېوان کي يې پوه کړه مريم رضی الله عنها ددغه پوه کي څخه حمل داره سوه الله جل جلاله  يې په لاندني آيت کي يادونه کړې ده او فرمايي :
وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ مَرْيَمَ إِذِ انْتَبَذَتْ مِنْ أَهْلِهَا مَكَانًا شَرْقِيًّا (16) فَاتَّخَذَتْ مِنْ دُونِهِمْ حِجَابًا فَأَرْسَلْنَا إِلَيْهَا رُوحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًا سَوِيًّا (17) قَالَتْ إِنِّي أَعُوذُ بِالرَّحْمَنِ  مِنْكَ إِنْ كُنْتَ تَقِيًّا (18) قَالَ إِنَّمَا أَنَا رَسُولُ رَبِّكِ لِأَهَبَ لَكِ غُلَامًا زَكِيًّا (19) (سورة مريم الايات ١٦ الي ١٩)
ژباړه : ووايه په قرآن کي قصه دمريم رضی الله عنها کله چي دا دخپل کور څخه ختيځ لوري ته ولاړه نو دې دخپلي کورنۍ څخه فاصله ونيول نو موږ دې ته جبرائيل علیه السلام  ديوه ښايښته انسان په شکل ولېږئ دې ورته وويل : زه په الله جل جلاله  سره ستا څخه پناه غواړم که ته پرهېزګاره يې ، جبرائيل علیه السلام  وويل :بېشکه زه ستا درب  استازى يم ددې لپاره راغلى يم چي تاته يو زکي  هلک وبخښم.
مفسرين ليکي : هغه کس چي دمريم رضی الله عنها په ګرېوان کي يې پوه کړه جبرائيل  علیه السلام  وو چي په روح الامين او روح القدس سره ياد سوى دئ دوى دالله جل جلاله  په دې قول سره دليل وايي :
نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِينُ (193) عَلَى قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنْذِرِينَ (194)  (سورة شعرآء الايتان ١٩٣ ، ١٩٤)
ژباړه : روح الامين تاته راکښته سوى دئ ستا پرزړه باندي ددې لپاره چي ته دوېرونکو څخه سې.
همدا ډول کوم څوک چي ټولو انبياؤ علیهم السلام  ته يې وحي راوړي دي يقيني خبره ده چي جبرائيل علیه السلام  وو.
ابو حيان په خپل تفسير کي ليکي:
دغه ملائکه چي مريم رضی الله عنها ته په ښه او انساني شکل راغله وجهه داشي وه چي دا ونه بېريږي او نفرت ونه کړي ، که چيري ملائکه په خپل اصلي صورت کي ورته راغلې واى ممکن دې نفرت ځني کړى واى او داچي هغه ملائکه ديوه ښايسته ځوان په شکل ورته راغله وجهه داوه چي دا په دى امتحان وو چي دا څومره پاک لمنې ده . دا مبارکه په دې امتحان کي کاميابه سوه او خپل عفت يې ثابت کړ.
کله چي مريم رضی الله عنها پوه سوه چي دغه ځوان انسان نه دئ بلکي يوه ملائکه ده په انساني شکل راغلې ده نو ځکه يې بېره اوضطراب له منځه ولاړى ددغه ملائکي سره يې مينه پيدا سوه  خو داچي هغې دې ته دزوى زېرى ورکړ، په دې کي ډېره حيرانه سوه چي دې لره به څنګه زوى پيدا سي حال داچي دا پيغله ده ، تراوسه يې واده نه دى کړى ، او نه يې کوم نامشروع کار کړى دئ ، څنګه به دا زوى پيدا کړي؟ همدا وجه وه چي دې وويل :
قَالَتْ أَنَّى يَكُونُ لِي غُلَامٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِي بَشَرٌ وَلَمْ أَكُ بَغِيًّا (20) (سورة مريم الاية ٢٠)
ژباړه : دې وويل : څنګه به ماته زوى پيدا سي حال داچي زه تر  اوسه انسان نه يم مسه کړى او نه زه دناروا کار کونکې يم.
ملائکي دې ته په جواب کي وويل : داچي تاته به الله جل جلاله  زوى درکړي دا يوه الهي پرېکړه ده ، الله جل جلاله  پر هرشي باندي قادر دئ هيڅ شي دالله جل جلاله  دارادې منعه کونکى نسته .کله چي ديوشي کول وغواړي نو په محضي ورته وايي : (کن) يعني سه ، (فيکون) هغه شي دستي په دستي وسي . الله جل جلاله  په دې اړه فرمايي:
قَالَ كَذَلِكِ قَالَ رَبُّكِ هُوَ عَلَيَّ هَيِّنٌ وَلِنَجْعَلَهُ آيَةً لِلنَّاسِ وَرَحْمَةً مِنَّا وَكَانَ أَمْرًا مَقْضِيًّا (21) (سورة مريم الاية ٢١)
ژباړه : ملائکي ورته وويل : همداسي به کيږي ، بيا يې ورته وويل : دا کار ستا ورب ته ډېر اسانه دئ او ددې لپاره چي دغه کار  خلګو ته يوه نښانه سي . او دا کار زموږ دلوري څخه رحمت سي او بېشکه دا يو داسي کار دئ چي کېدونکى دئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب