په قرآن کريم کې د عيب پلټنه کول-د یو عیسوي کیسه

 (دغه مستشرق ډاکټر ګاري ملير دی، چې د تورنټو پوهنتون د رياضي او منطق څانګې استاد دی)

نوموړی نصرانيت ته د دعوت يو مخکښ سړی و، چې د انجيل په اړه ډېر مالومات لري، دغه سړي له رياضي سره لېونۍ مينه لرله ځکه يې نو له منطق او منطقي تسلسل سره ډېره مينه وه.
يوه ورځ يې غوښتل، چې قرآن کريم د ځينو تېروتنو موندلو په خاطر ولولي، چې وکړای شي نصرانيت ته پخپل دعوت کې ترې د مسلمانانو پرضد ګټه واخلي.

د ده تمه دا وه، چې ګني قرآن شريف به څوارلس سوه کاله مخکې يو داسې کتاب وي، چې يوازې له صحرا به غږېدلی وي… خو د قرآن په لوستلو کې هک پک شو… بلکې داسې څه يې کشف کړل، چې په وينا يې د ګردې نړۍ په هېڅ کوم بل کتاب کې نه دي راغلي … ده غوښتل، چې په قرآن کريم کې ځينې هغه ترخې پېښې ومومي، چې پر نبي محمد صلی الله عليه وسلم تېرې شوې دي، لکه د بي بي خديجې رضي الله عنها وفات او يا د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اولاد مړينه… خو دا هېڅ يې په قرآن کې ونه موندل.
بلکې د قرآن کريم یو داسې سورت (مريم سورت) يې وموند، چې د مريم بي بي بي درنښت او شرافت په کې ذکر شوی و. داسې يادونه، چې د نصاراوو په هېڅ کوم بل کتاب يا هېڅ اناجيل کې يې ذکر نه دی راغلی!!

هڅه يې وکړه، چې په قرآن کې د عائشې او يا فاطمې رضي الله عنهما په نامه سورت ومومي، خو ويې نه موند.
دغه عيسوي دعوتګر په قرآن کريم کې د عيسی عليه السلام نوم ۲۵ ځلې وموند، په داسې حال کې چې د رسول الله محمد صلی الله علیه وسلم نوم په قرآن کې يوازي ۴ ځلې راغلی دی، همدا وو چې حیران پاتې شو.

همدا لامل شو، چې قرآن په ډېر تدبر او ژورې مطالعې سره ولولي، خو د النساء سورت د ۸۲ نمبر ایت په لوستلو یې ټکان وخوړ: ((أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللّهِ لَوَجَدُواْ فِيهِ اخْتِلاَفًا كَثِيرًا)) {82}

ژباړه: (ایا دوی قرآن ته نه ځير کېږي؟ او که دغه (کتاب) له الله څخه پرته (د بل چا له پلوه) وای، نو په هغه کې به یې ډېر اختلاف موندلی وای.)

ډاکټر میلر ددغه ایت په اړه وايي ((په اوسني عصر کې چې مشهور علمي مبادئ د تېروتنو د موندلو په لټه کې دي، په تېره بیا په هغو نظریو کې د تېروتنو موندل، چې د صحت Falsification test په اړه یې شک موجود وي… عجیبه خو دا ده چې قرآن کریم مسلمانانو او نا مسلمانو خلکو ته په قرآن کې د تېروتنې موندلو اخطار ورکوي، خو په تېرو څوارلسو سوو کلونو کې څوک په دې کار ونه توانېدل!)).
دی د پورته ذکر شوي ایت په اړه دا هم وايي چې ((په نړۍ کې هېڅ داسې لیکوال نه شته، چې یو کتاب ولیکي او بیا ووايي چې تېروتنه نه لري، خو قرآن ددې برعکس دی، تل انسانانو ته خطاب کوي، چې قرآن کې د تېروتنو موندلو هڅه وکړي، خو هېڅ انسان دا کار تراوسه نه دی کړی او نه په ۱۴۰۰ کلونو کې کومه تېروتنه په کې موندل شوې ده.))

همداشان، ډاکټر میلر د الانبیاء سورت له ۳۰ ایت سره هم ډېر مکث کړی دی:

(( أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاء كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ)) {30} .

ژباړه: (ایا کافرانو نه دي لیدلي، چې اسمانونه او ځمکه دواړه سره نښتي وو او موږ هغه سره جلا کړل او له اوبو څخه مو هر ژوندی شی پیدا کړی دی؟ نو ایا دوی ایمان نه راوړي؟

دی وايي: ((دغه ایت کټ مټ د هماغې علمي موضوع مبحث دی، چې د ۱۹۷۳ کال د نوبل جایزه یې وګټله، د لویې چاودنې نظریه، چې وايي زموږ دغه نړۍ د یوې لویې چاودنې په پایله کې رامنځ ته شوې ده، چې اسمانونه او لوی ستوري هم په کې شامل دي.))
(رتق) له یوبل سره نښتي شي ته وايي، خو (فتق) بیا جلا کولو ته وايي.

د دغه ایت وروستۍ برخې راځو، چې اوبه یې د هر ژوندي څیز د ژوندي ساتلو لپاره ګرځولې دي، ډاکټر میلر یې په اړه وايي: ((دا کار له عجایبو څخه دی، داسې چې معاصر علم او ساینس په وروستیو کې ثابته کړه، چې ژوندۍ ژونکه (حجره) له سیتوپلازم Cytoplasm څخه جوړه شوې، چې اتیا سلنه استازیتوب یې کوي، او سیټوپلازم په اساس کې له اوبو څخه جوړ شوي… نو څرنګه یو نالوستی سړی کولی شي چې ۱۴۰۰ کاله مخکې، پرته له دې چې د الله لوري له اسمانه وحی پرې راشي، پر دغو ټولو څیزونو پوی شي.))

ډاکټر میلر له دغو ژورو بحثونو او پلټنو وروسته اسلام راوړ، او د نړۍ په ګڼو برخو کې یې ویناوې وکړې… همدارنګه، نوموړي له خپلو مخکنیو نصاراوو ملګرو سره هم ډېرې منظاهرې او مناقشې وکړې.

فيصل سافي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب