په قرآن کریم کې زموږ لپاره څه پیغام دی؟

الحمد لله قرآن کریم د الله رب العالمین کتاب دي چي په خپل رسول محمد صلي الله علیه وسلم باندې یې نازل کړی دی، لپاره د دې چي خلک له تاریکیو څخه روښنایي ته وباسي ، لکه الله تعالي چي یې په اړه فرمایي:

﴿ هُوَ الَّذِي يُنَزِّلُ عَلَىٰ عَبْدِهِ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لِيُخْرِجَكُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ ۚ  ﴾ [الحديد: ۹].

ژباړه: الله همغه ذات دي چې پر خپل بنده باندي څرګند روښانه ایتونه نازلوي، تر څو چي تاسي له تیارو څخه راوباسي ، رڼا ته مو راولي.

الله تبارک وتعالي په قران پاک کي د مخکنیو او وروستنیو خلکو اخبار موږ ته بیان کړي دي ، او د اسمانو او مځکي د خلقت بیان یې موږ ته په قرانکریم کي کړي دي، او په تفصیل سره یې راته په قران پاک کي حلال او حرام بیا ن کړي دي ،  د ژوند اصول او اداب او  اخلاق او احکام او عبادات او معاملات  راته کي بیان کړي دي، او د پیغمبرانو او صالحینو او مؤمنانو او کافرانو سیرت  یې په قران پاک کي راته بیان کړي دي ،او د جنت صفت یې راته بیان کړي دي چي د مؤمنانو کور دي ، او د دوزخ صفت یې راته بیان کړي دي چي د کفارو کور دي،  او الله تعالي یوا داسي کتاب رانازل کړي دي چي د هر شي څرګندونکي دي، لکه الله تعالي چې یې په هکله فرمايي:

﴿ وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَىٰ لِلْمُسْلِمِينَ ﴾ [النحل: ۸۹].

ژباړه : موږ دغه کتاب په تا نازل کړي دي ، چي په ډاګه ښکاره د هر شي څرګندونکي دي ، او د هغو خلکو لپاره هدایت ، رحمت او زیری دي چي د امر منني غاړه یې ایښي ده.

او په قرآن کریم کي د الله تعالي د اسماء او صفاتو بیان  دي او همدارنګه د الله تعالي  د مخلوق  بیان او په الله او ملایکو او رسولانو  او  د قیامت په ورځ  په  ایمان  راوړلو  بیان  په قران پاک کي موجود دي:

﴿ آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ ۚ كُلٌّ آمَنَ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِ ۚ وَقَالُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا ۖ غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ ﴾ [البقرة: ۲۸۵].

ژباړه ، پیغمبر ﷺ پر هغه هدایت ایمان راوړیدي، چي د هغه د رب له خوا پر هغه نازل شوي دي او څوک چي د دي پیغمبر ﷺ منونکي دي، هغوي هم دا هدایت د زړه په مینه منلي دي دوي ټولو الله ﷻ ، د هغه پرښتي ، د هغه کتابونه او دهغه پیغمبرانو کي یو له بله توپیر نه کوو ، موږ حکم واوریدي  بښني غوښتونکي یوو او همدا ستا لوري ته زموږ درتګ دي .

او په قرانکریم کي د قیامت ورځ او د هغي احوال او وروسته له مرګه ژوندون او حشر حساب کتاب او د حوض کوثر او پول صراط او میزان او د جنت نعیم او د  عذاب او د یو ځای کیدلو د خلکو لپاره د هغه عظیمي او لوي ورځې احوال بیان شوي دی:

﴿ اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۚ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ لَا رَيْبَ فِيهِ ۗ وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ اللَّهِ حَدِيثًا ﴾ [النساء: ۸۷].

ژباړه ، الله ﷻ ، له هغه څخه پرته هیڅ کوم بل خدای نشته ، هغه به تاسي ټول د قیامت په ورځ راټول کړي چي د هغي په راتګ کي هیڅ کوم شک او شبهه نشته ، او د الله ﷻ له خبري څخه ډیره زیاته رښتیني خبره د بل چا کیداي شي؟

او همدارنګه په قران کریم کي بلنه ده دې خبري ته چي د الله ﷻ په کایناتو کي  فکر وکړئ ،  او همدارنګه د قران کریم په معجزو کي غور او فکر وکړئ:

﴿ قُلِ انظُرُوا مَاذَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ ﴾ [يونس: ۱۰۱].

وقال سبحانه : ﴿ أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَىٰ قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا ﴾ [محمد: ۲۴].

او قرآن کريم د الله جل جلاله یو داسي کتاب دي چي د ټولو خلکو د هدایت لپاره الله تعالي رانازل کړي دی.

او قرآن کریم د هغه مخکنیو کتابونو لکه تورات او انجیل یا وغیره نورو کتابونو لره تصدیق کوونکي دي ،

او دا قرآن کریم هغه کتاب دي چي د قیامت تر ورځي پوري به دا قرآن حاکم وي بل کتاب نه راځي، خو که څوک ایمان پرې را نه وړي هغه کافر دي ، او په ورځ د قیامت به الله تعالی عذاب ورکړي،

قرانکریم داسي یو عظیم کتاب دي او داسي له اعجاز او فصاحت او بیان څخه ډک دي که چیرته دا کتاب  ، الله جل جلاله په یوه غره باندي نازل کړي وی، هغه غر  به د الله تعالي د ویري له وجي ټوټه ټوټه شوي وي،

او الله جل جلاله انسانانو او پیریانانو ته دا چیلینج ورکړي دي، چي تاسو په مثل د دې قران یو آیات یا یو سورت راوړي، خو لیکن هغوي له دي څخه عاجزه دي.

نو کله چي قرآن کریم داسي یو لوي اسماني کتاب دي ، چي پوره کامل او اخریني او له فصاحت او بلاغت څخه ډک دي، نو الله جل جلاله خپل محبوب پیغمبر صلي الله علیه وسلم  ته امر کوي، چي ته دا کتاب تر نورو خلکو پوري ورسوه ،

نو دا یو داسي کتاب دي چي د بلاغت او فصاحت څخه ډک ډیر د اهمیت څخه ډک او یو ډیر ښکلي پیغام يي موږ ته راوړي دي، خو لیکن نن موږ ته دومره بي اهمیته شوي دي چي یوار دې قران پاک ته ورګورو هم نه چي ما په کوم کتاب ایمان راوړي دي راځه چي نن یې وګورم چي په دي کتاب کي زما لپاره کوم پیغام دي،

او همدارنګه دا کتاب چي اي مسلمه نن ما او تا ایمان پري راوړي دي د کفارو تر بعزتي لاندي دی، خو ایا تا هم کله د دې کفارو په مقابل کي مبازره کړي ده ؟ که څه هم د قرآن ساتونکي الله دي ، خو والله العظیم د قیامت په ورځ به دي له ګریوان څخه ونیسي بیا به ستا جواب د الله ﷻ په حضور کي څه وي؟

لیکنه: عبد السلام حنفي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب