په قرآن کې د ریاضي معجزې

قرآن کریم د الله تعالی کتاب دي او ددې کتاب معجزې به د قیامت تر ورځې پاتې وي، هره ورځ پوهان په قرآن کریم کي نوې معجزې کشفوي، د قرآن کریم یوه معجزه عددي معجزه يا په قرآن کریم کي د ریاضي معجزه ده: چې د دغه الهي کتاب د حقانیت دلیل دی،

په قرآن کریم کي د عددونو معجزه یوه ډېره مهمه موضوع ده، دا موضوع اسلامي علماوو د احصایوي وسایلو او کمپیوټرونو له لارې څېړلې ده، تر دې چې دا د ریاضي معجزه يې يیدا کړې، دا معجزه په ارقامو او عددونو پورې اړه لري، خپله ارقام خبرې کوي، نو خبرو اترو، بحث او یا د هغو د ردولو لپاره هېڅ امکان نه پاتې کېږي، دا معجزه ثابتوي چې په حقیقت کې دا کتاب د الله تعالی له لوري دي

اوس دلته د قرآن کریم د عددي احصایو ځينې بېلګې وړاندې کوو:

۱- په قرآن کریم کي داسې کلمې دي چې مقابله کلمه يې په بشپړ ډول مساوي ورسره تکرار شوې مثلاً:

حیاة (ژوند) ۱۴۵ ځله ذکر شوی موت (مرګ) هم ۱۴۵ ځله ذکر شوی

الصالحات ۱۶۷ ځله ذکر شوی السيئات هم ۱۶۷ ځله ذکر شوی

الدنيا ۱۱۵ ځله ذکر شوی الآخرة هم ۱۱۵ ځله ذکر شوی الملائكة ۸۸ ځله ذکر شوی الشيطان هم ۸۸ ځله ذکر شوی

المحبة ۸۳ ځله ذکر شوی الطاعة هم ۸۳ ځله ذکر شوی

الهدی ۷۹ ځله ذکر شوی الرحمة هم ۷۹ ځله ذکر شوی

الشدة ۱۰۲ ځله ذکر شوی الصبر هم ۱۰۲ ځله ذکر شوی

السلام ۵۰ ځله ذکر شوی الطیبات هم ۵۰ ځله ذکر شوی

الجهر ۱۶ ځله ذکر شوی العلانیه هم ۱۶ ځله ذکر شوی

ابلیس ۱۱ ځله ذکر شوی الاستعاذة بالله هم ۱۱ ځله ذکر شوی

سود ۵۰ ځله ذکر شوی زیان هم ۵۰ ځله ذکر شوی

حزب الله ۳ ځله ذکر شوی حزب الشیطان هم ۳ ځله ذکر شوی

رجل(نارینه) ۲۴ ځله ذکر شوی امراة(ښځه) هم ۲۴ ځله ذکر شوی

صدقه ۷۳ ځله ذکر شوې رضایت هم ۷۳ ځله ذکر شوی (صدقه د الله تعالی د رضایت سبب کېږي)

مصیبت ۷۵ ځله ذکر شوی شکر هم ۷۵ ځله ذکر شوی

زکات ۳۲ ځله ذکر شوی برکت هم ۳۲ ځله ذکر شوی (یعنې په زکات کي برکت دی)

جهنم او مشتقات یې ۷۷ ځله ذکر شوي جنت او مشتقات يې هم ۷۷ ځله ذکر شوی

۲- ځينې کلمې چې په معنا کي ارتباط لري، يوه له بلې سره په کره او متوازن ریاضیکي تړاو ذکر شوې دي، د بېلګې په توګه:

الرحمن ۵۷ ځله ذکر شوی الرحیم ۱۱۴ ځله ذکر شوی (دوه چنده)

الجزا ۱۱۷ ځله ذکر شوی المغفره ۲۳۴ ځله ذکر شوی (دوه چنده)

الفجار ۳ ځله ذکر شوی الأبرار ۶ ځله ذکر شوی

(دوه چنده)

النور او مشتقات يې ۲۴ ځله الظلمة او مشتقات يې ۲۴ ځله ذکر شوي

العسر ۱۲ ځله ذکر شوی الیسر ۳۶ ځله ذکر شوی

(درې چنده)

قل (ووایه) ۳۳۲ ځله ذکر شوی قالوا (ويې ويل) ۳۳۲ ځله ذکر شوی

شهر (میاشت) ۱۲ ځله ذکر شوې (لکه وايي چې کال دولس میاشتې دی)

الیوم ۳۶۵ ځله ذکر شوې (لکه وايي چې کال ۳۶۵ ورځې دی)

که د (الدنیا) توري شپږ دي او همدا راز د (الحیاة) توري هم شپږ دي، د دنیا عناصر آسمانونه او هغه څه چي په آسمانونو کي دي او ځمکه او هغه څه چي په ځمکه کي دي، قرآن کریم وايې چي الله تعالی ځمکې او آسمانونه په شپږو ورځو کې پيدا کړي دي:

إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ يَطْلُبُهُ حَثِيثاً وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومَ مُسَخَّرَاتٍ بِأَمْرِهِ أَلا لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ تَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ

[لأعراف:۵۴]

(الدنيا) له شپږو تورو جوړه ده او الله تعالی دنیا په شپږو پړاوو کې پيدا کړې او د (الأنسان) توري اوه دي او انسان هم په اوو پړاوونو کې پيدا شوی دئ:

وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإنسان مِنْ سُلالَةٍ مِنْ طِينٍ ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَكِينٍ ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَاماً فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْماً ثُمَّ أَنْشَأْنَاهُ خَلْقاً آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِين [المؤمنون: ۱۲- ۱۴]

د «اعبدوا» کلمه درې درې ځله کارول شوې:

درې ځله ټولو خلکو ته په خطاب کې

درې ځله د مکې خلکو ته

درې ځله د نوح (علیه السلام) په ژبه خپل قوم ته

درې ځله د صالح (علیه السلام) په ژبه خپل قوم ته

درې ځله د عیسی (علیه السلام) په ژبه خپل قوم ته

د قرآن کلمې تر یوه قانون لاندې استعمال شوې:

قرآن کریم د تورو او کلمو د کارونې او حتی د هغو د شمېر له مخې ډېر دقیق دی، یو څو بېلګې يې په لاندې ډول دي:

۱- کله چي د سورت په پيل کي قرآن کریم ته «قرآن» کلمه کارول شوې، په هغه سورت کي د قرآن کلمه تر «کتاب» زیاته راځي، کله چې د سورت په پيل کې قرآن کریم ته د «کتاب» کلمه کارول شوې وي، په هغه سورت کې د «کتاب» کلمه تر «قرآن» زیاته کارول کېږي، که د سورت په پيل کي قرآن کریم ته «قرآن» او «کتاب» دواړه کارول شوي وي، په هغه سورت کې «قرآن او کتاب» دواړه په مساوي توګه او یا کابو په مساوي توګه کارول کېږي.

د بقرې سورت په پيل کي راځي: «ذلک الـکـتاب»، په دې سورت کي د «کتاب» کلمه او مشتقات يې (۴۷) ځله راغلي، حال دا چې د «قرآن» کلمه او مشتقات يې یوازې په « شهر رمضان الذي انزل فـيه الـقـرآن» کي يو ځل راغلي دي،

د طه سورت په پيل کي راځي: «ما انزلنا عليک القرآن لتشقي» په دې سورت کې د «قرآن» کلمه درې ځله او «کتاب» یو ځل راغلی،

د نمل سورت په پيل کي راځي: «تلک آيات الـقـرآن و کتاب مبين»، په دې سورت کي د «قرآن» کلمه څلور ځله راغلې او د کتاب کلمه پنځه ځله راغلې.

۲- تګلاره او رویه چي په اسلام کي د مسلمانانو لپاره ټاکل شوې او وړاندیز شوې هغه «صراط مستقیم» ده، «صراط مستقیم» منځنۍ، متوازنه، متعارفه، معتدله لاره ده، یعنې سړی باید نه ظلم وکړي او نه ظلم ومني، نه مصرفي او نه تجملاتي ژوند وکړي او نه خپله هستي او نیستي صدقه کړي او نه په تنګلاسۍ کې ژوند وکړي، نه ژوند پرېږدي او نه آخرت، بلکې پنځوس پنځوس يې واخلي

په همدې اړه خپله قرآن کریم هم د «صراط مستقیم» لاره او رویه نیولې، مثلاً د «دنیا او آخرت» کلمې دواړې (۱۱۵) ځله راغلې دي

۳- په اسلامي ارزښتونو کي تر ټولو لوړ ارزښت الله تعالی دئ، په همدې رابطه په قرآن کریم کې تر ټولو زیات د «الله» نوم چي (۲۷۰۲) ځله راغلی دی، د «الله» له کلمې وروسته د «رب» کلمه چي د الله تعالی صفت دی، زیاته کارول شوې چې (۹۸۰) ځله ذکر شوی

۴- په قرآن کریم کي د بر یا (وچې) کلمه (۱۳) ځله او بحر (۳۲) ځله یاد شوی، چې ټول (۴۵) کېږي او که د هغو فیصدي وشمېرو:

اوبه+ وچه= ۴۵=۱۳+۳۲ — اوبه = %۱۱۱۱۱۱۱/۷۱= ۱۰۰ × ۴۵/۳۲

وچه = % ۸۸۸۸۸۸۸۹/۲۸ = ۱۰۰ × ۴۵/۱۳ — اوبه+ وچه = % ۰۰/۱۰۰

د بشر وروستیو څېړنو ثابته کړې چي اوبه (۱۱۱%/۷۱) او وچه (۸۸۹/۲۸ %) ده

۵- د «يوم» کلمه د ورځي په معنا (۳۶۵) ځله راغلې، چي د کال له ورځو سره برابره ده (البته کال ۳۶۵ ورځې او اته ساعته دی، خو ۳۶۵ تر ټولو نږدې ممکن عدد دی) په جمع او مثناوو کي (۳۰) ځله کارول شوی چي د میاشتې د ورځو شمېر ښيي، د میاشتې کلمې (۱۲) ځله راغلې چې د کال میاشتې هم دولس دي،

وايې چې د یهودو یوه عالم له حضرت علي کرم وجهه نه پوښتنه وکړه: ولې قرآن کریم په غار کي د اصحاب کهف د خوب وخت (۳۰۹) کاله را اخیستئ، په داسې حال کي چي زموږ په تورات کې (۳۰۰) کاله راغلی،

حضرت علي کرم وجهه وفرمایل: ستاسو کلونه شمسي (لمریز) دي، خو زموږ کلونه قمري دي (۳۰۹) قمري کلونه له (۳۰۰) شمسي کلونو سره مساوي دی،

د یهودو لمریز کال پوره (۳۶۵) ورځې دی ۱۰۹۵۰۰=۳۶۵×۳۰۰

خو قمري کال (۳۵۴) ورځې ۸ ساعته او (۴۸) دقیقې دی

۱۰۹۵۰۰= (۴۸ دقیقې او ۸ ساعته او ۳۵۴ورځې) × ۳۰۹

نو (۳۰۰) شمسي کلونه له (۳۰۹) قمري کلونو سره برابر دي، نه یوه ورځ کم نه زیات،

دا په داسې حال کي ده چي د قرآن کریم له نزول وروسته تر ډېره شپه ورځ په څلورویشت ساعتونو او هر ساعت په (۶۰) دقیقو نه وو ویشل شوی او حتی ساعت هم نه وو اختراع شوی

۶- د صلاة (لمانځه) کلمه پنځه ځله په قرآن کریم کي راغلې، یعنې له شمېر سره يې برابره ده

۷- په ټولو حیواناتو نارینه او ښځينه جنسونو کي د کروموزومونو شمېر مساوي دی، خو یوازې د شاتو مچۍ توپير لري، چې ښځينه جنس ۱۶ جوړې کروموزومونه لري او نارینه جنس یوازې (۱۶) کروموزومونه لري، جالبه دا ده چي د قرآن کریم (۱۶) مه سوره د شاتو مچۍ (نحل) نومېږي

په قرآن کریم کي عددي اعجاز:

د ۱۹ عدد معجزه:

۱- د الله تعالی د کلام کیلۍ «بِسْم الله الرحمن الرحيم» ده چې (۱۹) توري لري

۲- لومړی سورت چي نازل شوی د علق سورت دي چي د قرآن له پایه نولسمه سوره ده

۳- د علق سورت (۱۹) آیتونه لري او (۲۸۵) توري چي په (۱۹) د وېش وړ دي

۴- قرآن کریم (۱۱۴) سورتونه لري چي په نولسو د ویش وړ دي

۵- لومړۍ وحي چي راغلې (۱۹) کلمې وې

۶- دا نولس کلمې (۷۶) توري لري چي په (۱۹) د ویش وړ دي

۷- په دویم نزول کي جبرائيل علیه السلام (۳۸) کلمې راوړې چي پر (۱۹) د وېش وړ دي، یعنې دوه چنده دی

۸- په دريم نزول کي جبرائیل علیه السلام (۵۷) کلمې راوړې چي په (۱۹) د وېش وړ دي، یعنې درې چنده دی

۹- له «التوبه» سورت ټول سورتونه «بِسْم الله الرحمن الرحيم» لري، په نمل سورت کي دوه ځله راغلې نو په ټوله قرآن کریم کي (۱۱۴) ځله «بِسْم الله الرحمن الرحيم» راغلې چي په (۱۹) د وېش وړ ده

۱۱- که له سورت التوبه نه يې وشمارو، نمل سورت (۱۹) ام سورت دی

۱۲- په نمل سورت کي د دوو «بِسْم الله الرحمن الرحيم» تر منځ (۳۴۲) توري دي چې پر (۱۹) د وېش وړ دي

۱۳- په قرآن کریم کي زیات عددونه راغلي لکه موږ څلوېښت شپې موسی دعوت کړ، موږ اووه اسمانونه پيدا کړل او… چې ټول (۲۸۵) کېږي او په (۱۹) د وېش وړ دي

۱۴- د مدثر سورت په (۳۰) آیت کي راغلي چې دوزخ (۱۹) ساتونکي لري

۱۵- د نصر سوره چې وروستۍ نازله سوې سوره ده، (۱۹) کلمې لري او لومړی آیت يې (۱۹) توري لري

۱۶- قرآن کریم (۱۱۴) سورتونه لري چې د (۱۹) مضرب دی

د اووه ۷ عدد معجزې:

۱- په قرآن کریم کي په ډېرو آیتونو کې اووه آسمانونه ذکر شوي، لکه په لاندې آیتونو کي:

هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُم مَّا فِي الأَرْضِ جَمِيعًا ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاء فَسَوَّاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ (بقره: ۲۹)

قُلْ مَن رَّبُّ السَّمَاوَاتِ السَّبْعِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيم ِ(مومنون: ۸۶)

الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا مَّا تَرَى فِي خَلْقِ الرَّحْمَنِ مِن تَفَاوُتٍ فَارْجِعِ الْبَصَرَ هَلْ تَرَى مِن فُطُورٍ (ملک: ۳)

أَلَمْ تَرَوْا كَيْفَ خَلَقَ اللَّهُ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا (نوح: ۳)

۲- مسلمانان د حج پر مهال اووه ځله د کعبې شریفې پر چاپېر طواف کوي او جالبه دا ده چې د «طواف» کلمه او مشتقات يې هم په قرآن کریم کي اووه ځله راغلي، لاندیني آیتونه:

«…إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَن طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ» (بقره: ۱۲۵)

«…أَن لَّا تُشْرِكْ بِي شَيْئًا وَطَهِّرْ بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْقَائِمِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ» (حج: ۲۶)

«فَطَافَ عَلَيْهَا طَائِفٌ مِّن رَّبِّكَ وَهُمْ نَائِمُونَ» (قلم: ۱۹)

«…فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِ أَن يَطَّوَّفَ بِهِمَا وَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًا فَإِنَّ اللّهَ شَاكِرٌ عَلِيمٌ» (بقره: ۱۵۸)

«ثُمَّ لْيَقْضُوا تَفَثَهُمْ وَلْيُوفُوا نُذُورَهُمْ وَلْيَطَّوَّفُوا بِالْبَيْتِ الْعَتِيق» (حج: ۲۹)

«…جُنَاحٌ بَعْدَهُنَّ طَوَّافُونَ عَلَيْكُم بَعْضُكُمْ عَلَى بَعْضٍ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ» (نور: ۵۸)

۳- اووه سورتونه په تسبیح پيل شوي دي:

سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى (سورة الاسراء)

سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ (سورة الحدید)

سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ (سورة الحشر)

سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ (سورة الصف)

یسَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ (سورة الجمعه)

یسَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ (سورة التغابن)

سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى (سورةالاعلی)

۴- د قرآن لومړۍ سوره (فاتحه) اووه ایتونه لري

۵- د نور سورت په (۳۵) اآیت کي د الله تعالی د نور لپاره تمثیل ته په اوو پړاوونو کي اشاره شوې ده:

«مَثَلُ نُورِهِ كَمِشْكَاة»

«فِيهَا مِصْبَاحٌ»

«الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ»

«الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّيٌّ»

«يُوقَدُ مِن شَجَرَةٍ مُّبَارَكَةٍ زَيْتُونِةٍ لَّا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ»

«يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِيءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ»

«نُّورٌ عَلَى نُورٍ»

۶- په مومنون سورت کي د انسان د خلقت اووه پړاوونه راغلي:

۱-«وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن سُلَالَةٍ مِّن طِينٍ»

۲-«ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَّكِين»

۳-«ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً»

۴-«فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً»

۵-«فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا»

۶-«فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا»

۷-«ثُمَّ أَنشَأْنا»

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب