په لمانځه کې خشوع او خضوع څه ته وايي؟

قیام ، قرأت ، رکوع ، سجده ، قعده اوداسي نور د لمانځه جسم دي او د هغه روح خشوع او خضوع ده. څرنګه چې یو جسم له روح پرته هیڅ حیثیت نه لري همداسي لمونځ هم دی ، نوځکه ضروري ده چې خپل لمونځونه داسي اداء کړو چې د جسم د ټولو غړیو د بې طرفي سره سره زړه هم بې طرفه شي چې لمونځ مو له روح یعني خشوع او خضوع سره اداء شي. د زړه بې طرفي داده چې په لمانځه کې په قصدسره خیالات اووسوسې پیدانه کړو اودالله جل جلاله دعظمت اوجلال نقش په خپل زړه باندي دنقش کولو کوشش وکړو ، اودبدن دغړو بې طرفي بیاداده چې په لمانځ کې هلته دلته ونه ګورو ، دوېښتانو اوجامودسمولو اوبرابرولوپه فکرکې نه شوبلکه په عاجزي اوانکساري سره په داسي کیفیت لمونځ اداء کړو لکه دیوبادشاه په مخ کې چې ولاړیو

قدافلح المؤمنون الذین هم في صلاتهم خاشعون (سورہٴ الموٴمنون ۱، ۲)
بېشکه هغه مؤمنان کامیاب دي چې په لمانځه کې خشوع کونکي دي
په قرآن کریم اونبوي احادیثو کې دلمانځه په خشوع خضوع اواطمنان سره دلمانځه اداء کولو باربار یادونه شوي ،ځکه اصل لمونځ هم هغه دی چې په خشوع خضوع اطمنان اوسکون سره اداء کړل شي ، اوپه همداسي لمونځ باندي الله تعالی انسان ته ددنیااوآخرت کامیابي ورکوي ، لکه چې په لاندي قرآني آیتونواوحدیثونوکې ددي وضاحت موجوددی
” وَاسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلَّا عَلَى الْخَاشِعِينَ ( البقرہ ۴۵) په صبراولمانځه سره کومک حاصل کړئ اوبېشکه دالمونځ ډيردرونددی ماسیوا[پرته ]پرخشوع کونکیو،
بل ځای الله تعالی فرمایي :
حَافِظُوا عَلَى الصَّلَوَاتِ وَالصَّلَاةِ الْوُسْطَى وَقُومُوا لِلَّهِ قَانِتِينَ (۲۳۸البقره )
ساتنه کوئ دټولولمنځونواوددرمیانه [مازدیګر]لمونځ اودالله په وړاندي په ادب سره درېږئ

له حضرت ابوهریره رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چې کله اقامت واورئ نوپه پوره سکون اطمنان اووقارسره لمانځه ته راشئ اوتلواره مه کوئ،چې څومره لمونځ ونیسئ هغه وکړئ اوچې تېرشوی وي هغه وروسته پوره کړئ ،
صحیح بخاري

په یوبل روایت کې له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مسجدته تشریف راوړ ،په دي مهال یوبل کس هم مسجدته راغی اولمونځ یې وکړ ،بیارسول الله ته راغی اوسلام یې وکړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم دسلام ځواب ورکړاوورته یې وفرمایل ورشه لمونځ دي وکړه تالمونځ نه دی کړی ! هغه هم ولاړ بیایې په همهغه طریقه لمونځ وکړ اوراغی ، بیایې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سلام وکړ ، رسول الله صلی الله علیه وسلم بیاورته وفرمایل ولاړشه لمونځ دي وکړه تالمونځ نه دی کړی ! همداسي درې ځله مکررشو آخرهغه صحابي عرض وکړ زمادي په هغه ذات قسم وي چې ته یې په حق سره رالیږلی یې زه تردي ښه لمونځ نه شم کولی ،ماته لمونځ راوښایه ! رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې کله لمانځه ته ودریږي نوالله اکبروایه بیاچې څومره له قرآن کریم ویلی شي ویې وایه بیارکوع ته چې لاړشي نوپه اطمنان اوکرارسره رکوع وکړه بیاله رکوع څخه چې راپورته شي نوپه ارام سره ودریږه بیاسجدي ته لاړشه نوپه اطمنان سره سجده وکړه ، صحیح بخاري
حضرت عثمان بن عفان رضی الله تعالی عنه فرمایې : چې ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چې ویل یې : هرمسلمان چې دفرض لمانځه دوخت په رارسیدلوسره په ښه توګه اودس وکړي بیاپه ښه عاجزي سره لمونځ وکړي او رکوع هم په ښه طریقه سره وکړي نوچې ترڅوپوري کومه کبیره ګناه ونه کړي دالمونځ یې دتېرو شووګناهونوکفاره ګرزي اودافضیلت دهمیشه لپاره دی ، صحیح مسلم
له حضرت عقبه بن عامررضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : هرڅوک چې په ښه توګه اودس کوي اوبیادوه رکعته په دي ډول کوي چې زړه یې د لمانځه طرف ته متوجه وي اودبدن په غړو کې یې سکون وي نودهغه لپاره یقینا جنت واجبیږي ، ابوداود

له حضرت ابوذررضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : الله تعالی خپل بنده ته ترهغه توجه کوي ترڅوچې هغه په لمانځه کې بل طرفته نه متوجه کیږي ، اوچې کله بنده په لمانځه کې خپله توجه له الله څخه واړوي نوالله تعالی هم له هغه څخه خپله توجه اړوي ، رواه النسائی
له حضرت ابوقتاده رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :بدغل هغه څوک دی چې له لمانځه څخه غلاکوي ، صحابه کرامو عرض وکړ ای دالله رسوله په لمانځه کې څه ډول غلاکیږي ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : دهغه رکوع اوسجده په صحیح توګه نه اداء کول (یعني له اطمنان اوسکون پرته لمونځ کول ) مسنداحمد ،طبراني
له حضرت عماربن یاسررضی الله عنهما څخه روایت دی چې ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چې ویل یې : انسان چې له لمانځه څخه فارغ شي نو دهغه لپاره لسمه حصه ثواب لیکل کیږي ، همداراز دځینولپاره نهمه حصه ، دځینولپاره اتمه حصه ، همداراز اومه ، شپږمه ، پنځمه ،څلورمه ،درېیمه اونیمایي حصه لیکله کیږي = ابوداود ، نسائي ، صحیح ابن حبان
له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : الله تعالی دداسي کس لمونځ ته بیخي ګوري نه چې درکوع اوسجدي په مابین کې (قومه ) کې خپله ملاسیده نه کړي ،(یعني سیده ونه دریږي ) مسنداحمد

your ads

حضرت حذیفه رضی الله عنه یوکس ولید چې دلمونځ کولو په مهال یې رکوع اوسجده په سمه طریقه نه اداء کوله ، نوکله چې هغه له لمانځه فارغ شو نوحضرت حذیفه رضی الله عنه ورته وفرمایل : تاسولمونځ نه دی کړی ، که په دي ډول لمونځ کولو سره مړشي نودمحمدصلی الله علیه وسلم له دینه پرته مړشوي ، (بخاري )
له حضرت جابربن سمره رضی الله تعالی عنه روایت دی چې موږته رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی اوویې فرمایل : زه تاسو ګورم چې په لمانځه کې دآس دلکۍ په شاني خپل لاسونه پورته کوئ په لمانځه کې سکون اختیارکړئ ، (مسلم)
له حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنهماڅخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په اجزاؤ دبدن دسجدي کولو حکم کړی اوهمدارازددي خبرحکم یې کړی چې په لمانځه کې خپلي جامي اووېښتان مه پیچئ ، (بخاري ومسلم )
له حضرت عبدالرحمن رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم منع کړي دکارغه غوندي له مشوکي وهلو ، (یعني په تلواره تلواره لمونځ کولو ) اوددرنده په پوستکي دلمونځ کولو اوله دي څخه چې کوم څوک په مسجدکې دلمانځه لپاره کوم خاص ځای وټاکي لکه اوښ (چې په خپل اصطبل کې ) یوخاص ځای ټاکي ، مسند احمد، ابوداؤد، نسائي ،ابن ماجه ، صحیح ابن حبان )

حضرت ابودرداء رضی الله عنه فرمایې : ترټولولمړی هغه علم چې له خلکوڅخه به پورته شي هغه دخشوع علم دی ،هغه وخت لیري نه دی چې مسجدته به ډیرخلک راځي خوتاسوبه پکې یوخشوع کونکی هم ونه وینئ (ترمذي)
په لمانځه کې دخشوع پیداکولو طریقه
له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : څه وخت چې دلمانځه لپاره اذان کیږي نوشیطان په داسي حال کې چې بادونه یې وزي منډي وهي ، بیاچې کله اذان ختم شي نوبیرته راشي اوکله چې اقامت شروع شي بیاهغه په منډو شي ، اوله اقامت ختمیدلو وروسته بیرته راشي چې دلمونځ کونکي په زړه کې وسوسه اچوي ، هغه لمونځ کونکي کې هغه اودغه خبري ورپه یادوي ، داسي داسي خبري وریادوي چې هغه خبري لمونځ کونکي ته پخوایادنه وي آن داچې لمونځ کونکي داخیال هم نه وي چې څورکعته یې وکړل ، (مسلم ، باب الاذان )
دشیطان لمړنی کوشش داوي چې مسلمان له لمانځه څخه منع کړي ،ځکه لمونځ دالله تعالی په اطاعاتوکې تر ټولو کې افضل کاردی ، لیکن چې دالله تعالی یوبنده دشیطان له ټولو کوششونوسره سره دالله تعالی ترټولو محبوب عمل لمانځه باندي شروع وکړي نو هغه بیادلمانځه روح یعني خشوع اوخضوع څخه دمحروم کولو کوشش کوي ، ځکه هغه په لمانځه کې مختلف دنیاوي امور وریادوي اودلمانځه له روح څخه یې غافله کوي ، لکه څرنګه چې په پورتني مبارک حدیث کې راغلي ، نوځکه مسلمان ته په کارده چې هغه ټولي هغه هڅي وکړي چې دهغه له امله لمونځ په خشوع اوخضوع سره اداء کړي ،
دقرآن اوحدیث دتعلیماتوپه رڼاکې په لمانځه کې دخشوع اوخضوع پیداکولو څواسباب ذکرشوي که په هغوی باندي عمل وشي نو ان شاء الله دشیطان له شرڅخه به محفوظ شي اولمونځ به مو په خشوع اوخضوع سره اداء شي
ترلمانځه له مخه ۔
لمړی : کله چې اذان واورئ نو دنیاوي مشاغل بایدپرېښودل شي ،داذان دکلماتو جواب ورکړو اوداذان په ختمیدلوسره په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود ووایو اوله هغه وروسته دعاوکړو
دوهم : دانساني حاجت څخه ځان فارغ کړو ، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : دخوراک په موجودګي کې [که چېري واقعا موورته اشتهاکیږي ] لمونځ مه کوئ اونه په داسي حال کې چې دانساني حاجت سخته تقاضا وي ، صحيح مسلم
درېیم : دبسم الله په ویلو سره دسنت مطابق اودس وکړو څکه دهراندام له پریمنځلو سره دهغه آخري څاڅکي سره په هغه اندام کړل شوي کوچني ګناهونه هم معاف کیږي اوداوداسه له امله به دانسان دبدن غړي دقیامت په ورځ زیات روښانه اوځلیدونکي وي چې دهغه له امله به دانبیاؤ سردارحضرت محمدصلی الله علیه وسلم خپل امتیان پيژني
څلورم : صاف ستره جامي واغونده ، ځکه الله تعالی فرمایې ﴿یَا بَنِی آدَمَ خُذُوا زِینَتَکُم عِندَ کُلِّ مَسجِد﴾․ سورة الاعراف ۳۱ آية ای دآدم اولاده ! دهرلمانځه په مهال داسي جامي غوندئ چې له سترسره سره پکې ښایست هم وي : همدارازګران پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایې : الله تعالی ښایسته دی هغه ښایست خوښوي ، مسلم
یادونه : تنګي جامې لکه تنګ پتلون هیڅ کله مه استعمالوئ په مبارکو حدیثونوکې له تنګو جامو اغوستلو څخه منع راغلي ده ، همدارازنارینه باید پایڅي له بجلکو پورته کړي په حدیثونو کې تربجلکو دپایڅو لاندي څوړندولو په اړه سخت وعیدونه وارد شوي
پنځم : هرهغه څه چې په لمانځه کې دي له الله تعالی غافل کوي ترلمانځه یې مخکې لیري کړه لکه موبایل بایدبند وساتي
شپږم : د خپل وسع مطابق له سخت یخ اوسختي ګرمي څخه دځان ساتني اسباب غوره کړئ ،
اوم : دشور اورش په ځای کې له لمانځه کولو ترڅوموپه وس پوره وي ځان وساتئ ،
اتم : نارینه باید کوشش وکړي چې لمونځ په مسجدکې اداء کړي اومیرمني دي په کورکې ،
نهم : په حلال رزق که څه هم لږوي اکتفاء وکړل شي ،
لسم : داچې په لمانځه کې موخشوع اوخضوع پیداشي نو له الله تعالی څخه به دعاغواړو ،
ترلمانځه شروع کولو وروسته
لمړی : په ډیرادب اواحترام سره دخپلي عاجزي اوانکساري اودالله تعالی لوړشان عظمت اولویي په نظرکې نیولو سره دواړه لاسونه پورته کولو سره الله اکبرووایه ، اوپه زړه کې دایقین پیداکړه چې الله تعالی ډیرلوی دی اوهم هغه سر ه دزړه مینه په کارده ، له هغه پرته ټول څه حقیر اوډیرکوچني دی ، په لمانځه کې له ټولودنیاوي امورو څخه تعلق ختم اوټوله توجه دالله تعالی لوري ته کړئ ، هغه ذات چې موږ یې له یوې ناپاکي قطري څخه په ډيرښایسته صورت پیداکړو اوله مرګ وروسته به بیادهغه په وړاندي ددي دنیاوي ژوندحساب ورکوو
دوهم :ثناء ، سورة فاتحه ، سورة ، درکوع اوسجدي تسبیحات ، دجلسي اوقومې دعاوي ، التحیات ، په نبي علیه الصلوة والسلام درود اودعاء په غورفکرکولو اواطمنان سره ووایه که تدبر اوتفکرنه شي کولی نو کم ترکمه دومره باید معلوم وي چې دلمانځه په کوم رکن کې یم اوڅه وایم
درېیم : په دي یقین سره لمونځ کوئ چې په لمانځه کې له الله تعالی سره مناجات کوم ، لکه څرنګه چې دحضرت انس رضی الله عنه په روایت شوي حدیث کې تېرشول ، همدارازپه یوبل حدیث کې دي چې دسورة فاتحه [الحمدلله ] دتلاوت په مهال الله تعالی دهرآیت په اختتام بنده ته مخاطب کیږي ،
څلورم : دخپل نظر حفاظت وکړئ ، همدارازدوېښتانواوجامو سمولوکې ځان مه بوخت کوئ ،
پنځم :دسجدي په مهال دایقین کوئ چې اوس الله تعالی ته ډيرنږدي یم ،لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي : بنده دلمانځه په مهال دسجدي په حالت کې خپل رب ته ترټولو زیات نږدي وي ، (مسلم)
شپږم : دلمانځه ټول ارکان اواعمال په اطمنان اوسکون سره اداء کړئ ،
اوم :درسول الله صلی الله علیه وسلم دسنتو مطابق لمونځ اداء کړئ
اتم : په لمانځه کې دخشوع اوخضوع کوشش کولو سره سره که بي اختیاره ذهن کوم بل طرف ته ځي نو کوشش وکړئ چې سمدستي لمانځه ته توجه وکړئ ، اوداډول ذهن بل طرف ته په تلو سره ان شاء الله په لمانځه کې تاوان نه پېښیږي ، خوباید حتی الامکان کوشش وشي چې ذهن کوم بل طرف لاړنه شي
یادونه : په لمانځه کې دخشوع اوخضوع پیداکولو لپاره دالله تعالی ذکر هم خاص اهمیت لري نوځکه سهاراوماښام په پوره پابندي سره دالله تعالی ذکرکوئ ځکه دالله تعالی په ذکرکولو سره شیطان دفع کیږي اودهغه زورماتیږي اوزړه دګناهونو له زنګ څخه ورباندي صفاکیږي ،

په لمانځه کې دخشوع اوخضوع پیداکولو اودلمانځه دقبولیت ترټولومهم اوبنیادي شرط اخلاص دی ځکه داعمالو قبولیت انحصار په نیت اواراده پوري تړلی ، لکه څرنګه چې دبخاري شریف په لمړني حدیث کې دي ، انماالاعمال بالنیات : بېشکه داعمال دارومدار په نیت پوري تړلی ،هرسړي ته هم هغه رسیږي چې دهغه نیت یې کړی وي …….. نوځکه دلمانځه له اداء کولو څخه که هغه فرض وي اوکه نفل مقصد یواځي دالله تعالی رضامطلوب وي ، نورو ته دځان ښوودني لپاره لمونځ مه کوئ ځکه دریاکار لمونځ په مبارکو احادیثوکې ددجال ترفتني هم زیاته فتنه اوشرک بلل شوی

له حضرت ابوسعید خدري رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې موږ دمسیح دجال یادونه کوله چې په دي مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم تشریف راوړ، اوویې فرمایل : زه تاسو ددجال له فتني نه دزیاتي خطرناکي فتني نه خبرنه کړم؟ موږ ورته وویل ولي نه ای دالله رسول ! رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : شرک خفي تردجال هم زیات خطرناک دی اوهغه داچې یوانسان په لمانځه ولاړوي اولمونځ ددي لپاره اوږدوي چې یوڅوک یې وویني : (ابن ماجه باب الریاء والسمعة
حضرت شدادبن اوس رضی الله عنه فرمایي چې ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چې فرمایل یې : چاچې خلکوته دځان ښکاروني لپاره لمونځ وکړ هغه شرک وکړ = مسند احمد ۔ج ۴، ص۱۲۵
الله تعالی دي زموږ ټولو لمونځونوکې خشوع اوخضوع پیداکړي ، آمین

لیکنه: م . محمد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب