په لمانځه کې د سُتري ضرورت ، فوائد او احکام 

د سُتري په باره کې ډير خلک غلطه نظريه لري هغه دا چي دوي فکر کوي چې ستري ته هغه وخت لمونځ کول پکاردى چي د يو چا ( خصوصا د سپي خره او ښځي ) د تيريدلو احتمال وي که د چا د تيريدلو احتمال نوي نو بيا ستري ته لمونځ کول څه ضروري خبره نده!!.

حال دا چې خبره داسي نده ؛ بلکه صحيح قول او مسئله دا ده چې هر وخت ستري ته لمونځ کول ضروري کار دى ، رسول الله صلى الله عليه وسلم مونږ ته په هرځاې کي ستري ته په لمانځه کولو امر کړى، او ددي نه بغير ېي د لمونځ کولو څخه منعه کړي يو.

د الله د رسول صلى الله عليه وسلم عادت مبارک دا وو چي هغه به ستري ته لمونځ کول، خپل امت ته يي مطلقا ( يعني په فرضو، نفلو، سفر،حضر، مسجد او صحراء کي ) په ستره نيولو امر کړى او بغير د ستري نه يي د لمانځه کولو نه منعه هم کړي. فتاوي اللجنة الدائمة فتوى رقم ( 2613 )نيل الاوطار للشوکاني رحمه الله٣\\٦.

په اسلامي شريعت کې چي ستري ته په لمونځ کولو امر شوى نو پدي ضرور ډير رازونه، حکمتونه او فوائد پراته دي چې ځيني ېي په لاندي ډول دي:
(١) ستري په وجه د لمانځه په افعالو کې خشوع پيداکيږي ((وَتُمَكِّنُهُ مِنَ الْخُشُوعِ فِي أَفْعَال الصَّلاَةِ)). ( موسوعة الفقهية الکويتية)
(٢) ددي په وجه په لما نځه کي انسان د بي ځايه نظر او آخو ديخوا کتلو څخه ساتل کيږي.
وَالْمَقْصُودُ مِنْهَا كَفُّ بَصَرِ الْمُصَلِّي عَمَّا وَرَاءَهَا. (شرح صحيح مسلم للنووي).
(٣) که غواړي چې په لمونځ کولو کې زما فکر او سوچ يواځي له الله تعالى سره په مناجات باندي راجمعه شي نو د دي ډير اسباب دي ، د هغو څخه يو عمل داده چې لمونځ ستري ته کوه ځکه ستره په لمانځه کې د انسان په ذهن او فکر راجمعه کولو کي ډير ښه معاون گرځي. وَالْمَقْصُودُ مِنْهَا …جَمْعُ الْخَاطِرِ بِرَبْطِ خَيَالِهِ كَيْ لاَ يَنْتَشِرَ .
(٤) که بالفرض څوک د لمانځه مخکي تيريږي نو ددي په جه دهغه مخه نيول کيږي او هغه د ګناه څخه بچ کيږي. وَالْمَقْصُودُ مِنْهَا … مَنْعُ الْمَارِّ كَيْ لاَ يَرْتَكِبَ الإِْثْمَ بِالْمُرُورِ بَيْنَ يَدَيْهِ . ( الموسوعة الفقيهة الکويتية، شرح صحيح مسلم للنووي).
(٥) ددي په وجه د لمونځ کونکي مخ ته د يو چا د تيريدو مخه نيول کيږي،کمافي الحديث ( موسوعة الفقهية الکويتية).
(٦) ډير علماء د يو حديث په بناء دا فتوه ورکوي : که د لمونځ کونکي مخي ته د ستري نه بغير سپى، خر او يا بالغه ښځه تيره شي نو پدي سره دده لمونځ ماتيږي ، نو که چيري ددي دري څيزونو د تيريدو امکان وي نو پدي سره دده لمونځ د فساد څخه ساتل کيږي. کمافي الحديث.
(٧) ستري ته د لمانځه په کولو سره يوه مهمه او ډيره لويه دا فائده حاصليږي چي کله انسان په لمانځه و دريږي نو دده مخې ته شيطان ( د خپل شيطانيت کولو لپاره ) تيريږي ( را تيريږي ) ليکن لکه چې لمونځ کونکى ستري ته ودريږي نو پدي سره شيطان دده مخې ته نشي تيريدى، او د لمونځ کونکي او د لمانځه تر منځ ېي حائل کيدى نشي.
حديث کي راځي پتاسي کي چې څوک لمونځ کوي نو ستري ته دي نزدي ودريږي ددي لپاره چې شيطان ئي د لمانځه مخې تير نشي. عَنْ نَافِعِ بن جُبَيْرِ بن مُطْعِمٍ ، عَنْ أَبِيهِ ، أَنّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، قَالَ : إِذَا صَلَّى أَحَدُكُمْ إِلَى سُتْرَةٍ ، فَلْيَدْنُ مِنْهَا ، لا يَمُرُّ الشَّيْطَانُ بَيْنَهُ ، وَبَيْنَهَا. أخرجه الطبراني في \” المعجم الكبير \”کما في \” السلسلة الصحيحة \” 3 / 374 .
په يو بل مرفوع روايت کي راغلي: عَنْ سَهْلٍ ، أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم ، قَالَ : إِذَا صَلَّى أَحَدُكُمْ فَلْيَسْتَتِرْ ، وَلْيَقْتَرِبْ مِنَ السُّتْرَةِ ، فَإِنَّ الشَّيْطَانَ يَمُرُّ بَيْنَ يَدَيْهِ. رواه البغوي في شرح السنة ٢\\٤٤٧ .
په يو بل حديث کې راځي: ( لو رأيتُموني وإبليس فأهويتُ بيدي، فما زلتُ أخنقُه حتى وجدتُ بردَ لُعابِه بين إصبعيَّ هاتين: الإبهام والتي تليها، ولولا دعوةُ أخي سُليمان؛ لأصبح مربوطاً بساريةٍ من سواري المسجد، يتلاعبُ به صبيانُ المدينة، فمن استطاع منكم أن لا يحُول بينَه وبينَ القبلة أحدٌ؛فليفعل).أخرجه أحمد (3/82- 83).
شيخ الباني رحمه الله ددي حديث په تعليق کې ليکلي: وفيه من الفقه وجوب اتخاذ السترة في الصلاة، ولو كان في مكان يظن أنه لا يمر أحد بين يديه، كما نسمع ذلك من كثير من الناس حينما تأمرهم بالصلاة إلى سترة، فيستغربون ذلك ويبادروننا بقولهم: يا أخي ما في أحد!! فنذكرهم بهذه القصة وقوله تعالى في إبليس: ( إنه يراكم هو وقَبِيلُهُ مِن حيثُ لا ترونهم). و(إن في ذلك لذكرى لمن كان له قلب أو ألقىالسمع وهو شهيد).
د اميرالمؤمنين عمر فاروق رضي الله عنه په باره کي راځي:
رأى عمر بن الخطاب رجلا يصلي ليس بين يديه سترة فجلس بين يديه قال لا تعجل عن صلاتك فلما فرغ قال له عمر إذا صلى احدكم فليصل إلى سترة لا يحول الشيطان بينه وبين صلاته .رواه عبدالرزاق٢\\١٥.
يعني عمر رضي الله عنه يو کس وليدل چي هغه پداسي حالت کي لمونځ کول چي ستري ته ولاړ نوو، نو هغه په يې په خواکي کيناستل؛ ورته وې ويل خپل لمونځ په کراره وکړه، کله چې هغه کس د لمانځه څخه فارغه شه نو عمر رضي الله عنه ورته وويل : په تآسي کې چي څوک لمونځ کوي نو ستري ته وردريږي، ( پدي خاطر) چي دده او لمانځه تر منځه ېي شيطان حائل نشي.
د عمر فاروق رضي الله عنه نه پدي مسئله کې دوه نور روايتونه هم نقل دي، وګوره: مصنف عبدالرزاق٢\\١٦، المطالب العاليه.
د ابن عمر رضي الله عنه نه روايت دى: عَنِ ابْنِ عُمَرَ ، قَالَ : إذَا صَلَّى أَحَدُكُمْ فَلْيُصَلِّ إلَى سُتْرَةٍ ، وَلْيَدْنُ مِنْهَا ، كَيْ لاَ يَمُرَّ الشَّيْطَانُ أَمَامَهُ. رواه ابن ابي شيبة ١\\٢٧٩.
ابن عمر رضي الله عنه فرمايلي پتاسي کې چي څوک لمونځ کوي نو ستري ته ودريږي او هغي ته دي نزدي ودريږي پدي خاطر چې دده مخي ته شيطان تير نشي( ابن ابي شيبه).
د ستري په باره کې د رسول الله صلي الله عليه وسلم عمل:
عن سهل بن سعد – رضي الله عنه – قال : « \” كان بين مصلى رسول الله – صلى الله عليه وسلم – وبين الجدار ممر الشاة » . متفق عليه، البخاري باب كم ينبغي أن يكون بين المصلي والسترة ، وصحيح مسلم ( 1 / 364 ) رقم 508 .
رسول الله صلى الله عليه وسلم ( به ستري ته دومره نزدي ودريدل چې دده ) د سجدي د ځاي او ستري تر منځ ( به فقط) د يو گډ د تيريدو فاصله وه.
همدارنگه حديث کې دا هم راغلي : « كَانَ إِذَا صَلَّى وَجَاءَتْ شَاةٌ تَسْعَى بَيْنَ يَدَيْهِ فَسَاعَاهَا -أَيْ: سَابَقَهَا- حَتَّى أَلْزَقَ بَطْنَهُ بِالحَائِطِ وَمَرَّتْ مِنْ وَرَائِهِ »(- أخرجه ابن خزيمة:« في صحيحه »: (2371)، والحاكم في «المستدرك »: (934)، من حديث ابن عباس رضي الله عنهما. والحديث صححه الألباني في «صفة الصلاة »: (83)، والوادعي في «الصحيح المسند »: (622).
يعني رسول الله صلى الله عليه وسلم به چې کله لمونځ کول او مخې ته به يې گډې ؛ وزې د تيريدلو هڅه کوله نو رسول الله صلى الله عليه وسلم به د هغي د منعه کولو ( دومره ) کوشش وکړو چې د هغي خيټه به ېې له ديوال سره ونښلوله نو گډه ؛ وزه به بيرته د ستري نه آخوا تيره شوه.
په بخاري او مسلم د أبو جحيفة رضي الله عنه په روايت کې راځې : أن النبي صلى الله عليه وسلم \”رُكِزَتْ له العَنَزَة فتقدَّم وصلَّى الظهر ركعتين يَمُرُّ بين يَدَيْهِ( وراءه) الحمارُ والكلبُ لا يُمْنَعُ\”
(أخرجه البخاري 1 / 475، ومسلم برقم (503) وأبو داود برقم (688) والنسائي1 / 87.)
يعني ( په يو سفر کې ) د رسول الله صلى الله عليه وسلم مخې ته همسا ( د ستري لپاره ) ودرول شوه هغه د ماسپښين دوه رکعته لمونځ ورته وکړ، د ستري نه آخوا ( مخکې ورسته) ( يي ) د خره او سپي تيريدل نه منعه کول.
. عنزة هغي لنډې همسا ته واېي چي د نيزي نه لنډه وې او دوه خاښونه لري ( وګوره تحفة الأحوذي).
عن ابن عمر – رضي الله عنهما – : « \” أن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – كان يعرض راحلته فيصلي إليها » . متفق عليه (البخاري ك الصلاة ب 98 الصلاة إلى الراحلة رقم 507 ، وصحيح مسلم ( 1 / 359 ) رقم 502 ، وانظر : فتح الباري ( 1 / 580 ) .
ابن عمر رضي الله عنه واېې چي نبي عليه السلام به خپلي مخې ته اوښه څملوله او ( د ) هغې طرفته به ېې لمونځ کول.
عن ابن عمر – رضي الله عنهما -: « \” أن النبي – صلى الله عليه وسلم – كان إذا خرج يوم العيد أمر بالحربة فتوضع بين يديه فيصلي إليها والناس وراءه ، وكان يفعل ذلك في السفر » .
نبي کريم صلى الله عليه وسلم چې به د اختر په ورځ عيدګاه ته ووتل نو مخې ته به ېې نيزه ودرول شوه نو رسول الله صلي الله عليه وسلم به هغې ته لمونځ کول خلک به دهغه شاته په لمانځه ولاړ وو. متفق عليه . وگوره : فتح الباري ( 1 / 573 ) .
نور بيا…………. ( انشاء الله).

ليکوال مفتي خالد لائق
ژباړه احمد غزنوي

your ads

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب