په لويديځ کې د ښځو حيثيت او مقام

سره د دې چې په لويديځ کې د ښځو د حقوقو او امتيازاتو په برخه کې ډير تبليغات او پروپاګند کېږي خو حقيقت بل شانته دى، هغوى په خپله ټولنه کې دومره ستونزې او مشکلات لري که په هغې نور خلک خبر شي نو دهغوى د پروپاګند په حقيقت به پوه شي،ځکه هغوى دا ټول پروپاګند داسلام دبدنا مولو لپاره کوي ترڅو پدى توګه داسلام نوم دخلکو په ذهن کې کرکجن کړي . مونږ دنمونې او مثال په توګه لاندني معلوماتونه وړاندى کوو:
١- د ښځو ازادۍ او دنرانو سره اختلاط لاندني خطرناک مشکلات او ستونزې پيداکړي چې لږ وروسته ددې ماخذ، اسناد او مراجع وړاندى کېږي،دلته يواځې په لنډه توگه ورته اشاره شوى ده .
الف : دکورني نظام ختميدل اوله منځه تلل .
ب : دنېشه يي موادو استعمال او رواجيدل .
ج : دجبري زنا او فحاشۍ زياتوالې .
د : دبې واده پيغلو په وړاندى د اولادونو ستونزه .
ھ : دماشومانو او حمل ضايع کول چې طبي او روغنيايي ستونزې منځ ته راوړي .
و : دحرامي اوناجائزو اولادونو بې حسابه پيداکيدل .
ز : دجنسي ناروغيو لکه ايډز او سيفلس وبايي شکل غوره کول اوپه ميليونونو خلک پرى اخته کيدل .
ح : ځان وژنه او خودکشي زياتيدل او فيصده زياتيدل .
ط : په زړبوتوب کې دناهيلۍ او بى کسۍ ژوند تيرول .
ى : دموراو پلار په ژوندانه کې اولادونه د يتيمانوپشان  ژوند تيرول .
ک : دځوانانو څخه مجرمان او جنايت کاران جوړيدل .
ل : د جنس دبدلولو ليونتوب .
دلويديځوپوهانو،سياست والواودبشردحقوقودپلويانوليکنى اوويناوى:
١-دپورتنيو معلوماتو په هکله د اتحادجماهيرشوروي د اخري ولس مشر ګرباچوف ليکلې کتاب حقيقت بالکل روښانه کوي . ګرباچوف پخپل کتاب (پروسټرائيکا) کې دارنګه ليکي :
((لويديځې ټولنې د کورونو څخه دښځو په ويستلو سره څه لږ شانته پرمختګ کړى او عايدات يې زيات شويدي ځکه چې نر او ښځه دواړه کارکوي، خو ددې سره سره ځمونږ کورنې نظام ختم او تباه شو، کومه ګټه چې مونږ کړى وه دهغې څخه زيات زيان او تاوان راورسيده، زه ددې زيانونو او تاوانونو دکمولو او ختمولو لپاره د پروسټرائيکا په نامه خوزښت او تحريک پيل کوم ترڅو د کور څخه وتلې ميرمنې بيرته خپلو کورونو ته راشي، که پدى خبره غور ونشي نو ځمونږ دکورني نظام دتباه کيدو په شان به ټول قوم او ملت هم تباه شي))  ( قومى ګزت، مياشتنۍ خپرونه-کراچۍ- مارچ ١٩٩٦م)

٢- انسائکلو پيډيا اف برټانيکا د١٩٨٤م کال د ټوک په ٧٣٢ پاڼه کې دارنګه ليکلي دي :

((ځمونږ په ټولنه کې چې کومې ښځې کار کوي د هغوى زيات شمير په ټيټو معاشونو باندى په کاراخته دي ، همدارنګه په يو شانته اويوډول کار کې ښځو ته دنرانو په نسبت کمه تنخوا ورکول کېږي، په امريکا کې دښځو اوسط معاش نسبت نرانو ته%٦٠ کم دى، په چاپان کې%٥٥ کم دى او په سياسي لحاظ دښځو برخه او ونډه ډيره کمه ده))
٣-لندن ټايمز د١٩٩٣م کال د٩ نومبر پخپله ګڼه کې دارنګه ليکلي :
((زياتو لويديځوالو ښځو چې اسلام مطالعه کړې او منلې يې دى، هغوى وايې چې اسلام ښځې ته په زيات تقدس او احترام قايل دى کوم چې په لويديځ کى ښځو ته نه په برخه کېږي، د لويديځوالو ښځو د ازادۍ تحريک پرته لدى څخه بل څه کار ندى کړې چې ښځه يې د ژرندې د دوه پلونو او ډبرو ترمنځ راګير کړى)) .
٤-دامريکا نامتو او مشهوره ناول او داستان ليکوونکې او د بشر دحقوقو پلوۍ ميرمن رهو ډالرمين د هندوستان ټايمز سره په (٣٠) اپريل ١٩٨٧م کال يوه مرکه کړې چې دهغې لنډيز پدى توګه وړاندى کېږي :
الف : په امريکا کې %٧٧ غريبان او بې وځلې ښځې او ماشومان دي .
ب : دنرانو په نسبت د ښځو عايدات%٦٢ کم دي.
ج : يو شانته کار کول، يوشانته اسانتياوې په لاس راوړل او يو شانته حقوق اخستل يوه افسانه او خوب دى .
د : ښځې يواځې په ټيټو کارونو باندى ګمارل کېږي .
٥-دامريکا ټايمز اونيزه چې نامتواونيزه ده د ٢٠ مارچ ١٩٩٢م کال په ګڼه کې دارنګه ليکلي :
الف : د امريکا د ساينس اکاډمۍ غړي ٨٠٠ دي چې په هغې کې (٩) ښځې دي .
ب : دامريکا په ٢٧٨ نوبل جائزه اخستوونکو کې (٩) ښځې دي .
ج : په نيويارک ټايمز کې ٦٢٦ خلک کار کوي چې ٦٤ پکې ښځې دي .
د : په واشنګتن پوست کې ٣٨٥ نفر کار کوي چې ٧٠ پکې ښځې دي .
ھ : ښځې ډاکترانې کمې خو نرسانې زياتې دي او جراح ډاکترانې، بالکل کمې دي .
و : په امريکا کې نژدې (١٠٠٠٠) قاضيان يعنى ججان دي چې په هغې کې (٢٠٠) ښځې دي .
ز : د وزارت کار د راپور سره سم نران په هفته کې اوسطاً (٣٦٠) ډالره او ښځې اوسطاً (١٩٠) ډالره تنخوا او عايدات لري .
٦-دکره او موثقو معلوماتو او راپورونو په اساس په لويديځ کې لاندى ستونزې او مشکلات شته چې د ښځو او نرانو د مساوات حقيقت پکى څرګنديږى :
١- د ډير احتياطي راپور په اساس په امريکا کې په هرلسو دقيقو کې ديوې ښځې آبرو تويږي .
٢- په امريکا کې يواځې%١٥ ماشومان دمور اوپلار دسيوري څخه برخمن دي پاتې هسې بې پلاره ګرځي .
٣- په ډنمارک، برتانيا، فرانسى او امريکا کې%١٥ ماشومان حراميان او ناجائز پيداکېږي .
٤- په جرمنى کې %٧٢ نارينه دنکاح څخه پرته ښځې لري او١٢٠ لکه جوړى پرته له نکاح څخه ژوند تيروي .
٥- په کال کې %٦٤ ودونه په طلاق باندى له منځه ځي .
٦- په جرمني کې ديو ماشوم لپاره مور او پلار نيم ساعت وخت ورکوي پداسې حال کې چې هره جرمنۍ ښځه دخپلو ملګرو سره نيم ساعت په ټيلفون خبرى کوي او پنځه ساعته تلويزون گوري او نور تفريحي کارونه کوي .
٧- هر جرمني ماشوم اوسطاً ٢.٥ ساعته تلويزون ګوري چې په هغې کې (٥٠) دقتل او جرمونو پيښى او صحنى ګوري .
٨- په جرمني کې ٢٦ لکه ميرمنې د پلار د شتون څخه پرته دماشومانو پالنه کوي .
٩- د امريکا په مرکزي دفترونو کې%٨٢ ښځې په جنسي ډول زورول کېږي .
١٠- د امريکا په ايالتي حکومتونو کې%٨٥ ښځې په جنسي ډول زورول کېږي .
١١- په امريکا کې دنکاح او طلاق نسبت سره برابر شويدى .
١٢- په امريکا کې دنرانو په نسبت دښځو کار کوونکو فيصدى د٤٠ څخه کمه ده .
١٣- په امريکا کې دښځو معاش دنرانو څخه %٤٤ کم دى .
١٤- په نورو لويديځو هيوادونو کې دښځو معاش اوسطاً %٤٥ کم دى .
١٥- په لويديځو هيوادونو کې د ښځو ګډون په سياسي او ټولنيزه ډګرونو کې اوسطاً %٢٠ دې.
د نر او ښځې دمساوات په هکله دلويديځو پوهانو ليکنې او ويناوې
په لويديځ کې ډيرو ساينس پوهانو او سايکولوژيستانو پدى پلټنه او تحقيق کړې دى چې آيا ښځه او نر په ټولو شيانو کې سره برابر دي او کنه؟ مونږ دنمونې او مثال په توګه دڅو پوهانو ليکنې او تحقيقات دلته وړاندى کوؤ .
١- دامريکانامتو او مشهور پروفيسر چې په فزيولوژي کې دوکتورا لري او د نوبل جائزه يې هم اخستى ده. هغه دانسان په  هکله يوکتاب ليکلې چې نوم يې( انسان نه پيژندونکې Homan the unknown )دې، دا پروفيسر دوکتور الکسيس کارل Dr. Alexis carrel نوميږى، هغه دخپل کتاب په ٩١ پاڼه کې چې په نيويارک کې چاپ شوې دى دارنګه ليکلي دي:
(د ښځې او نر ترمنځ توپير يواځې دجنسي غړو دخاص شکل، درحم په شتولى، دحمل او اميدوارۍ او زده کړې په طريقو پورې تړاو نلري بلکى دا توپير او فرق ډير ژور او عميق دى، دا توپير او فرق د ښځې او نر په انساجو او حجراتو کې هم شتون لري.
هغه ځانګړي کيمياوي مواد چې د خصيوTestis او تخمدان  Ovary څخه خارجيږي د بدن په ټولو حجراتو او انساجو اثر کوي او په هغې کې ځانګړي اثرات منځ ته راوړي .
ددې اساسي حقيقتونو څخه بې خبره انسانانو دا واويلا پيل کړې چې ښځو او نرانو ته بايد يو شانته زده کړه،يوشانته او مساوي اختيارات او يو شانته وظيفې او مسؤليتونه وسپارل شي .
په حقيقت کې ښځه د نارينه سره ډير ژور او عميق توپير لري، د ښځې په هره حجره کې ښځه توب ( زنانه توب ) Hersex پروت دى .
(Every one of the cells of her body bear the mark of her sex the same is true of her orgasm and above all and above all of her nervous system.)
دا اصل او خاصيت دهغې د بدن په ټولو غړو کې هم شتوالې لري چې په ځانګړي توګه د هغې په عصبي نظام کې دا صفت ترټولو زيات دى .
د انسانى بدن دغړو او اعضاؤ قوانين دومره قوي او پاخه دي لکه څومره چې فلکياتي قوانين روښانه،پاخه او قوي دي،دا قوانين د انسانانو دخوښې او خواهش پوسيله نشي بدليدلا ى.
(They can not be replaced by human wishes)
مونږ مجبور يو څرنګه چې هغه دي هماغسې يې قبول کړو، ښځو ته پکار دي چې هغوى د خپل طبيعى جوړښت او فطرت سره سم ځان عيار کړي او پر مختګ وکړي، هغوى بايد دنرانو سره ځان برابر نکړي، دتمدن او تهذيب په پرمختګ کې دهغوى ونډه تر نرانو زياته ده، هغوى بايد خپله ځانګړې دنده او مسؤليت خوشي نکړي
Woman should develop their aptitudes in accordance with their own nature, without trying to imitate the males.
They should not abandon their specific functions.
(Dr. Alexis Carrel. Man the unknown. New York 1949 P-91)
٢-   په ١٢-١٦ جنوري کال ١٩٨٧م کې دهندوستان په پلازمينه نوي دهلي کې يو کانفرانس او سيمينار جوړشو چې په هغې کې د پنځلس هيوادونو څخه فيلسوفانو، ساينس پوهانو، ليکوالانو او نامتو مصورانو ګډون کړې ؤ. ددې پنځه ورځني سيمينار موضوع ( دنوي پيل په لوري Towards New Beginning ) وه او ټول ترتيبات يې د هندوستان مرکزي حکومت په غاړه اخستي وه . پدى غونډه کې د لويديځو هيوادونو څخه څو نامتو او مشهورو ښځواوميرمنو هم برخه اخستې وه چې اوس د پاخه عمر وې خوپه ځوانۍ کې يې د ښځو دحقوقو او ازادۍ لپاره ډيرې منډې ترړې وهلې وى .
پدى ښځو کې د استراليا نامتو او مشهوره ميرمن( جرمين ګرير Ms.Germaine Greer) هم وه چې په ځوانۍ کې د ښځو د حقوقو او ازادۍ پلوۍ وه، هغې پدى هکله يو کتاب هم ليکلې ؤ چې نوم يې( دى فيملي يونک The Female Eunuch ) دى، هغې پدى کتاب کې د ښځو د ازادۍ څخه سخته او کلکه پلوي کړې وه .
د هندوستان په سيمينار کې ميرمنې ( جرمين ګرير) بيا د خپلو پخوانيو نظرياتو په خلاف نور څه او د خپل ژوند په تجربو او حالا تو يې رڼا واچوله هغې داسې وويل:
((مونږ په ځوانۍ کې خپلې مورګانې هېرکړې وې او هغه مو شاته غورځولې وې خو اوس چې مونږ خپله مورګانې شو او اولادونه لرو نو په زياتو خبرو پوه شو او ځمونږ اوسنې فکر او سوچ د مخکني فکر سره توپير لري،د لويديځ سره د نر او ښځې د توپير د منځه وړولو هېڅ حل او علاج نشته، د لويديځو ښځو داتصور او فکر غلط دى چې پرده لرونکو ښځو ته د هغوى حقوق ندي رسيدلي او کومې ښځې چې ځان سينګاره وي او په کوڅو او بازارونو کې ازادې ګرځي هغوى ته ازادي په برخه شوى .
اوس دا فکر او نظر بالکل ردول پکار دي، په پرمختللي لويديځه ټولنه کې هم د ښځو وهل او ټکول شته، په امريکا او برتانيا کې اوس هم ښځې په ټيټو درجو او کمو معاشونو کار کوي، په برتانيا کې چې څومره جرمو نه کېږي په هغې کې څلورمه برخه د ښځو په خلاف وي او په امريکا کې %١٥ ښځې د خپلو خاوندانو او يا ملګرو هلکانو لخوا څخه وهل او ټکول کېږي . ( انډين ايکسپريس جنوري ١٤) .
٣- دې غونډې ته د فرانسي يوه نامتو او مشهوره ميرمن ( مس گيسل هليمي Miss Gisele Halimi (هم راغلې وه چې هغه په فرانسه کې د ښځو د حقوقو او ازادۍ لوى پلوي کوونکي وه، هغې وويل :
((ښځو چې څه غوښتل هغه يې ترلاسه کړل خو سره ددې هم دهغوى ستونزې حل نشوى، ښځې د ځانګړو اخلاقي اصولو لرونکې دي، هغوى د انسانانو په هکله ځانګړى نظر لري، ددې دا مطلب ندى چې دهغوى نظر او فکر ښه او غوره دى بلکې مطلب دادى چې هغوى جلا او ځانګړى نظر لري، ښځو ته پکار دي چې هغوى ځانونه ښځې او ميرمنې ثابتې کړي، داسې نه چې هغوى د ځان څخه نارينه جوړ کړي .
د مذهبي ښوونو په اساس ښځه دا دنده لري چې کور سمبال کړي او د ماشومانو روزنه وکړي، خو په نني وخت کې نوى نړۍ د ښځې لپاره دا ماډل جوړ کړ چې هغه بايد د کور څخه د باندى ووځې او د نرانو سره اوږه په اوږه کار وکړي، دا دويم ماډل د تجربو څخه وروسته د عمل او تطبيق وړ وبلل شو، په لويديځو هيوادونو کې ټولې پخې ميرمنې د لمړني ماډل او مذهبي ښوونې سره سم دهغې پلوي کوونکي دي، پداسې حال کې چې هغوى په ځوانۍ کې د دويم او نوي ماډل پلوي کوله ،ايا اوس هم دمذهب په ښوول شوي ماډل باندى دشک اړتيا شته؟)                         (هندوستان ټايمز جنورى ١٢) (انډين ايکسپرين جنورى ١٤)
٤- د امريکا نامتو او مشهور پروفيسر ډاکتر سټيون ګولډ برګ
Goldberg of New York)  Professor Dr Steven (
پخپل کتاب ( سرداري نظام ته اړتيا) کې د ښځو او نرانو په هکله ډير شيان ليکلي دي چې د هغې څخه ځينې کرښې د نمونې او مثال په توګه دلته وړاندې کوو :
((دښځې او نر ترمنځ توپير او تفاوت دمحيط او ټولنې پورې تړاو نلري بلکې په داوړو کې اساسي فطري توپير شتوالې لري، د نارينه مشري او غالب والې Male dominance  په ټولنو کې دمحيطي او ټولنيزو حالاتو پورې بالکل تړاو نلري، بلکې حقيقت دادى چې دا د نارينه په هغه ځانګړي هارمون تستوسترون Testosterone Hormones پوري تړاو لري چې د القاح او يوځاى والي څخه وروسته د ماشوم د جوړيدو په وخت کې موجود وي او خپل غالبيت Dominance ښکاره کوي، همدا لا مل دى چې کوچني هلکان دکوچنيو انجونو څخه تيز او زړور وي، پداسې حال کې چې هلکان او انجونې د محيطي او ټولنيزو اثراتو تر تاثير لاندى هم نه وي راغلې او نه پدى شيانوله سره پوهيږي، نارينه د ښځو څخه ډيراوزيات توپير او تفاوت لري، د نارينه دماغ او دښځو دماغ په مختلفو طريقو سره کار کوي، کيداى شي ځينې ميرمنې د نرانو سره يو شانته والې ولري خو دا ډيرې کمې وي .
٥- دپروفيسر سټيون ګولډ برګ په پلويتوب سره د ښځو د حقوقو پلوي کوونکې( ميرمن ډاکتر مارګريټ ميډ) چې په فزيالوژي کې دوکتورا PhD  لري دارنګه وايې  ( ځينو خلکو دا ويلي دي چې په تاريخ کې ډيرې ټولنې تيرې شوي چې ښځې پکې مشرانې او سردارانې وې خو دا بالکل غلط دي، ددې د ثبوت لپاره هېڅ دليل نشته، په هره وخت کې نارينه د ټولنې د عامو کارونو مشر او لارښوونکې ؤ او په کور کې هم لوړ اختيارات دهغه سره وه)).                                                                                           ( ډيلى ايکسپريس: لندن. جولا ى ٤)
٦- د نيويارک نيوز ويک د ١٨مۍ ١٩٨١م کال په ګڼه کې يو لوى را پور خپور شو چې په هغې کې د امريکا ډيرو نارينوو او ښځينوو پلټونکو او تحقيق کوونکو ګډون کړې وو، هغوى د خپلو پلټنو او تحقيقاتو څخه وروسته دا نتيجه او پايله را وويستله چې لا ندى توپيرونه طبيعي او فطري دي نه محيطي :
* هلکان د انجونو څخه په زياته زړورتيا سره لوبې کوي .
* په رياضياتو کې نارينه نسبت ښځينوو ته لوړوالې لري .
* دقيادت او مشرۍ خصوصيت Leadership capacities په نرانو کې زيات وي .
* په ښځو کې د نارينه هارمون تستوسترون داخلول د هغوى په سلوک او رويه کې بدلون راولي .
* د نارينه هارمون د نارينه په دماغ او مغز Brain باندى اثر کوي ځکه نو د ښځې اونر دماغ جلاجلا کار کوي.
٧- د امريکا يوې اونيزې( ميګزين ټايم) په ٢٠ مارچ ١٩٧٢م کې يولوى راپور خپور کړ چې دهغې سره يو تحقيقي کتاب هم خپور شوى ؤ په هغې کې د امريکا نامتو اودلوړو زده کړو لرونکو شلو ښځو برخه اخستې وه، دې شلو نامتو او پوهو ښځو ( په نوې امريکا کې د ښځو حالت ) تر عنوان لاندى په ټولو ډګرونو کې تحقيقات وکړل او بيايې د خپلو تحقيقاتو پايله او راپور د اونيزې سره يوځاى دکتاب په توګه چاپ کړ چې په هغې کې لاندى ټکي د پاملرنې وړ دي :
* د تحقيقاتو سره سم نارينه غالب جنس Dominant sex دى .
* دسلو کلنو د هلوځلو او کوښښونو سره سره د امريکا ميرمنې په هماغه ځاى کې ولاړ دي کومې چې سل کاله مخکې وې .
* په امريکا کې عملاً دنارينه سرداري او غلبه ده چې دا ټول توپير د محيطي شرايطو نه بلکې دفطرت او طبعيت دى . په کتاب کې ليکلې شوې چې د ښځې د پرمختګ په وړاندى خنډ دهغې طبيعي او فطري جوړښت دى نه د ټولنې لخوا څخه زور زياتې، اوس هغوى پدى کوښښ کې دي چې داسې ښځې وزيږ وي چې د نرانو سره په طبيعي او فطري جوړښت کې يوشانته وي ، ددې معنى داده چې د توت ونه بايد مڼى ونيسي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب