په لوڅو سایټونو روږدی یم، لارښوونه راته وکړﺉ؟

کیدای شي چې د لوڅو سایټونو کتل د استمناء په پرتله ډیرخطرناک وي، ځکه چې ډیر کسان یې حرام نه ګڼي، بلکې یو عادي کار ورته ښکاري،  نو ځکه کیدای شي د علاج لټون ونکړي، خو چې یې په کتو پیل وکړي کیدای شي پریښودل ورته ډیرګران تمام شي، لکه په هرویینو یا الکولو چې روږدی وي.

سرچینه: اسلام آنلاین.نت

ژباړه: خلیل الرحمن حنیف

پوښتنه:

زه یو دیرش کلن ځوان یم،  تر ډیره په اسلامي شعائرو ټینګ یم، خو د ضعف ټکۍ مې د ښځو سره بې سارې مینه او شهوت دی، چې کله ناکله یې په انټرنيټ کې لټوم، ساعتونه پکې تیروم، کله چې ورڅخه وزګارشم، نو ځان ډیرملامت احساسوم، خدای ته توبه باسم، تلاوت کوم، د توبې لمونځ اداء کوم، په پاک نیت د کړې ګناه څخه ځان باسم، خو وروسته له څه وخته په چټکۍ سره همدا کرغیړن کار بیا پیلوم.
ما ته د هدایت غوښتنه وکړئ، څومره به زما جزاء لویه وي چې زه دغه شرموونکي عکسونه ګورم، پرې روږدی شوی یم او ځان ځینې نشم خلاصولی.

your ads

ځواب:

زما ګرانه وروره! په ځان آساني راوله، له دې کرغیړن کاره خلاصۍ د خدای په فضل سره آسانه دی، له تا نه ډیره مننه چې مهمې موضوع ته دې زموږ پام واړاوه، اجازه راکړه ترڅو د سؤال په تړاو څو ټکي درته مخکې کیږدم.
الله جل جلاله د ښځې په ښایسته جسم کې داسې فتنه اچولې چې په وړاندې یې دریدل ډیرسخت دي، او دا نه یوازې په ښځو کې بلکې د نارینه وو په جسم کې هم شته، ګورو چې د ځینو فطرت وښویيږي نو نارینه وو ته هم په عجیبه سترګو ګوري، ځینې خو لا تر دې وړاندې آن حیواناتو ته میلان لري.
ښکاره ده چې الله جل جلاله دا فتنه د ښځو او نرو لپاره امتحان ګرځولې، بل دا چې الله جل جلاله له دې ښایست څخه اراده لري تر څو په انسانانو کې د نکاح مینه پیاوړې کړي، نو ځکه یې شرعي حجاب لازم بللی، تر څو دا فتنه په ټولنیزه توګه پټه پاتې شي او فساد یې عام نشي، یوازې په هغه اندازه یې ښکارول روا دي چې الله ورته اجازه کړې، چې هغه یوازې په کورني چاپیریال کې امکان لري(د ښځې او میړه خپل منځي کړنې).
جنسي اړیکې، ښځو ته میلان او د هغوی سره مینه کول، او کوم څیزونه چې په جسد پورې تړاو لري، په اسلام کې له منکراتو څخه نه ګڼل کیږي، دا یهود او نصارا دي چې د جنسي اړیکو څخه بد تعبیر کوي، او وایي چې دا اړیکې د روح سره په ټکرکې دي… په اسلام کې جنسې اړیکې شته، مینه او شهوت شته، چې دا ځواک د خدای یو لوی نعمت ګڼل کیږي، همغه پاک خدای دغه ځواک پیداکړی، او زموږ په جسدونو کې یې اچولی، او بیا یې د استعمال او ګټې اخیستو لارې چارې راښودلې.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د سپیڅلو صحابه وو په کړنو کې موږ د جنسي اړیکو ریښتینولي لیدلی شو، وینو چې د اسلام په لمړنۍ ټولنه کې هم د جنسي اړیکو خبرې په تاوده شکل موجودې وې، خو په هغه ټولنه کې دا اړیکې په حلال چوکاټ کې ترسره کیدې، په تړاو یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مجلس کې ټول شرعیه احکام بیانیدل، تر دې چې کله نا کله به یې په تړاو له اووم آسمان د پاسه څرګندونې نازلیدې، ځکه جنسي اړیکې د ژوند یوه برخه ګڼل کیږي، او اسلام د یوه کامل ټولنیزنظام په حیث د ټولنې ټولو برخو ته شامل دی.
بربنډوالی په نورو ټولنو او کلتورونو کې د فني کارو لپاره کارول کیږي، په اقتصادي، نفسي او ټولنیزو برخو کې ترې ګټه اخیستل کیږي، که موږ لویدیځې ټولنې ته نظر وکړو نو وبه ګورو چې له بربنډوالي یو ځانګړی هدف لري، او هغه دا چې دوی غواړي مسلمان ځوانان او مسلمانې پیغلې له خپل مداره وباسي، فاسد یې کړي، او په ترڅ کې یې اسلامي ټولنه بدمرغه کړي، نو اې زماوروره! زموږ فکر، عقیده، تګلاره او اصول خو له دوی څخه ډیر توپیرلري، باید خپلو بنسټونو ته نظر وکړو.

انترنټ ډیره خطرناکه وسیله ده.

انترنیت یو له هغو خطرناکو شبکو څخه حسابیږي چې بربنډوالی پکې ډیر عام دی، په کتلو یې انسان له واده کولو زړه توری کیږي، ځکه د انترنیت انځورونه د نورو بربنډو انځورونو په پرتله په نفسونو ډیرې منفي اغیزې کولی شي،  چې په اړه یې کره څیړنې ته اړتیا لیدله کیږي، یوازې موعظه او شرعي حکم زما په آند بسنه نه کوي.
• ته د جنسي اړیکو همیشه والی خوښه وې، د ښځو د ښکلیو لوڅو جسمونو سره مینه لرې، غواړې چې ویې وینې … دغه یو طبیعي کار دی، د هر چا ورسره مینه شته، ټول انسانان يې خوښوي، خو په پرله پسې توګه د انترنیت حرام عکسونه ډیر زیانونه د ځان سره لري چې سره شریک به یې کړو.
•  دغه کار ډیرې منفي اغیزې درلودلی شي، چې ته ورسره لاس او ګریوان کیدلی شې، تر دې چې ستا له پریښودو وروسته هم خپل تاثیرات لري، خو د دې کار علاج امکان لري، او اسانه دی.

ډیرې خطرناکې اغیزې یې دادي:

1. د شهوت را پورته کول:

چې د اعصابو توازن له منځه وړي، وینې په فشار راځي، تناسلي آلات خوځي، یو ډول اوبه ځینې جریان پیدا کوي، جسم په تمامه معنا جنسي اړیکې ته اماده کیږي، که چیرې ترسره نشي، نو اعصاب همداسې نیولي پاتې کیږي، چې دا په خپله د ښځې او نر په عصبي او تناسلي جهازونو د اوږدې مودې لپاره منفې اغیزې لري

2. د وخت او مال زیان

د انترنیت په دې سایټو کې ډیر وخت تیرول، سړی اړباسې تر څو په اړه یې ډیره هڅه وکړي، چې دا خپله د وخت لویه ضایعه ده، او ډیر خطرناک نفسي او جنسي تاثیرات لري، ان تردې چې سړی د لوړو مالي زیانونو سره مخامخ کوي. وړیا لوڅ سایټونه ستاسو د مالونو د هلاکت لپاره یو پلان دی، چې په تدریجي توګه ستاسو مالونه بې ځایه مصرفیږي، چې ډیر ځوانان یې له مالوخلاص کړي، او هیڅ ګټه یې هم نه ده کړې.

3. جنسي طبیعت بدلوي

د وخت په تیریدو سره، نفس او ذهن پرې روږدی کیږي، انسان داسې فکر کوي چې پرته له دې د وخت تیرول ناشوني دي، همدغه د جنسي اړیکو نیغه لار ده، همداسې مخ په وړاندې ځي، تر دې چې طبیعي حالت یې بدلیږي، اوبه سیلان پیدا کوي او پردې سره د هغه میرمنې ته ډیر ضرر رسیږي.
د ښځو او سړیو ډیر داسې غیرطبیعي حالات ثبت شوي، چې د دوی کورنۍ ژوند یې تباه کړی، ځکه دوی دواړه په انټرنیټ باندې جنسي اړیکې تر طبیعي جنسي اړیکو غوره ګڼي، په ترڅ کې یې یو له بله زړه توري کیږي، او کورنۍ ژوند له منځه ځي، ډاکټران وايي چې ډیر داسې حالات راغلي چې یوه ځوان خپل اعصاب له لاسه ورکړي، ځکه دی په انترنیت یوه داسې ښځه پیژني چې د میړه یې نه ده خوښه غواړي د ځان لپاره بل ځوان ولټوي، خو دی نه دی پرې خبر چې میړه یې شته، د ده سره یې وعده ایښې ترڅو د لرې هیوادونه راشي، وروسته له دې چې د خپل میړه سره یې اړیکې شلولې، غواړي د دې ځوان سره ازدواج وکړي کوم چې په انترنیت ورسره نیښتی، خوږې مهالنۍ خبرې یې ورسره لاندې باندې کړې، بیچاره ځوان تر آخرې شیبې نه وو خبر چې نوموړې ښځه میړوښه ده، چې کله یې سر خلاص شو نو ونه توانیده چې خپل نورمال عصبي حالت کنترول کړی شي، نو ځکه یې عصبی توازن له لاسه ورکړ.

هغه چې په دې سایټو روږدی شوی:

که چیرې مجرد وي، نو ډیره به ورته سخته وي چې د ځان لپاره ښځه غوره کړي، تر څو سترګې ېې پرې ډکې شي، هره یوه چې ګوري زړه یې ورته پورته پورته کیږي، د هر رنګ خاونده یې خوښیږي.
که چیرې واده لري: نو ضرور به یې له خپلې ښځې زړه توریږي، کله چې نورې ګوري ښکلې ښکلې، سپینې سپینې، د خپلو جسدو سره ژوند کوي، په خپلو جنسي اړیکو پیسې پیدا کوي، نه د ولادت سختۍ زغمي، نه په کور کې کارکوي، نه په خارج کې څه دنده لري… یوازې دا ده او خپل کرغیړن کار، نو دا رنګه ښځه به د کور د ښځې سره څنګه پرتله شي، هغه چې مور ده اولاد لري، د کورکارونه کوي، سختۍ ګالي، ضرور به یې په ښکلا کې فرق راځي.
دا رنګه میړه په بد مرغۍ سره له خپلې ښځې کرکه کوي، غواړي همغه پرمختللې ښځه د ځان لپاره ولټوي، د شته عادي ښځي ځان خلاص کړي، تل په هررنګه خیالو کې ورک وي، د انترنیت انځورونو لیونی کړی، مثال یې داسې دی لکه څوک چې تږی وي، په وړاندې یې د اوبو دکه پیاله ایښی وي خو دی د بل هڅه کوي، خپل خیالونه په هوا کې ګوري.
هغه څوک چې دا رنګه سایټونه ګوري، نارینه یا ښځینه وي، وروسته له کتو د سختې پیښمانۍ سره مخ کیږي، د درندې ګناه احساس کوي، زړه یې مړاوې کیږي، او دغه شعور د انسان په عام مزاج کلکې اغیزې درلودلی شي، یوې خوا نفس د بدمرغیو ټینګه غوښتنه کوي، بل خوا د ګناه احساس تر سترګو کیږي، چې په ترڅ کې شیطان مداخله کوي، د انسان د متزلزل حالت څخه ګټه پورته کوي، په خړو اوبو کې یې راګیروي، د خپلې خوښې بدمرغۍ ته ټیل وهي، چې په دې حالت کې انسان لاندې کارونو ته اړ ایستل کیږي.
• د ژوند له شریک سره جنسي اړیکي.
• د استمناء کول
• همداسې په ورک او ګنګس حالت کې پاتې کیدل چې هره شیبه د شهوت په اور کې سوزي.
پرته له لمړي حالت څخه نور ټول خطرناک دي، ځکه استمناء کول او د لوڅو سایټو کتل سره ورته دي، پر دواړو روږدي کسان د یوه مرض سره اخته دي، غواړي د خپل شهوت لپاره حرامه لار وګوري،
دا له استمنا نه خطرناک دی
خو کیدای شي چې د لوڅو سایټو کتل د استمناء په پرتله ډیرخطرناک وي، ځکه چې ډیر کسان یې حرام نه ګڼي، بلکې یو عادي کار ورته ښکاري، یو خوند لرونکی غیرمضر کار یې بولي، نو د دي لپاره کیدای شي دعلاج لټون ونکړي، چې په کتو یې پیل وکړي کیدای شي پریښودل ورته ډیرګران تمام شي، لکه په هرویینو یا الکولو چې روږدی وي.

علاج:

د دې کارپریښودل یو څه وخت ته اړتیالري، لکه څرنګه چې پرې روږدي کیدل یې تدریجي وو، همدرانګه پریښودل یې هم تدریجي بڼه لري، وخت او کوښښ ته اړتیا لري.
په دې کار سره د روږدیدلو معنا دا ده چې د آخته کس سوچ او فکر په همدې راڅرخي، ژوند ېې په طبیعي توګه په بدمرغۍ کې تیریږي، یوازنۍ هیله یې د همدې کرغیړن کار تر سره کول وي، علاج یې په دې معنا چې د خلاصون لارې چارې یې ولټول شي، کله چې یې په خیال کې راګرځي، نو ځان را کابو کړي او د ولکې څخه یې ځان لري وساتي.
لاندې لارې چارې به تاسې ته ګټورې وي
• توبه کوه خو نا هیلۍ کیږه مه.
د نفس مړاوې کول ښه نه دي، تل ملامتیا د نوي پيل سوچ له منځه وړي، په ځان باورختموي، چې په پایله کې یې روح د ژورې ناهیلۍ سره مخ کیږي، په داسې حال کې چې الله جل جلاله وايي:
(انه لاییأس من روح الله الاالقوم الکافرون)
(بې شکه چې د الله له رحمته نه مأیوسه کیږي مګر قوم د کافرانو)
دا سمه ده چې د ځان ملامتول په توبه کې راځي، خو کله نا کله ډیره ملامتیا هیلې مړاوې کوي، کله چې هیلې مړاوې شوې، نو بیا کوښښ او سمون نه رامنځته کیږي، نو ضرور دا ده چې په داسې حالاتو کې د حکمت څخه کار واخلو، او هغه دا چې له ځان سره داسې وانګیرو چې ګناوې خو ټول خلک کوي، خو غوره د ګنهکارانو، په بیړه توبه کوونکي دي،(خیرالخطائین التوابون).
دا چې بیرته خپل دیني کوښښ پيل کړي دا به د دې معنا ورکړي چې توبه کوونکی په خپله توبه کې ریښتینی دی، په ریښتیا یې ګناه پرې ایښې، په خپله توبه ټینګ دریدل، او په اړه یې نیک کارونه کول خدای ته د نږدې کیدو لامل ګرځي، څوک چې خدای ته یوه لویشت نیږدې شي پاک خدای به یو ګز ورته نیږدې شي، څوک چې د خدای لوري ته ور روان شي، نو خدای به د هغه بنده لوري ته په منډه شي…لکه څرنګه چې په قدسي حدیث کې راغلي،
• د ګناه په پریښودو د خدای شکرانه اداکول پکاردي، دا سهي نه ده چې ګناه کله کوې اوکله یې پریږدې، بلکې غوره داده چې په اړه یې ټینګ تصمیم ونیسې، دالله نه یې په اړه مرسته وغواړې.
ښکاره ده چې په یو ځل پریښودل یې سخت کار دی، خو په خپل خدای توکل وکړه، هره ګناه د تکرار امکان لري، خو تکرار یې په دې معنا نه دی چې نور يې د پریښودو هڅه پریږدو، د خدای په معصیت ځان روږدي کړو، توبه تیر ګناهونه سپکوي او  نفس خدای ته نیږدې کوي،
• د مشکل د حل لپاره تل هڅه کوه، په ژوند کې ځانته ټاکلي اهداف وټاکه، تر څو په اړه یې ستا نفس دهدف لوري ته میلان پیدا کړي.
کیدای شي د ګناه د پریښودلو لارو چارو او پلانونو ته تغیرورکړې، ته ډیرکوښښ ته اړتیا لرې، کله چې د ملامتیا له دایرې څخه رابهر شوې، د شهوت له خطا د ځان وزګار کړ، نو  بیا کیدای شي په ټینګه د بریالیتوب هڅه وکړې، خپل بریالیتوب وساتي، چې ورو ورو شفا ترلاسه کړې،
• کله چې د ناکامۍ سره مخ کیږې، نو راګیر یې کړه، نوره مخه مه ورکوه، داسې فکر وکړه چې یو تصادفي کار وو، بیا به نه تکراریږي، بیرته د خپلو پلانونو عملي کولوته پاملرنه وکړه، همدغه د ګناه د پریښودلو ښه لاره ده،
• کله دې چې ګناه لیده، نو مثبت فکرکوه او مه ورته تسلیمیږه.
• د نن ورځې بریاوې دې د سبانفس ته نورځواک ورکوي، همداسې په پرله پسې توګه، کوښښ وکړه چې نن ورځ بریالی واوسې. دغه ګناه درنه ونه شي، هره ورځ همداسې تیروه تر څو د ګناه نه دې کرکه راشي.
د فکرونو کنترول:
د لوڅو عکسونو کتل ستا عقل په لړزه راولي، پرې روږدي کیدل ستا ذهن را لاندې باسي، خپل شېطاني اغیز ستا په ګډووډو فکرونو غوړوي، خپل کرغیړن وجود بیا نورو ته ښکاره کوي، خو نور یې دومره په کیسه کې نه دي، یوازې ته یې چې ډیره پاملرنه ورته کوي، نو خپل فکرونه هم په تدریجي ډول بیرته لارې ته راوله، د ذهن سمون دعلاج ښه لار ښودل شوې، چې په پایله کې ستا فکرونه ستا سره په ژوندانه کې مرسته کولی شي، تا ته د وړ او مناسبو کارونو لارښوونه کولی شي، نیک ملګري درته پیداکولی شي چې ستا په غم غمجن او ستا په خوشحالی خوشحاله شي، تا ته ریښتینې مینه در بښلی شي، ستا روح ته وده ورکوې تر دې چې مینه دې یوازې خدایي بڼه غوره کړي.
• د بیکاره وختونو ډکول یو له مناسبو علاجو څخه شمیرل کیږي، که چیرې ته بیکاره وې نو خپله پخوانۍ ناروا دنده له سره پیلوې، نو اې ځوانه خپل بیکاره وختونه د نیکو ملګریو سره تیروه، یا د ځان د ګټې لپاره کومه دنده ونیسه، تر څو د دغه بیکاره وخت په خوند پوه شې، دا د دې لپاره نه چې ته یوازې خپل ځان کنترول کړې، بلکې د دې لپاره چې بیکاره پاتې کیدل په هیڅ صورت سهي نه دي، باید وخت بې ځایه تیر نکړو.
•  که چیرې په خالي وختونو کې د ځان لپاره نیک ملګری نشې موندلی، بیا نو ځانته نور پلان جوړکړه، وخت په ګټور کار تیر کړه، ځکه له بد ملګري څخه د ځان سره کیناستل غوره دي، د ځان سره سوچ کول هم د ژوند یوه برخه ده، چې ځینې یې په کور کې تیروي، نور بیا په آزاده هوا کې تنها ناست وي.
•  د مسلمان لپاره ضرور دا ده چې په هر وخت کې د خدای ذکر له یاده ونه باسي، د خدای ذکر په تنهایۍ کې ډیرښه ملګری دی ، چې په ذکرکولو سره به ستا روح آرام وي، ذکر به ستا لپاره نوی ژوند دروبښي، تا ته به څرګنده شي چې ته د کوم شي سره مینه لرې، او په پایله کې به ستا نفس مشغول وي، نو خپل فکرونه باید کنترول کړو  تر څو خپل ځانونه له خطره بچ وساتو، خپل خالي وختونه په بې ځایه کارو ډګ نکړو، خپل یوازې وخت کنترول کړو، چې ځواکمن کوښښ ته اړتیا لري.

د ورځني پلان نمونه:

• خپله ورځ په بسم الله سره پیل کړه
• له ټولو بربنډو انځورونو، انترنیتي سایټونو، او نورو بې ګټې کارونو څخه ځان د ورځې په پیل کې وزګارکړه.
• کیدای شي هره ورځ ستا دغه جهاد ادامه پیدا کړي، خالي وختونه په ګټورو کارو ډک کړه.
•  د ناکامۍ د پیل په وړاندې ټینګ ودریږه.
•  له یواځې پاتې کیدو دې سالمه ګټه پورته کړه
• پوره وخت خدايي کارونو ته وقف کړه، د لوی خدای نه په هر څه کې مرسته وغواړه، په هر کار کې هغه ته رجوع وکړه. لوی خدای به تاته بریا در په برخه کړي که چیرې ته په خپل نیت کې ریښتینۍ وې.
• پوه شه! چې د خدای سره تړاو خپل بنسټیز اصل وګرځوه، د خپل شخصیت، روح او ژوند اطمینان پرې حاصل کړه.
• که چیرې ته مخکې له خپلې توبې ګرځیدلی وې، نو دا ځل په توبه کې ډیر اصرار وکړه، تر څو د الله جل جلاله رحم درباندې نازل شي.
• د خپل پالونکي سره په خپله ژبه خبره یاده کړه، د ماثوره دعاګانو سره سره په خپله ژبه هم هغه ته شته ستونزې ووایه، خپل هوډ ورته څرګنده کړه، د خپلو اړتیاوو غوښتنه ځینې وکړه.

ځان ته جایزه وټاکه

• د ځان سره محاسبه وکړه چې ته باید په ورځ کې څومره روپۍ ځان ته په خپل بریالیتوب ورکړې، خپلې جایزې ځان له ټولوه.
• لمړۍ هدف دې ترسلو ورځو پورې ونیسه چې سل ورځې به زه لوڅ سایټونه نه ګورم، په بدله کې یې ځانته مکافات او جایزې هم وټاکه.
•  بیا وروسته له سلو ورځو خپل هدف تر۲۵۰ ورځو وټاکه او خپلې جایزې، په ځانګړي ځای کې ټولوه.
• وروسته بیا دجایزو لپاره کلنۍ مهال ویش وټاکه، تر څو د کال په آخرکې له دغه لوی مرض څخه خلاص شې. د خپلو پیسو لپاره ځانته صندق سمبال کړه.
• که نشوې کامیاب بیا هغه ټولې پیسې خیرات کړه، او له سره خپل پلان پیل کړه.
• هروخت د دغه کرغیړن کار له مقدمو ځان وژغوره.
• خدای ته مخ کړه، له هغه مرسته وغواړه، لکه څرنګه دې چې مخکې کړي وو.

په پایله کې به ته ضرور کامیابیږې، خپل منظم ژوند به پیلوې د خپلې میرمنې سره به خوږ ژوند تیروې، د خدای ثنا به یادوې. د لوی خدای نه د نیکمرغه ژوند هیله درته لرم او په ژوندانه کې د نورو بریاوو دعا درته کوم.

منبع: اصلاح انلاین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب