په ماشومانو کې د خلاقیت ځواک

مخکې تر دې، چې په ماشومانو کې د خلاقيت د ځواکمنيتا په اړه خبرې وکړو بايد پوه شو، چې خلاقيت څه ته وايي. خلاقيت يوه داسې وړتیا ده، چې په ټولو انسانانو کې شتون لري، خو پالنې او هڅونې ته اړتيا لري. خلاق هغه انسان دی، چې پلټونکی او پنځوونکی ذهن ولري. په لنډ ډول کولای شو، ووايو، چې خلاقيت د يوه فرد د ټولو هغو کړنو او ذهني نوښتونو څخه عبارت ده، چې په پايله کې يې توليدونه رامنځ ته کېږي، نوي وي، بشپړ وي او په لويه کې يې د بشري ټولنې لپاره يو سترکار کړی وي.

کورنۍ په ماشومانو کې د خلاقيت د ودې لپاره تر ټولو اغېزمن او مهم لامل ګڼل کېږی، چې د ماشومانو د خلاقيت په رابرسېره کولو کې ډېر مهم رول لوبوي. لکه څنګه چې ماشوم د خپل ژوند تر ټولو حساسترين پړاو په کورنۍ کې تېروي؛ نو له دې ځايه ده، چې په ښه بڼه ماشوم پالل د ماشوم د خلاقيت په رابرسېره کولو کې ډېره مهمه دنده ترسره کوي. « كليګان » ( 1971 ) په دې اند دی، چې د ماشوم د خلاقيت د رابرسېره کولو په پار د ماشوم د روزنې په برخه کې ډېرې لارې شته دي، چې د ماشوم د خلاقیت د ودې په برخه کې ارزښتمنه دنده ترسره کولای شي.

د ماشوم د روزنې ډول، له بېلابېلو لارو يانې ديموکراټيکې يا مستبدانه لارو کارول، له ماشوم سره د خبرو اترو طرز دا ټول هر يو په خپل وار سره په يو نه يو ډول د ماشوم د خلاقيت په رابرسېره کولو او مړه کولو کې اغېزمن اغېز لري. لکه څنګه چې تاسې هم پوهېږئ زموږ ماشومان خپل ډېری وخت په کورنۍ کې تېروي نو د همدې په پار د خلاقيت د رابرسېره کولو اصلي ځای همدا کورنۍ ده، ځکه چې همدا کورنۍ ده، چې د ماشومانو د خلاقيت په ځواکمنولو او پرځولو يا مړه کولو کې يې اغېزمن رول لرلای دیمور او پلار کولای شي، چې د ماشوم د روزنې پر مهال د هغوی د خلاقيت د ودې په برخه کې سهيم واوسي، هغه د اسې، چې دوی بايد د ماشومانو لپاره د اښتنې پوښتنې حق ورکړای شي، هغوی ازاد پرېښوول شي، ترڅو د خپل محيط د پېژندلو په برخه کې خپله پرېکړه وکړي او هېڅکله هم هغوی ونه رټو، د هغوی وړې وړې خبرې بايد غټې وګڼو او په مخ کې يې بايد د خبرو مخالفت ونه کړو او يا هم سپکاوی یې ونه کړو.موږ کولای شو، چې د ماشومانو د خلاقيت د ودې لپاره په کورنۍ کې ښه زمينه برابره کړو هغه بايد داسې وي، چې د دوی وړو خبرو ته احترام وشي، د دوی نظرونو ته درناوی وشي او کورنۍ د يوه غړي په توګه ورته احترام ولرو.

کورنۍ داسې جوړه کړئ، چې په کې ډېرې خوښۍ، خنداوې او ساعتېريانې وي او هر کله له خپلو ماشومانو سره کارونه په نوې بڼه ترسره کړئ، د هڅونې او تايدولو ځواک په مټ تاسې کولای شئ، چې د ماشومانو د خلاقيت ځواک لاپسې ځواکمن کړئ او هغوی ته د خلاقيت د ځواک د رابرسېره کېدلو موقع په لاس ورکړئ. د ماشومانو په ساعتېريانو او يا ورځنيو چارو کې د هغوی د بېلابېلو لارو مخالفت مه کوئ، د هغوی د خيالي جوړې دنيا مخالفت هم کوئ، ځکه چې له همدې ځايه د ماشوم د خلاقيت ځواک کمزوری یا مړ کېږي او يا هم د هغه د خلاقيت ځواک محدودوئ. څېړنو ښوولې، چې د خلاقو ماشومانو مور او پلار په خپلو کړنوکې هماهنګي یا ډېره همغږي لرله او همدارنګه دوی خپل ماشومانو داسې خپل کړي، لکه څنګه چې دي او هغوی يې د بېلابېلو شیانو په اړه د فکر کولو په پار هڅولي دي او خپل ماشومان يې د خپلې خوښې توکو د پېرلو او انتخابولو لپاره ازاد پرېښې دي او د هغوی کارونه او پلانونه يې تر پاملرنې لاندې نيسي.

ډېره به ښه وی، چې مور او پلار خپل ماشومان په ډېرو کارونو کې آزاد پرېږدي او له همدې لارې په هغوی کې په نفس د اعتماد وړتيا پيدا کړي او د هغوی لاسته راوړنې او واړه واړه کارونه دې په لويو او سترو کارونو وشمېري او له ډېرې خوښۍ دې هغه په غېږ کې ونيسي. دارنګه بايد ماشومان د ماتې پر مهال د رټلو پر ځای نور هم وهڅول شي او ورته د دې وړې ماتې څخه د عبرت اخيستو وويل شي او لارښوونه دې ورته وکړای شي، چې په نورو پاتې کارونو کې بريالی واوسي، له دې لارې به مو له يوې خوا په راتلونکي کې د هغه ماتو مخه نيولې وي او له بلې خوا به مو هغه ته دا احساس وربښلی وي، چې دی هم د دې کورنۍ مهم غړی دی او بايد چې د يوه کار د ترسره کولو مخکې يې بايد په اړه ښه فکر وشي او همدغه کارونه د خلاقيت د رابرسېره کولو لپاره بنسټيز کارونه دي.د ذهن يوه متخصص يا څانګوال ويلي دي: د مور او پلار او ماشوم تر منځ مينه ناکې اړيکې د خلاقيت د ځواک د رابرسېره کولو لپاره زمينه جوړونکی دی.همدارنګه د ماشوم ډېرو وړو وړو خبرو او حرکتونو ته پام هم کولای شي، چې د ماشوم د خلاقيت ځواک په غښتلي کولو کې مرستندویه اوسي، هغه حرکتونه چې حتا کېدای شي د ماشوم د مور او پلار څخه هم پټ پاتې وي.

your ads

ډېری مهال لږ وخت او حوصلې ته اړتیا شته ده، چې په خپل ماشوم کې د خلاقيت شاهد واوسو او تر ټولو غوره وخت يې هغه وخت دی، چې ماشوم لوبې کوي، خلاقيت د لوبو يو تر ټولو مهم لامل دی.ماشوم د لوبو پر مهال آزاد پرېږدئ او د هغه کارونو ته پام وکړئ، ځکه خلاق ماشوم د خپلو لوب توکو څخه په بېلابېلو لارو چارو ګټه اخلي او د هر لوبتوکي د کارونې لپاره بېله لار لټوي او مخکې تر دې، چې د لوبې بلې وسیلې يا توکي ته ورشي د هغه د کارولو لپاره فکر کوي او په نوې بڼه ورنه ګټنه کوي.خلاق ماشوم ډېری وخت له شته سرچینو څخه په بېلابېلو لارو او شکلونو او حتا په داسې ډول کار اخلي، چې سړی ورته حیران شي، د بېلګې په ډول يو خلاق ماشوم کولای شي، له وړې جوړې شوې نانځکې څخه هم په ډېر ښه ډول د لوبو لپاره ګټه واخلي، ځکه چې خلاق ماشوم کولای شي، د هر ځای وړ لوبه ترسره کړي او له هرشی څخه د هغه ځای مناسب کار واخلي او ورنه د نوې لوبې لپاره ګټه واخلي. خلاق ماشوم کولای شي، چې په لوبه کې ډېر ښه تنظيمونکی يا اداره کوونکی واوسي، که هغه په ډله ايزو يا وګړيزو لوبو کې وي.

د خلاق ماشوم ځانګړنې:

1- خلاق ماشومان تل په ډېر ښه ډول خبرې کوي، د يوې مسلې په اړه په ډېرو جزياتو خبرې کوي.2- د اورېدو، ليدو او يا کوم کار ترسره کولو پر مهال ډېر دقيق وي.3. د خبلو جسماني کارونو د ترسره کولو پر مهال ډېر شوخ او تقريباً غالمغالي وي.4. د خپلو لوبو لپاره د بېلابېلو سرچینو د کارولو شوق لري.5. خپل ځان ته نږدې ټولو شیانو ته ډېر په دقت ګوري او که خبرې کولای شي په اړه يې پوښتنې کوي.6. د خپلو موندنو په اړه له نورو سره د خبرو اترو شوقي او مينه وال وي.7. د نويو لوبو د جوړولو يا په لوبو کې د بدلون وړتيا لري.8. د کارونو د ترسره کولو لپاره ډېر زيات فکر کوي او تل مبتکر وي.9. بېلابېلې او عجيبې پوښتنې کوي. هغه وخت د ماشوم د خلاقیت ځواک يا انګېزه له منځه ځي، چې:1- د ماشوم په حافظې او هوش د مور او پلار له حده ډېر تاکيد

2- د ماشومانو ترمنځ د رقابت رامنځ ته کول

3- د ماشوم پر حنسيت ډېر تاکيد کول
4- په کور يا کورنۍ کې د سختو او وچو قوانينو رامنځ ته کول يا جوړول.
5- د خلاقيت سره د مور او پلار نااشنايي
6- د ماشوم په کړنو ډېری وخت انتقاد کول
7- د ماشوم د تخيلاتو او نظریاتو بې ځايه شمېرل
8- د ماشوم د داخلي غوښتنو نه پېژندل
9- د کور په چاپېريال کې د شوخ طبيعت نه لرل
10- په ماشوم د لويانو تحميلول

د ماشومانو خلاقیت د رابرسېره کولو يا ځواکمنولو لپاره بايد:

1. هېڅکله بايد ماشوم ونه رټو، هر ماشوم چې د حقارت احساس وکړي، هېڅکله هم خلاق نه وي.
2. د ماشومانو د خلاقو کارونو د ترسره کولو په پار باید ورته وړ او مناسب محيط برابر کړای شی.
3. د هغوی په واک کې بايد ډېر وسایل او امکانات ورکړل شي، چې هغوی وکولای شی د هغو وسايلو له لارې خپل خلاقيت راڅرګند يا نورو ته وښیي؛ د بېلګې په ډول، د رسامۍ لپاره سپينې پاڼې او پنسل او داسې نور.
4. د ماشومانو خلاق کارونه باید وهڅول شي او هغوی بايد نورو ته د نمونې په ډول ياد شی.
5. د يوه مشر په توګه تاسې هم د خلاقو کارونو ترسره کوونکي واوسئ او هغوی پرېږدئ، چې ستاسې کارونه وګوري او وڅاري.
6. په خپل کور کې د زده کړو لارو چارو ته تل پام کوئ.
7. د نورو خلاقو کارونو ته ارزښت ورکوئ.
8. هغوی ته د لوبو او په کړنو کې د رول لوبولو لپاره امکان برابر کړئ.
9. که په کورنۍ کې ځينې ستونزې وي، هڅه وکړئ، چې ماشوم له هغو ستونزې لرې وساتئ او کوښښ وکړئ، جې د هغو ستونزو څخه د ماشوم د روزنې په برخه کې داسې کار واخيستل شی، چې ماشوم يې په اړه خپل نظر ورکړي او د هغه يا هغې د خلاقيت حس نور هم پياوړی شی.
10. دا هم په پام کې ونيسئ، چې استعداد د خلاقيت يو ترټولو وړوکی جز دی او تمرين او تکرار هغه ته نور هم ډېرښت ور په برخه کوي او له ماشومه خلاق ماشوم جوړوي.
11. له خپل ماشوم سره شوخ طبع او مهربان اوسئ.په دې هيله، چې د خپل ماشوم د خلاقيت د ځواک په رابرسېرولو کې رغنده رول ولوبوﺉ.

اخځليکونه:1. برات، نگين. ( 1382، 29 مهر ). خلاقیت و یادگیری در کودکان. همشهری، تهران.2. پیرخائفی، علیرضا. (2138). خلاقیت و هوش ( مبانی نظری و پژوهشی ). تهران: انتشارات مهربرنا.3. گريوز، گارگيلو، اسلادر. ( 1379 ). خلاقیت (شناخت ويژگي هاي كودكان و برخورد مناسب با آنها )( د مهدی قراچه داغی ژباړه ). تهران: پیک بهار

رفيع الله ستانکزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب