په مجلسونو کې ولې د فيسبوک او مبايل مخالفت؟

 

نن سبا هغه خلک چې انټرنيټ ته لاسری لري فيسبوک يې په ژوند دومره اغيز کړی دی چې نور څه نه دی کړی، د انټرنيټ په نړۍ کې له فيسبوک پرته نورې ټولنيزې شبکې هم شته چې خلک ترې په ټولنيزه توګه استفاده کوي او لاسرسی ورته لري، په خواله رسنيو کې فيسبوک يوازينۍ هغه رسنۍ ده چې ډېر خلک يې په ځان ورمات کړي دي چې له امله يې د خلکو په شخصي او کورني ژوند کې هم ډیر تغيرات رامنځته شوي دي، چې دغه تغيرات په يو وخت کې دومره ژور او منفي اغيز هم لري چي ډېر ځله له انسان څخه د ژوند مهمې چارې پاتې يا نيمګړي کړي او حتی دا چې په عباداتو، مطالعې او د مشرانو او والدينو سره په ناسته ولاړه او د هغوی د وعظ او نصيحت اورېدل هم ترې پاتې کيږي.

ډير ځله موږ ګورو چې مشران خپلو کشرانو او ځوانانو ته توصيه کوي تر څو په مجلس کې د موبايل او فيسبوک له استعمال څخه ډډه وکړي، مګر ځوانان بيا هم هڅه کوي چې خپل ځان په فيسبوک او مبايل کې بوخت وساتي.

د مشرانو مجلسونه رښتيا هم ګټور دي او بايد خبرو ته يې غوږ ونيول شي، خو که مونږ وګورو نن سبا ټول مجلسونه هم داسې نه دي چې سړی دې ورته د يو ښه مجلس په توګه وخت ورکړي، مشرانو ته په ټول احترام بايد دا ووايو چې هغوی هم پخوانۍ کليشه يي کيسې او داستانونه په تکراري توګه غږوي او يا هم د خپل ځان په صفت او نورو په غيبت کې وخت تيروي.

خو له دې ټولو سره سره موږ بيا هم په نن وخت کې ډير داسې مجلسونه او ناستې موندلای شو چې کولای شي سړی ورڅخه له نويو افکارو ډک ماغزه يوسي، چې دغه ډول مجلسونه په ډېر قيمت او ارزښت ارزي او بايد چې سړی له دغه ډول مجلسونو پسې تر لرې لرې سفر وکړي او وخت ورکړي.

همدغه شان مجلسونه چې ډېر کم موندل کيږي؛ خو تيره اوونۍ زموږ په ځای کې وروسته له هغه جوړ شو چې زموږ جونګړه د څو تنو علمي شخصيتونو د ميلمستيا وياړ درلود، دغو علمي شخصيتونو د هيواد د تعليمي سيستم په ستونزو او نيمګړتياوو خبرې وکړې او د افغانستان تعليمي سيستم يې له نورو هيوادونو سره پرتله کاوه، په دې خبرې وشوې چې د افغانستان تعليمي سيستم بايد د نورو هيوادونو له تعليمي سيستم سره پرتله شي د هغوی له ګټورو کړنلارو او تجربو ګټه واخيستل شي او موږ هم د يو ښه او ګټور تعليمي سيستم خاوندان شو، دغه علمي بحث ډير دوام وکړ چې په دې ټوله موده کې نه چا فيسبوک ته لاس کړ، نه يې مبايل له جيب نه رواخيست او نه هم کوم بل حرکت وشو، مګر دغه مجلس په ښه توګه ترپايه دوام وکړ، ولې چې په دغه مجلس کې نوې او ګټورې خبرې وې.

مګر متاسفانه زموږ په ټولنه کې لاهم داسې ډير مجلسونه شته چې په هغو مجلسونو کې کيناستل بيخي نه ارزي خو زموږ په ټولنه کې عام دي او بې له کومې انديښنې هره ورځ او شپه په بيلابيلو حجرو او ديرو کې دايريږي، دا هغه مجلسونه دي چې نه په ناستې ارزې او نه يې هم څوک د يو ښه مجلس په توګه منلی شي نو له دغه ډول مجلسونو څخه ځيرک تيلفون او فيسبوک ډېر ښه دی ځکه چې ځيرک تيلفون په نن وخت کې يوازې تيلفون او د ساعت تيرۍ اله نه ده، مګر دا يو کتابتون دی، یو علمي چاپيريال دی، ښوونځ او پوهنتون دی، ويب پاڼه ده، راډيو ده، ورځپاڼه ده او بالاخره له پرمختګونو او نړۍ سره د اړيکو يوه ښه وسيله ده، هغه مجلس چې ترې په ساعتونو ساعتونو کې يوه مثبته، علمي او ګټوره جمله نه شو زده کولای، د ګوګل په يوې پلټنه کې ډير څه زده کولای او ترلاسه کولای شو، نن سبا چې د بريښنايي کتابونو پريماني ده په ګرځنده ټيلفون کې پراخه مطالعه کولای شو، هغه بيا بيله خبره ده چې زموږ ځوانان خپل وخت له خپل ځيرک تيلفون سره څنګه تيروي او په کې په څه بوخت دي.

د مجلس د خلکو په روان ځان پوهول

ځينې مشران په مجلسونو کې داسې غورې کوي چې بيخي به بل څه وايي او د مجلس د ګډون والو په روان به ځان نه پوهوي او درګرده لګيا به وي د يوې به سر وايي د بلې به اخر وايي او داسې څه به يې راشروع کړي وي چې بيخي به د اورېدلو نه وي او د مجلس نور خلک به ورسره په تکليف وي، که لږ يې توجو بلې خواته واوړي نو غږ به پرې وکړي چې اورې فلانيه؟ يا يو دم په غوسه شي چې تاسو زما خبرې ته غوږ نه نيسئ او خپله خبره به درباندې په زور اوري او تحميلوي به يې.

خو مشران او بل هر هغه څوک چې په مجلس کې خبرې کوي بايد د حکمت او تدبر خاوندان واوسي د مجلس د خلکو په روان ځان پوی کړي او داسې څه ووايي چې د مجلس په خلکو اغيز وکړي ارزښتناکې او ګټورې خبرې وکړي او خپله د مجلس خلک دې ته اماده کړي ترڅو يې خلک خبرو ته غوږ ونيسي، که چيرته څوک په مجلس کې ښې خبرې کوي نو ښه اورېدونکي به ولري او که ښې خبرې کوونکی ونه اوسي، نو ښه اورېدونکي هم نه شي موندلای او دا به بيا زیاتی وي چې د مجلس په نورو ګډون والو خپلې خبرې په زوره وراوري چې دا بيا هيڅ ګټه څه چې تاوان لري او د انسان شخصيت ته پرې صدمه رسېدلای شي، ځکه پوهان وايي چېرته چې ستا د خبرې قدر نه وي هلته ستا له پاره خاموشي غوره ده.

پايله

ډير څه داسې شته چې زموږ په ټولنه کې دود دي؛ خو موږ يې بايد د له منځه وړلو هڅې وکړو، موږ لاهم د وخت او مجلسونو ارزښت نه دی پيژندلی، لامو هم د خپل قيمتي ژوند زیاته برخه ډير ارزانه او بې بيې له لاسه ورکړه، لامو هم وخت په داسې څه تيريږي چې يو هوښيار، دانا او عاقل انسان په ذهني توګه دې ته نشي اماده کېدلای چې دغه سره زر وخت په داسې عبثياتو او ځان تير ايستنې تير کړو.

راځئ خپل ژوند له مهال ويش سره سم وکړو، دين ته، مجلسونو ته، والدينو ته تفريح ته او بالاخره د ژوند ټولو اړخونو ته په کې به خپله اندازه وخت ورکړو.

په همدې هيله

ليکنه: فضل باري مشفق

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب