په مسلمان او مسلمانې څومره علم فرض دی؟

پوښتنه:

د اصلاح د ټولني ښاغلو كا ركونكو ته
اسلام عليكم ورحمت الله وبركا ته
پوښتنه: په يو عا قل،بالغ، مسلمان نارينه او ښځينه با ندي كوم ا ندازه ديني علم فرض دي چه هيڅ ډول عذر د الله (ج) تر وړاندي د قبول وړ نه وي.
په درنښت

محمد صديق

جواب:

محترم ورور محمد صدیق
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته
الله تعالی دی هر افغان مسلمان ته د دین د زده کړې توفیق په نصیب کړي .
ګرانه وروره هر مسلمان سړي او مسلمانې ښځې باندې د دیني علومو هغومره زده کړه واجبه ده چې په هغه باندې خپل عبادات سر ته ورسوي . چه په هغه کښې د طهارت یا شرعي پاکوالې، ( غسل، اودس ) او د لمانځه احکام، د روژې احکام ، او که چیرې مالداره وي نو د زکات احکام، او د اسلامې اخلاقیاتو او د حلال او
حرام په احکامو باندې باید پوه اوسي  .
په اسلامي اخلاقیاتو کښې هغه ټولنیزه امور شامل دي چه د ټولنې اخوت او امن ورباندې ساتل کیږي او نا امني او دښمني له منځه وړي. لکه دا چه یو مسلمان باید پدې پوه اوسي چه خپل مسلمان ورور باندی سلام کول سنت دي او جانب مقابل دي باید پدې پوه اوسي چه د سلام ځواب ویل واجب دي . همدا راز مسلمان باید د صله رحم په حکم خبر وي . او د صله د پری کولو د ګناه نه هم باید خبر وي . او داسې نور ټولنیز حقوق چه هر مسلمان انسان باید ورباندې پوه اوسي . له دې څخه ها خوا ټول په تخصصي شرعي علومو کښی راځي چه زده کړه یې په مسلمانه ټولنه باندې فرض کفایي وي، نو ځینی ملسمانان باید دا زده کړه تر سره کړي او که یی ونکړي نو هغه ټولنه په مجموعي توګه مقصره ګڼل کیږي او ګناه کاره ټولنه ده

هذا و الله اعلم و صلی الله تعالی علی خیر خلقه محمد و علی اله و صحبه اجمعین

استاد محمد همایون

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب