په نارینه وو کې اضافي ویښتان

د پاک او سپیڅلي څښتن په نامه ډاکټر صاحب سلامونه او نیکې هیلې مې ومنه له تاسو ډیره مننه کووو چې خپل قیمتي وخت دخپلو هیوادوالو په چوپړ کې تیروئ داکتر صاحب پس د سلامه یوه پوښتنه لرم زما په بدن ډیر زیات ویښتی دی چې شا په تیره بیا ډډه اوسینه مې دواړه ترې زیات ډک دي ان ترستوني پورې راختلي دي او دسر د ویښتانو هومره دی چی ډیر سخت ورڅخه تنګ یم او خصوصا په اوړی کې مې سخت تنګوي یعني سوی کوي او محترم ډاکټر صاحب کوژدن مې کړی اوله هغه چا سره چې زما دتره لور ده او له ماسره وړه لویه شوې ده هغه هروخت راته وايي چې دا ویښتي له واده مخکې ختم کړه ځکه چې زما نه خوښیږي که داسې مشوره راکړط چې زما دبدن ټول ویښتان بیخي له منځه لاړ شي اوبیا شنه نه شي اوبله دا چې زما مخ ناست دی خو نور بدن مې ښه دی یوازې غواړم مخ مې ډک شي شل کلن یم او واده مې هم نه دی کړی ؟

ځواب :

په نارینه وو کې له بلوغ وروسته دويښتانو ریشه دجنسي هورمونونو(تسترون ) تراغیز لاندې راځي او ویښتان له نرم او نازک حالته په پنډو ویښتانو بدلیږي دغه حالت په بیلابیلو کسانو دهغوي ارثي فکټور ته په پام سره توپير کوي ځینې کسان ډیر او ځینې کم ویښتان لري دبدن په ځینو برخو لکه تخرګونو ، ټټر ،نس ،ملا پښو او ځینو نورو برخو دویښتان شنه کیدل طبیعي دي او اضافي ویښتان نه بلل کیږي خو که تاسو ترې کرکه کوئ اویا مو نه خوښیږي په بیلابیلو لارو هغه لیرې کولاي شئ تراوسه پورې داسې کومه لاره نه ده موندل شوې چې دغه ویښتان داسې ورک کړي چې بیخي شنه نه شي که تاسو ترې کرکه کوئ کولاي شئ هغه وخریئ اویا ېې په بیلابیلو رودو ځان له شره خلاص کړئ مثلاً کریمونه او پوډر ،سپرې ګانې ، او لیزر شته چې کارولی ېې شئ چې نن سبا په ډیرو هیوادونو کې نارینه هم له دغو رودو استفاده کوي البته تراوسه پورې ددې ستونزې قطعې معالجه نه ده شوې خو دغه خبره هم باید وکړو چې دا یوه ناروغي هم نه ده چې علاج ېې وشي بلکه پربدن د اضافي ویښتانوستونزه تر نارینه وو ډیر میرمنې کړوي او هغوي ځوریږي خو که شتمن یاست ددې ستونزې دخلاصي یوازیني لاره لیزر دی البته ډیره ګرانه روده هم ده .

ددې ستونزې دعلت په هکله باید ووایو چې دویښتانوپیاز دتستوسترون په نامه دیوه هورمون په وسیله تحریکیږي دغه ډول هورمونونو ته اندروجن یا مردانه هورمون وايي چې په نارینه ووکې ېې سویه لوړه وي خو په ښځو کې هم په طبیعي توګه په کمه سویه موجو د وي خو ځینې وخت په بیلابیلو علتونو دغه سویه په میرمنو کې هم لوړیږي اوپه دې ډول ددې سبب کیږي چې دویښتانو پياز تحریک او ویښتان په مخ کې له حده زیاته وده وکړي .

لکه چې وویل شول دغه هورمونونه په نارینه وو کې په بیضو کې تولیدیږي خو له دې چې میرمنې دغه اله نه لري نو دغه هورمون په میرمنو کې په تخمدانونو ، دپښتورګو په سر په دوغدو ،او په مازغو کې دهیپوفیزپه نامه په یوې غدې کې تولیدیږي دمثال په توګه کله چې په تخمدان کې یو کیست پيدا شي دغه میرمنې ښايي د هورمونو دزیاتیدا له امله په مخ کې اضافي ویښتان پيدا کړي نو غوره ده په دغو میرمنو کې داضافي ویښتانو دپيدا کیدا اصلي علت پیدا شي .

ددې لپاره چې نورعلتونه رد شي غوره ده یو ځل ډاکټر ته ورشئ که کومه بله ستونزه نه لرئ له دې ستونزې سره جوړ شئ دمخ د‌ډکیدا په هکله هم تراوسه کومه خاصه روده نه ده وړاندیز شوې البته سمه تغذیه او دډیرو اوبوڅښل له تاسو سره مرسته زه تردې زیات په دې اړه دویلو لپاره کوم شی نه لرم

داکټر نویدالله خپلواک‎

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب