په نباتي منظرو کې د زینتي نباتاتو ښاخ پرې کول (ښاخبري)

په نباتي منظرو کې د زینتي نباتاتو ښاخ پرې کول (ښاخبري)

Pruning Ornamental Plants in the Landscape

لړلیک:

د ښاخبرۍ وسایل

د ښاخبرۍ لارې چارې

د ښاخبرۍ وخت

د نباتاتو د ځینو کورنیو د ښاخبرۍ لارښوونې

د ښاخبرۍ ځانګړي ډولونه


لیکنه د تصویرونو سره په لاندې پته د ورد په بڼه وګورئ.

ورد فایل +تصویرونه

زینتي بوټي د کورونو د منظرې او نورو بېلابېلو موخو لپاره ښاخبري کېږي؛ ځینې د دې لپاره ښاخبري کېږي چې اندازه او بڼه یې منظمه او پخپله خوښه شي؛ ځینې په دې موخه کېږي چې د ودې لپاره قوي شي، ښه ګل او مېوه وکړي. ځینې وخت د دې لپاره باید ښاخبري وشي چې بوټي ډېره وده کوي، نورو نباتاتو ته مزاحمت کوي او په کړکیو کې د لید مخه نیسي. هغه نباتات چې د حشراتو، ناروغیو یا یخنۍ له امله زیانمن شوي وي، ممکن اصلاحي ښاخبرۍ ته اړتیا ولري. د نباتاتو د ودې عادتونه بېل دي او ښاخبرۍ ته یې اړتیا هم یو له بله توپیر کوي. ځینې بوټي د ټیټې ودې عادتونه لري او ممکن ښاخبرۍ ته هېڅ اړتیا ونه لري، په داسې حال کې چې ډېر وده کونکي بوټي ممکن مکرراً ښاخ پرې کولو ته اړتیا ولري. ښاخبري هر څوک کولی شي؛ خو سمه بڼه یې د هر چا نه ده زده. ناسمه ښاخبري یا د کال په نامناسب وخت کې د ښاخونو پرې کول کېدای شي د بوټو بڼه ناسمه کړي، ګلان یې کم کړي یا د حشراتو، ناروغیو او ژمنۍ یخنۍ له امله زیانمن شي.

دا مقاله د سمې ښاخبرۍ په اړه لارښوونې وړاندې کوي چې پیاوړي او سالم نباتات ترلاسه کړی شو او دوامداره او ښکلې منظره جوړه شي. لومړی به د ښاخبرۍ په درېیو بنسټیزو مواردو؛ د ښاخبرۍ وسایل، لارو چارو او مناسب وخت په اړه بحث وکړو؛ وروسته به د کورونو دمنظرو لپاره دځانګړو زینتي بوټو داصلاح کولو اړتیاوې وڅېړو.

د ښاخبرۍ وسایل:

اوس په بازار کې د نورو محصولاتو په څېر، د ښاخبرۍ وسیلې هم په پراخه کچه په مختلفو برنډ نومونو، بڼو او بیو موندل کېږي. دښاخبرۍ د وسایلو داخیستلو په وخت کې باید د بیې پرځای کیفیت او پایښت ته پام وشي. د ښاخبرۍ وسایل باید له داسې کمپنیو واخیستل شي چې د خرابېدو په صورت کې ورنټي ولري او پرزې یې پیدا شي. د کورنو د زینتي بوټو د ښاخبرۍ ډیری کارونه په لاسي قیچي ګانو، لوپېنګ قیچي ګانو، د ښاخ غوڅولو اره او داسې نورو وسایلو کېدی شي. (۱ شکل)

د ښاخبرۍ لاسي قیچی ګانې دوه ډوله دي:

  1. scissor-action or draw-cut pruners: دا قیچي ګانې تېره تیغونه لري؛ بیه یې د دوهم ډول په پرتله لوړه ده، اصلي ښاخ ته نیږدې او په هوار ډول ښاخ پرې کوي.
  2. anvil action or snapcut pruners: د دې ډول قیچي ګانو یو تیغ تېره اوبل یی پلن وي؛ د لومړي ډول په پرتله لوی او په اسانۍ ښاخ پرې کوي.

لاسي قیچي ګانې عموماً د کوچنیو ښاخونو او څانګو-چې قطر یې تر نیم اېنچ پورې وي- د پرې کولو لپاره کارېږي. د لویو ښاخونولپاره – چې قطر یې تر یوه اېنچ پورې وي-  لوپینګ قیچي کارول کېږي.

لوپینګ قیچي ګانې Lopping shears: دې ته لوپرهم وایي؛ د scissor-action hand pruners پشان دي چې یوازې لوی تیغونه او لاستي لري. د دې ډول قیچي د کارولو پر وخت باید کوښښ وشي چې ښاخ په یوه ضربه پرې شي چې نورو څانګو ته زیان ونه رسیږي. لوپرونه هغو خلکو ته ګټور دي چې د مفصلونو درد لري یا یې په لاسونو کې زور کم وي. دا ډول قیچي د لږ زور سره ښاخونه پرې کوي. (۲ شکل)

هغه ښاخونه چې قطر یې له یو نیم انچ څخه لوی وي، باید په اره سره پرېکړل شي. د ښاخبرۍ اره د دنجارۍ د ارې په پرتله نازک غاښونه لري. د ځینو غاښونه یې منحني شکله دي. لاسي ارې مختلف ډولونه لري او د هرچا په خوښه پورې اړه لرې.

اوږدلاستې قیچي Pole pruners : هغه ښاخونه چې له ځمکې لاس نه ورته رسیږي، د دې قیچي په وسیله پرې کېږي. ډیری اوږدلاستی قیچي‌ګانې -قیچي او اره- دواړه لري. د پرې کولو تېغ له ځمکې څخه د یوې اوږدې رسۍ یا سیم په واسطه چلېږي او لاندې خوا ته را کش کیږي. د غې قیچي لاستی له المونیم یا پلاستیک څخه جوړېږي. د دې قیچي نوي ماډلونه د تیلسکوپ په شان اوږده او بېرته راټولېږي.

د هیجز hedges (هغه موانع چې د پارکونو د منځ لارو په څنډو یا د پارک په څنډو کې د کابو یو متر په جګوالي وي؛ معمولا د شنو بوټو) یا نورو بوټو د پرې کولو لپاره د هیج قیچي (لاسي، ډیزلي یا برقي) وکاروئ. په هیج قیچي لوی خاښونه مه پرې کوئ. د ښاخبرۍ د وسایلو ښې ساتنې لپاره باید د هر فصل په پای کې د دغو قیچیو تېغونه تېز شي او تېل پرې وموږل شي.

کله چې لوپرونه، هیج قیچيګانې او نورې لاسي قیچيګانې تیزوئ، نو یوازې د تېغونو بهرنۍ سطحې تیزه کړئ چې د ننه سطحې هموارې پاتې شي او د یو بل پر وړاندې په اسانۍ ودریږي. غوره دا ده چې د ښاخبرۍ ارې د مسلکي کس لخوا تیزې( تېرې) شي.

د ښاخبرۍ لارې چارې:

پر دې د پوهېدو لپاره چې ولې د یوه ځانګړي نبات لپاره د ښاخبرۍ یو ډول د بل په پرتله غوره دی او ولې پرې کول د دوی بڼې ته د کتو له مخې ترسره کېږي؛ باید تر هر څه د مخه د ښاخبرۍ لومړني بوټانيکي اصولو زده کړو. وروستی پنډک (terminal bud) (د ښاخ یا څانګې د وروستۍ برخې پنډک) د آکسین په نوم یو هورمون تولیدوي چې د څنګونو د پنډکونو وده او نمو رهنمایی کوي. تر هغه چې وروستی پنډک (terminal bud)  ثابت وي، آکسین د څنګونو د پنډکونو د ودې مخنیوی کوي. کله چې وروستی پنډک پرې شي، د څنګونو پنډکونه او تر آخریني پنډک لاندې ښاخ پیاوړې او چټکه وده کوي. تر ټولو نوې پیاوړې وده تل له پرې شوي ځای له ۶ – ۸ انچو فاصله کې کېږي. (۳ شکل).

= تصویر =

غوڅول که ړنګي کول:

کله چې بوټي منظم غوڅېږي، د بوڼو د چتر بهرنۍ برخې ته نږدې ډیری ګڼ، ډبل ښاخونه نوې وده کوي په پایله کې د نبات ننۍ برخې ته ډېره رڼا نه رسېږي؛ د نبات د ننه پاڼې لږېږي او نبات تش ښکاري. ړنګي کول معمولا له لنډولو پرتله غوره دي. ړنګي کول د بوټو په ننیو برخو کې نوې وده هڅوي او یو په زړه پورې نبات ترلاسه کیږي (۴ شکل).

= تصویر =

د ښاخ دغوڅولو طریقه:

کله چې یو ښاخ له اصلي څانګې، فرعی ښاخ یا پنډک څخه پرې کیږي، د هورمونونو لوړ غلظت د دې لامل کیږي چې زخم په چټکۍ روغ شي. کله چې د پرې کولو په وخت کې یوه برخه پریږدئ، د هورمون سرچینې څخه فاصله ډیریږي او زخم ورو ورو رغیږي.

حشرات او ناروغۍ کولی شي دغوڅې شوې برخې ته ننوځي او د بیرته مړ کیدو لامل شي. له همدې امله کله چې یو کوچنی یا لوی ښاخ پرې کوی نو باید په پوره توګه پریکړل شی او دکوچیني ټوټې (stub) د پریښودلو څخه مخنیوی وشي (۵ شکل).

کله چې دونو څخه لوی ښاخونه  غوڅیږی  دښاخ دلوېدو په وخت کې کیدای شی دښاخ پټوکی دیوې برخې سره د زیات وزن له امله را وشلیږي. د اصلي ونې د زیانمنېدو دمخنیو لپاره باید ښاخ  دری ځایه غوڅ شي. لومړی باید یو په څلور تر یو پر دوه برخه له لاندې خوا نه د اصلی تنې نه د یوه پوټ په انداز لرې پرې شي. دوهم باید له پاسنۍ خوا نه له یوه تر څو انچه پورې پرې شي. درېیم باید پاتې ښاخ له اصلي تنې سره جوغت پرې کړل شي (۶ شکل).

څېړنې ښیي چې د ټپ پوښونکي توکي د ټپ په بیا رغونه کې مرسته نه کوي او نه یی له تخریب څخه ساتي. د ښکلا له نظره، د ټپ پوښ ښايي یو څه ښه وي؛ خو که پرې کول په سمه توګه وشي، ټپ ژر رغېږي او د ټپ پوښتلو ته اړتیا نشته.

= تصویر =

بوټو ته د ونو بڼه ورکول

عامه منظره لرونکي بوټي کېدی شي د ونو په شکل جوړ شي (د یوې ونې په څیر بوټي یا له یوې یا ډېرو اصلي تنو سره). نباتات لکه کرېپ مرټل (crape myrtle)، یاوپون هولي(yaupon holly)، ویکس میرټل(wax myrtle) او ویکس لیف لیګسټرم (wax-leaf ligustrum) عموماً د ونو په څېرجوړول کېږي. د دې لپاره ښه وخت د مارچ میاشې پیل دی؛ مخکې له دې چې پسرلی ډېر تېر شي. د یو کلنو نباتاتو د ونې په څېر جوړول خورا اسانه دي، خو تاسو کولی شئ زاړه یا رسېدلي نباتات هم تربیه کړئ. له یو څخه تر درېیو خورا پیاوړې وده کونکي څانګې یا ښاخونه وټاکئ  او نورې ټولې څانګې د ځمکې له سطحې سره پرې کړئ (۷ شکل). د اصلي تنې په اوږدو کې له ځمکې څخه له ۴ فوټو لږ واټن لرونکې د څنګ څانګې لرې کړئ او د منځ خواته وده کونکې څانګې، یا هغه چې یو له بل څخه تیریږي، لرې کړئ.

د ځمکې سطحې ته نیږدې د پرې کولو له لارې له یوې تنې څخه څو تنې ترلاسه کیدای شي، د ودې په موسم کې له درېیو څخه تر پينځو خورا پیاوړې نوې نودې وټاکئ چې د اصلي تنې په توګه کار وکړي او نور ټول لرې کړئ. تاسو کولی شئ په خپلو لاسو هغه ښاخونه لرې کړئ چې نه یې غواړئ،چې نازک او یا تازه وي. د ونې په بڼه کې نبات جوړول ښايي له درېیو تر پینځو کلونو پورې وخت ونیسي.

= تصویر =

د ډېرې ودې کوونکو بوټو ښاخبري:

ځینې کسان په غلطۍ په کورونو کې د کوچينو بوټو په منځ کې ډېره وده کونکي بوټي کري؛ دا ډېره وده او نور نباتاتو ته مزاحمت کوي او د کړکیو مخه پټوي. نو په دې صورت کې د ډېرې ښاخبرۍ اړتیا پیداکیږي چې دا ډول ښاخبري د نوي کولو ښاخبرۍ (renewal pruning)  په نوم یادیږي. دا ښاخبري د دې لپاره ده چې نباتات تر کنټرول لاندې راشي. دا هغه ښاخبري ده چې نبات پکې له ۶ تر۱۲ انچه له ځمکې لوړ پرې کېږي (۸ شکل). د دې ډول ښاخبرۍ لپاه وخت ډیر مهم دی؛ ښه وخت یې د ودې د فصل یا دپسرلي په سر کې دی. د مني په آخر یا د ژمي په منځ کې د نوې ودې سبب کېږي چې دا نوې وده ښایي د یخنۍ په وسیله زیانمنه شي.

د نوي کولو له ښاخبرۍ وروسته نبات باید د پسرلي په منځ کې وده وکړي (۹شکل). کله چې نوې څانګې  له ۶ تر ۱۲ انچو پورې اوږدې شي؛ وروسته باید د څانګو څوکې پرې کړل شي چې د څنګونو ښاخونه وهڅول شي او یو ګڼ نبات ترلاسه شي. ډیری نباتات چې پلنې پاڼي لري، د نوي کولو ښاخبري يې ښه پایله ورکوي. برعکس، د نریو پاڼو لرونکو نباتاتو ته  ښه نتیجه نه ورکوي او د ډېرو ښاخونو په کمولو ښايي له منځه لاړ شي. ځمکې ته د نیږدې څانګو په پرې کولو هم کولای شو چی نبات د ونې په بڼه وروزو؛ دا مېتود د نوي کولو ښاخبرۍ یو بدیل هم کیدای شی.

(۸ شکل) دنوي کولو ښاخبري.

(۹ شکل) دنوي کولو له ښاخبرۍ وروسته نبات چټکه وده کوي.

 

 

د ښاخبرۍ وخت:

څنګه چې ګل کوونکي زینتي بوټي د کال په مختلفو وختونو کې د ګل غوټۍ کوي؛ ځکه خو باید د ښاخبرۍ وخت له هغه سره سم تنظیم شي. په پسرلي کې ډیری ګل کوونکي بوټي لکه ازیلیا (azalea)، ډاګ وډ (dogwood)، فورسیتیا (forsythia)، ریډ بډ (redbud) او روډو ډینډرن (rhododendron) د مني په موسم کې غوټۍ کوي؛ نو د مني یا ژمي په میاشتو کې یې ښاخونه پرېکول د پسرلي ګلونه کموي  یا یی له منځه وړي؛ بېلګه یی میرټل (myrtle) او ابیلیا (abelia) دی. هغه نباتات چې معمولا په دوبي کې ګل کوي، په ژمي کې یې ښاخبري پر ګل کولو اغیزه نه لري. په لومړي جدول کې د یو شمېر نباتاتو د ښاخبري وخت ښودل شوی دی.

لومړی جدول: ځینې ګل کوونکی ونې، بوټی او تاکونه چې له ګل کولو وروسته ښاخبري کېږي:

Azalea                           Japanese Pieris

Beautybush                    Lilac

Bigleaf hydrangea            Mockorange

Bradford Pear                 Oakleaf hydrangea

Bridalwreath Spirea          Pearlbush

Clematis                        Pyracantha

Climbing roses                Redbud

Crabapple                      Saucer Magnolia

Deutzia                          Star Magnolia

Dogwood                       Shrub Honeysuckle

Doublefile Vibernum         Thunberg Spirea

Flowering Almond            Vanhoutte Spirea

Flowering Cherry             Weigelia

Flowering Quince             Winter Daphne

Forsythia                        Wisteria

Japanese Kerria              Witchhazel

 

هغه نباتات چې د پسرلي له ودې مخکې ښاخبري کېږي:

 

Beautyberry                    Goldenrain Tree

Camellia                        Japanese Barberry

Chaste Tree (Vitex)          Japanese Spirea

Cranberrybush Viburnum   Mimosa

Crape myrtle                   Nandina

Floribunda roses              Rose-of-Sharon (Althea)

Frangrant Tea Olive         Sourwood

Grandiflora roses             Anthony Waterer Spirea

Glossy Abelia                  Sweetshrub

Hedges

زینتي بوټي چې د ګلونو په موخه نه کرل کیږي؛ باید د ژمي په وروستیو، پسرلي یا دوبي کې پرې شي. په مني یا د ژمي په لومړیو کې ښاخونه مه پرې کوئ؛ دا ښايي داسې وده وهڅوي چې د ژمۍ د یخنۍ پر وړاندې مقاومت نه لري. ځینې سیوری خوښوونکي او ګل کوونکي نباتات د ښاخبرۍ له ټپونو ډېره شیره باسي. د دوی د ضایعاتو د مخنیوی لپاره باید نبات  د پاڼو له پخېدو وروسته پرې شي؛ ځکه کله چې پاڼي پراخېږي، د نبات له شیرې ګټه اخلي او ونه له ټپ څخه کمه شیره باسي.

د نباتاتو د ځینو کورنیو د ښاخبرۍ لارښوونې:  

پاڼرېژې سیوری خوښونکې او ګل کوونکې ونې:

ونې د ماشومانو په څېر دي؛ په کم عمر کې روزنه د دوی پر راتلونکې وده مستقیمه اغیزه کوي. ډیری کسان د ځوانو ونو د پرې کولو لپاره زړه نا زړه وي، په ځانګړې توګه کله چې یواځې یوه نوده ولري او یا یې ښاخونه کم وي. د ښاخبرۍ وخت پیژندل ډیر مهم دي. عموماً پاڼرېژې ( هغه چې په ژمي کې پاڼې تویوي) او ګل کوونکې ونې باید یو مرکزي ښاخ (leader) او له ۵ تر ۸ پیاوړي جانبي ښاخونه ولري.

د یوې وني د اصلي چوکاټ ښاخونه باید له ځمکې څخه شاوخوا ۵ فوټه پورته پیل شي او د اصلي تنې شاوخوا مناسبه فاصله ولري. یوځل چې د ونې چوکاټ (تنه او اصلي څانګې) رامنځته شي، یو څه کلنۍ ښاخبرۍ ته اړتیا پیدا کېږي. ونې د نمويي عادت او ښاخبرۍ د اړتیا له امله یو له بله توپیر لري؛ خو ځینې عمومي ټکي شته چې ښايي ستاسو د ښاخونو په پرې کولو کې مرسته وکړي:

  • هغه څانګې باید لرې شي چې تنګه زاویه ( له ۴۵ درجو کمه) لري او ممکن د درنو او یخو بادونو په جریان کې وشلېږي.
  • هغه څانګې لرې کړئ چې د ننه خواته وده کوي یا نورو څانګو ته مزاحمت کوي (۱۰ شکل ).
  • هغه څانګې لرې کړئ چې له اصلي ښاخونو څخه ښکته وده کوي او کېدای شي د نورو کرنیزو عملیاتو مزاحمت وکړي.
  • د حشراتو، ناروغیو، د ژمي یخنۍ یا طوفانونو له امله زیانمن شوي ښاخونه پری کړئ.
  • د ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره، د ښاخبرۍ وسیلې پاکې کړئ.
  • د ونو په بېخ کې وده کوونکي ښاخونه ( suckers) او مستقیماً پورته خوا ته وده کوونکي ښاخونه ( water-sprouts) چې د ونې اصلي بڼه خرابوي او غذایی مواد جذبوي، باید لري شي.

= تصویر =

(لسم شکل) سکریا هغه ښاخونه چې د ځمکې سطحې ته نیږدې را شنه کېږي (a) ، د ځمکې خواته وده کوونکې څانګې(b)  ، واټرسپروټ یا مستقیماً پورته خوا ته وده کوونکې څانګې(c)  ، د نبات د منځ لوري ته وده کوونکې یا هغه چې نورو ښاخونو ته مزاحمت کوي(d)  او هغه څانګې چې له اصلي تنې سره سیالي کوي(e).

 

پلنې پاڼې لرونکې او تل شنې ونې: 

دغه ونې، لکه میګنولیاس (magnolias ) او هالیز( hollies) معمولاً لږ یا هیڅ ښاخبرۍ ته اړتیا نه لري. په حقیقت کې، ډیری ونې کله چې یوازې پریښودل شي په طبیعي ډول د متوازنې ودې عادت لري. د ځمکې خوا ته وده کوونکې څانګې منظرې ته طبیعي ښکلا ورکوي. تاسو ممکن د ونې د ژوند په لومړیو کې ځینې ښاخونه لرې کړئ چې د ودې توازن وساتل شي؛ که داسې نه وي، د منظمې کلنۍ ښاخبرۍ سپارښتنه نه کېږي.

 

بوټي (پاڼریژ، پلنې پاڼې لرونکي او تل شنه)

په نباتي منظره کې ځینې بوټي په ارثي توګه د ټيټې ودې کولو عادت لري او ښاخ غوڅولو ته اړتیا نه لري یا یې اړتیا کمه ده. جاپاني بکس ووډ(Japanese boxwood)، ډوارف یوپون هولي (dwarf yaupon holly)، هیلري هولي (helleri holly)، روټونډا هولي (rotunda holly) او ګومپو ایزالیاس (gumpo azaleas) یې څو بېلګې دي. دا بوټي کېدای شي ښاخبري شي، خو منظم ښاخ پرې کول د دې لامل کیږي چې بیرونۍ ساحه یې ګڼه شي او په منځ کې لږ پاڼې ولري. ټول بوټي باید یو شان ښاخبري نه شي، ځکه په دې صورت کې نباتي منظره یو ډول او غیر طبیعي ښکاري. د لڼدې ونې لرونکو بوټو په ښاخبرۍ کې باید د دغه بوټي د منځ ښاخونه ړنګي شي. د لویو بوټو د ښاخونو پرې کول په یو شمېر فکتورونو پورې اړه لري؛ لکه عمر، د ودې عادت، ځواک، د ګل کولو وخت او په منظره کې موقعیت.

بوټي باید په ځوانۍ کې ښاخبري شي چې پیاوړې او متراکمه وده وهڅوي. ځینې وخت په بېخ کې دڅانګو پرې کول د بوټو اندازه کنټرولوي او د زیاتې ښاخبرۍ اړتیا کموي. ازالیا (azaleas) له ګل کولو وروسته پرې کړئ. ځکه چې ازالیا د راتلونکي فصل لپاره د اوړي له نیمایي تر وروستیو پورې د ګلانو غوټۍ جوړوي. له ګل کولو وروسته لږ ښاخبري د څانګو وده هڅوي او په راتلونکي کال کې د ګلانو د پنډکونو شمېر ډیروي. د جولای په نیمایي کې د ښاخونو پرې کول د پسرلي د ګلونو شمیر کموي.

هغه څانګې چې د ناروغۍ یا ژمنۍ یخنۍ له امله مړې کیږي، باید پرې کړل شي. تل مړه شوي ښاخونه باید په بیخ کې پرې شي چې د روغو ښاخونو د له منځه تلو مخه ونیول شي. کله چې نوې څانګې له ۶ تر ۸ انچو پورې اوږدې شي، باید څوکې یې پرې “tip pruned” شي چې د څانګو وده او ډېر ګل کول وهڅول شي. یو ځوان او پیاوړی ایزالیا (azalea) ممکن د ودې فصل په جریان کې څو ځله ښاخبرۍ ته اړتیا ولري چې څانګې په متراکمه بڼه وده وکړي. د ایزالیا ځینې ډولونه لکه د سویلي انډیکا (southern indica) نوعه قوي وده کوي او ځینې وختونه د خپلې ودې ساحې څخه زیاته وده کوي.

نو دا باید د پسرلي له ودیز موسم نه مخکې ډېر پرې شي. لکه څنګه چې په تېرو برخو کې د ډېرې ودې کوونکو بوټو د پرې کولو په برخه کې تشریح شول چې اندازه یې راکمه کړل شي. که څوک غواړي ډېر پیمانه ښاخونه پرې کړي، نو باید  دا کار له ګل کولو مخکې وکړي؛ ځکه چې د ګل کولو پروسه ډېر غذایی مواد مصرفوي چې د نویو څانګو د ودې لپاره اړین دي؛ دا ځکه چې ازالیا (azalea) لنډې ریښې لرونکي بوټي دي، د انتقال په وخت کې یی د ریښو سیسټم یوه لویه برخه  له منځه ځي.

له همدې امله، د ځینو پاڼو د له منځه وړلو او د اوبو او غذايي موادو د تقاضا کمولو لپاره پورتني ښاخونه پرې کړئ. یو پر درې ۳/۱ یا یو پر دوه ۲/۱ برخه، ترهغې پورې چې نبات دنوي کولو ښاخبرۍ (renewal pruning) ته اړتیا ولري. له یوه ځای نه بل ته د نباتاتو د انتقال لپاره ښه وخت پسرلی، له ودیز فصل او له ګل کولو مخکې دی. که په دې وخت کې نباتات انتقال شي، نه زیانمن کیږي.

 

د کیمیلیا جاپونیکا(Camellia japonica) ډولونه لږ ښاخبرۍ ته اړتیا لري. که چیرې یو نبات غلط شکل ولري یا ډیر لوی وي، د نا غوښتل شوې څانګې اندامونو په پرې کولو سره بیرته د نبات شکل اصلاح کېږي. د بوټو له بیخ څخه راوتونکي څانګې (suckers) له منځه یوسئ. ځینې ​​ د کیمیلیا کروندګر هم وړاندیز کوي چې د نبات د داخل کوچینۍ پاڼي لرې کړئ، دا د حشراتو لپاره د پټېدو ځای کېدی شي.

 

د کامیلیا ساسنکوا  (Camellia sasanqua) ډولونه ډیرې ښاخبرۍ ته اړتیا لري. د نبات د یوې طبیعی بڼې لپاره، د ښاخونو د لنډولو پرځای باید ړنګي شي. ځینې کیمیلیا په مني کې ګل کوي، ځینې په ژمي کې او ځینې په پسرلي کې. نو دا غوره ده چې په مني او ژمي کې ګل کوونکي د مارچ میاشتې په لومړیو کې پرې کړل شي او د پسرلي ګل کوونکي له ګل کولو وروسته.

 

کریپ مرټل (crape myrtle) په نباتي منظره کې یو له خورا متنوع نباتاتو څخه دی. دا کېدای شي د ونې په شکل له انتخابي ړنګي کولوسره پرې شي او یا د یوه بوټی په څیر د ځمکې له سطحې څخه یو فوټ لوړ پرې کړل شي. دا د دوبي ګل لرونکی بوټی دی، نو د ژمي په وروستیو یا د پسرلي په پیل کې یې پرې کړئ. که چیرې د ګلونو له غوړېدو وروسته د تخمونو کلسترونه لرې شي او یو څه اندازه نوي وده کوونکې نودې کمې شي په دې توګه د دوبي په وروستیو کې دوهم ځل ګل کول هڅول کېږي. د ونې په شکل کریپ مرټل ډیری وخت له اصلي تنې څخه پیاوړي ښاخونه یا د ځمکې له سطحې سره نیږدې وده کوونکي ښاخونه (suckers) وده کوي چې په آسانۍ سره د لاس په واسطه لرې کیدی شي. ګلاب (roses) باید هغه وخت پرې کړل شي چې کله یې پنډکونه پړسېدل پیل کړي.

د هایبرډ ټی (hybrid tea) او ګرانډی فلورا (grandiflora) ډوله ګلابونه چې معمولا د ګل دستې (cut flowers) لپاره کرل کیږي، په لاندې ترتیب پرې کړئ. لومړی، د ژمي د یخنۍ له کبله مړه، ناروغه یا زیانمن شوي ښاخونه  لرې کړئ. وروسته بیا له درېیو تر پینځو ډېر روغ ښاخونه غوره کړئ او د ځمکې له سطحې څخه له ۱۵ تر ۱۸ انچو پورې لوړ پرې کړئ. بیا، هغه قوي ښاخونه چې له اصلي تنې سره سیالي کوي، لرې کړئ. همدارنګه د اصلي تنې له بیخ څخه وده کونکې نودې یا (suckers) لرې کړئ. (11 شکل)

 

د ګلابو فلوریبونډا(floribunda) ډولونه د هایبرډ ټی او ګرانډی فلورا د ډولونو په څېر ډېر پرې نه کړل شي. له درېیو څخه تر پینځو پورې صحي، قوي نودې باید غوره شي او د ځمکې له سطحې څخه له ۱۸ تر ۲۴ انچو پورې لنډې شي. ختونکي ګلاب (climbing roses) باید په پسرلي کې د لومړي ګل کولو وروسته  پری کړئ. زړې څانګې باید د ځمکې له سطحې سره سمې پرې کړل شي، یوازې پینځه یا شپږ روغ او ډېر پیاوړي یې پرېښودل شي. د پاتې څانګو داضافي ودې د کمولو لپاه هم کېدی شي د څنګ ښاخونه کم شي. نوي ښاخونه ممکن د دوو یا درېیو کلونو لپاره په پراخه کچه ګل وکړي. کله چې د دوی د ګل اندازه راټیټه شي، وروسته باید په ځوانو او پیاوړو څانګو بدل شي.

ناندینا (Nandina)او چینایي ماهونیا (Mahonia fortunei)) د ډېرو بوټو په پرتله په مختلف ډول پرې کېږي. د باڼس (bamboo) په څېر د دوی ډېر ښاخونه له ځمکې څخه وده کوي. څنګه چې د نباتاتو عمر زیاتېږي، زاړه ښاخونه باید د ځمکې د سطحې له ۶ څخه تر ۸ انچو پورې پرې کړل شي.

= تصویر =

(۱۱ شکل) دګلابو ښاخبري

زاړه او ډیر وده کوونکي نباتات د ځمکې له سطحې سره  نیږدې ډېر پرې کېدی شي. د Pyracantha ګلان په پسرلي کې د تېر فصل له جوړ شوو پنډکونو څخه غوړېږي. همدارنګه هغه کلسترونه چې د مني ګلان تولیدوي، باید له منځه ولاړ نه شي. Pyracantha ډېرنري او اوږده ښاخونه تولیدوي، نو په اوړي کې کله نا کله لږ لږ د ښاخونو کمول د څانګو د تولید او متراکمې ودې سبب کیږي.

 

کا نیفرونه (تل شنې ستنې ته ورته پاڼې لرونکي)

په دې ډله کې ډیری مستقیم وده کونکي نباتات؛ لکه سپروس(spruce)، ناجو(pine)، ارچه یا لمنځه (cedar) او فیر(fir) د اصلي تنې شاوخوا په مساوي فاصله څنګ ته تولیدوي. دا په منظمه توګه ډېره وده کوي. که چېرې په پرانیستې ساحه کې وکرل شي او د ودې لپاره کافي ځای ولري بیا د ښاخونو غوڅولو ته لږ اړتیا لري، یا هېڅ اړتیا نه لري. که تاسو د شمعې په پړاو کې (کله چې کوچني نازک ښاخونه د اصلی تنې شاوخوا وده وکړي او د شمعې په څېر ښکاري)، د نوې ودې په وخت کې شاوخوا نیمایي نوي ښاخونه لرې کړئ، نو د سپروس (spruce) او ارچه (pine) وده کنټرولېدی شي. د سخت شوي زاړه لرګي له لنډولو باید ډډه وشي، ځکه په دې سره نوي ښاخونه وده کوي او د نبات اصلی بڼه به له منځه یوسي. (۱۲ شکل)

 

عمودي او پراخ خپریدونکي جونیپرونه (Upright and broad-spreading junipers)

لکه تورولوسا (Torulosa)، فایټزر(Pfitzer)، هیتزي (Hetzi)او پارسوني(Parsoni)، ځینې وخت د دوی څنګونه ډیره وده کوي؛ نو باید اندازه یې کمه شي. تاسو کولی شئ د نبات د چتر نه یو څو ښاخونه کم کړئ چې د طبیعي شکل له منځه وړلو پرته د نبات اندازه کمه کړئ. همدارنګه  ښاخونه یی هم لنډولی شئ، خو د ښاخونو د لنډولو سپارښتنه هغه وخت کېږي چې تاسو منظم شکلونه غواړئ. د جونیپر بوټي د سپروس او پاین په څېر له زړو ښاخونو څخه نوې وده نه کوي، نو هېڅکله د پاڼي له نیمایي څخه ډیره برخه مه پرې کوئ. تاسو کولی شئ د انفرادي څانګو اوږدوالی د څنګونو د ښاخونو په پرې کولو سره کم کړئ. دا تخنیک سره له دې چې د بوټو اندازه کموي، طبیعي بڼه هم ساتي.

= تصویر =

 (۱۲ شکل) د کانیفر اندازه  په موقتی ډول د ځوانې او پیاوړې ودې د شمعې (candles) په پرې کولوسره په پسرلي کې کنټرولېدای شي (a) او یا هم د منځ پنډک په پرې کولوسره باید (b) د زړو ښاخونو خوا ته پرې نه شي.

 

تاکونه / د ځمکې پوښښي نباتات

په منظره کې ځینې تاکونه لکه هني سکل (honeysuckle)، انګلیسي ایوي (English ivy) ، کلیماتیز(clematis) او ژمنی کریپر (winter creeper euonymus) په ونو یا نورو تکیه کوونکو پورته کیږي او که کنټرول نه شي، پراخه وده کولی شي. د دغو بوټو د ښاخبري کولو اندازه هر کال د دوی په قوت، د ودې عادت او خپرېدو پورې اړه لري. سایه بان یا د سیورې لپاره روزل شوي تاکونه کېدای شي یوازې لږ ړنګي کولو یا د څانګو د څوکو پرې کولو ته اړتیا ولري چې د څانګو وده وهڅول شي. په داسې حال کې چې په ونو کې وده کوي یا له نورو نباتاتو سره سیالي کوي ممکن د اندازې د کنټرول لپاره ډیرې ښاخبرۍ ته اړتیا ولري. د ګل کوونکو تاکونو لپاره د ښاخبرۍ وخت ډیر مهم دی. په اوړي کې ګل کوونکي تاکونو لکه سټار جاسمین (star jasmine) او ټرمپېټ کریپر(trumpet creeper) مخکې له دې چې نوې وده پیل شي، پرې کړئ. په پسرلي کې ګل کوونکي تاکونه، لکه ویسټریا (wisteria)، جاپاني هانی سکل(Japanese honeysuckle,)، ژمنی جاسمین (winter jasmine) او پیری وینکل (periwinkle) له ګل کولو وروسته پرې کړئ. (د نورو تاکونو د وخت لپاره لومړی جدول وګورئ).

د ځمکې پوښښي نباتات معمولاً په درېیو دلیلونو پرې کېږي: د دې لپاره چې د نبات چتر ړنګی شي؛ نبات  تر کنټرول لاندې ونیول شي او د ژمي د یخنۍ په وسیله له منځه تللې پاڼې بېرته په وده پیل وکړي.

 

افقی جونیپرونه (Horizontal junipers):

لکه بلو رګ (Blue Rug)، بار هاربر(Bar Harbor) او پرنس آف ویلز(Prince of Wales) عادتاْ د زړو څانګو په سر کې نوې څاګې تولیدوي؛ وروسته بیا د نبات چتر ورو ورو ګڼ کېږي. د څانګو ړنګي کول د نبات د چتر د ننه د هوا جریان ښه کوي او د حشراتو او ناروغیو مخه نیسي.

د ځمکې پوښښی نباتات، لکه انګلیسي ایوي (English ivy)، پچي ساندرا (pachysandra)، الجزایري ایوي (Algerian ivy)، جاپاني هني سکل (Japanese honeysuckle)، لریوپی (liriope) او موندو واښه (mondo grass) له سخت ژمي وروسته باید د دوی د بیا ژوندي کولو لپاره ښاخبري شي. تاسو کولی شئ د ځمکې پوښښي نباتات د چمن په غوڅونکي ماشین (lawnmower)، چې په لوړه غوڅونکې اندازه کې تنظیم شوی وي، پرې کړئ. باید هڅه وشي چي  دنبات اصلي تنې ته زیان ونه رسیږي. دا باید د پسرلي د ودې له پیل مخکې پرې شي.

 

هیجیز(Hedges)- هغه موانع چې دپارکونو  دمنځ لارو په څنډو کې یا د پارک  په څنډو کې د کابو یو مترجګوالي کې موجودې وي؛ معمولا دشنو بوټو.

هیج په اصل کې د یوې پناه ګاه لپاه د پردې په توګه کارول کیږي، د متراکمې ودې د هڅولو لپاره باید وختی ښاخبري وشي. د هیج نوي کرل شوي بوټی باید د ځمکې له سطحې شاوخوا ۱۲ انچه پورته پرې شي. همدارنګه د ودې د موسم په جریان کې باید د نویو ښاخونو څوکې لنډې شی چې د څانګو وده وهڅول شي. د دې لپاره چې یو متراکم یا ګڼ هیج رامنځته شي، نبات باید په ځوانۍ کې منظم ښاخبري شي. کله چې یو هیج هغه لوړوالی ته ورسیږي چې تاسو یې غواړئ، وروسته له هغې باید پریکړه وکړئ چې رسمي هیج غواړئ او که نارسمي. که د کمې پاملرنې او ساتنې منظره غواړئ، نا رسمي بڼه غوره ده. په نا رسمي ډول پرې شوي هیجونه، ځان ته طبیعی بڼه غوره کوي.

مړه یا ناروغ ښاخونو د لرې کولو لپاره یوازې له اړتیا سره سم  پرې کړئ، ګڼ ښاخونه هم اړتیا ته په کتو پرې یا لنډ کړئ. له بلې خوا، رسمي پرې شوي هیجونه د خپل شکل د ساتلو لپاره په مکرر ډول کله نا کله له ۳-۵ ځله د ودې په موسم کې ښاخبرۍ  ته اړتیا لري. که چېرې په رسمي ډول پری شوی هیج ستاسو له منظرې سره مناسب وي، نو د هرم (pyramidal) په شکل یې پری کړئ چې سر یی کوچینی او بیخ یی پلن وي؛ په دې توګه یې لاندې برخو ته کافي نور رسېږي. (۱۳ شکل)

= تصویر =

(۱۳ شکل) دهیج ښاخبري- نور په کمه اندازه داخلیږي، همدارنګه پاڼې کوچینۍ پاتې کیږي (a)، په دې شکل سره نور لاندنۍ ساحې ته هم داخلیږي او یو منظم هیج لاسته راځي (b).

د ښاخبرۍ ځانګړي ډولونه:

Espalier

اسپالیر یوه فرانسوي اصطلاح ده چې د هغه نبات لپاره کارول کیږي چې پر دېوال یا کټاره باندې روزل کېږي. د ښاخبرۍ فن لومړي د روم خلکو پیل کړ او اروپایانو دې ته د یوه هنر بڼه ورکړه چې تر اوسه مشهور دی. په انګلستان کې، د مېوو ونې اکثرا د دېوالونو په اوږدو کې روزل کېږي. د یوه دېوال سویل خواته د ونو تربیه کول، مېوې له یخ وهلو ژغوري. معمولاً په امریکا کې اسپالیر espaliers له یو خالي دېوال څخه د زیاتې ګټې اخیستنې لپاره کارول کېږي. کله کله بیا چیله یا کټاره او یا یوه ټاکلی ساحه د چیلې په واسطه جوړېږي چې د ښاخ خپروونکو ونو او بوټو لپاره عملي نه دی. تقریبا هر نبات کولی شي د اسپالیر په شکل وروزل شي؛ خو بیا هم هغه نباتات چې نرمې څانګې لري؛ د آفتونو په مقابل کې مقاومت، زړه راښکونکي پاڼي، ګلونه او میوه لري، ښه روزل کېږي. معمولاً د بوټو انتخاب د نبات په روزنه ( رسمي یا نا رسمي) پورې اړه لري. که په منظم ډول پرې کول نه غواړئ، په دې صورت کې یو ورو وده کوونکی ایسپالیرغوره دی. د دې موخې لپاره تر ټولو عام Pyracantha  زینتی بوټی دی. ځینې نور؛ لکه د براډفورډ ناک (Bradford pear)، سویلي میګنولیا (southern magnolia)، فوسټر هولي (foster holly)، لیګسټرم (ligustrum)، کریپ مرټل (crape myrtle)، لوکاټ ، خوځیدونکی انځیر(creeping fig) او ویسټریا(wisteria) هم پکې شامل دي. رسمي ایسپالیرونه ساده یا خورا پیچلي وي. په ۱۴ام شکل کې د ځینو عامو ایسپالیرونو نمومې ښودل شوې دي.

 

غیر رسمي نمونې خلاصه بڼه لري او د رسمي نمونو په پرتله لږ پاملرنې ته اړتیا لري. یو نا رسمي espalier کیدای شي د یوه ساده تاک په شان پر دېوال جګ شي. نا رسمي اسپایلر معمولا هیڅ تکیې ته اړتیا نلري. د رسمي ایسپالیرونو لپاره چوکاټ هغه بڼه ده چې په هغې کې ایسپالیر د ودې لپاره روزل کیږي. دا کیدای شي له یوه مقاوم لرګي څخه جوړ شي؛ لکه د صنوبر، سدردیودار یا نۍ لرګي یا له لین یا نیلون تار څخه. د پنبې رسۍ مه کاروئ، ځکه چې ژر ورستیږي. کله چې چوکاټ د لرګیو له دېوال سره وصل کړئ، د لرګیو ټوټې د فاصله ورکوونکي په توګه وکاروئ چې چوکاټ له دیوال څخه له ۶ – ۸ انچو پورې لرې وساتي. دا به د نبات شاوخوا د هوا ښه جریان ته لار وکړي او له دېوال سره به د نبات د لګېدو مخه ونیسي. دا چوکاټ همداراز د ډبرو له دېوال سره د ځانګړو میخونو په وسیله ټینګېږي. رسمي ایسپالیران د خپل شکل ساتلو لپاره منظم ښاخ پرې کولو او روزنې ته اړتیا لري. هغه ښاخونه پري کړئ چې له ټاکل شوي چوکاټ څخه بهر ته وده کوي. څانګې له تکیې سره وتړئ چې پر خپل ځای کلکې شي.

= تصویر =

(۱۴شکل) ځینې عام اسپایلرونه لکله:  Tiered or Horizontal T (a)، Palmette Verrier (b)، Fence Belgian(c) ، Oblique Palmette (d)

ټاپیری (Topiary)

Topiary د نباتی مجسمې یوه بله بڼه ده چې د رومیانو لخو رامنځته شوې او د اروپا په رسمي بڼونو کې هم مشهور دی. ټاپيري هغه نبات دی چې په غیر طبیعي بڼه پری شوی وي، لکه د یوه هندسي شکل یا په زړه پورې ژوي په څیر. ځینې ​​ټاپیري چې د ” stuffed ” یا ” mock” ټاپیرۍ په نوم یادیږي، هغه تاکونه دي چې د سیمي له چوکاټ څخه بهر وده کوي.

هغه نباتات چې د دې موخې لپاره کارول کیږي، دا دي: باکس ووډ (boxwood)، جاپاني هولي (Japanese holly)، یاوپون هولي (yaupon holly)، لیګسترم (ligustrum)، آربورویټای (arborvitae)، جونیپر (juniper)، یوو (yew) او پوډوکارپس (podocarpus). ټاپیری لکه رسمي espaliers، د خپل شکل د ساتلو لپاره په منظمه توګه ښاخبرۍ ته اړتیا لري. دا بڼه په یوه منظره کې معمولاً په یوه مرکزي ټکي (focal point) کې وي. (۱۵ شکل)

https://toptopiary.co.uk/products/stag

= تصویر =
(۱۵ شکل) تاپیری


لیکنه د تصویرونو سره په لاندې پته د ورد په بڼه وګورئ.

ورد فایل +تصویرونه

لیکوال: Gary L. Wade and James T. Midcap, Extension Horticulturists

ژباړن: سمیع الله سرفرازي

اړیکه:sami.sarfarazi@gmail.com

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب