په نفلي روژه کې د خاوند اجازه؟

۳۹- عن أبي هريرة أن رسول الله صلى الله عليه قال : لايحل للمرأة أن تصوم وزوجها شاهد إلا بإذنه ولاتأذن في بيته إلابإذنه ( رواه البخاري ) [6]

ژباړه : له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی : چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : که د يوې ښځې خاوند په کور وي د نوموړې ښځې لپاره د خاوند له اجازې پرته نفلي روژه نيول روا نه دي او نه هم د خاوند له اجازې پرته کورته څوک پرېښودی شي .

سره لدې چې نفلي عبادت دومره اجر او ثواب لري خونوموړې ښځه يې د خپل خاوند له اجازې پرته نه شي کولای دا ځکه چې کېدلای شي دورځې لخوا د مېرمن روژه نيول د خاوند لپاره د تکليف لامل وګرځي خو د خاوند لپاره هم پرته له کومې اړتيا څخه خپله مېرمن له روژو نيولو څخه منع کول نه دي پکار بلکې اجازت دې ورکړي تر څو هغه بېچاره لدې ثواب پاتې نه شي خو که بيا هم خاوند اجازه ور نه کړي نو روژه دې نه نيسي ځکه د خاوند خبر منل تر نفلي روژې غوره ده ځکه الله جل جلاله د خاوند حق او خبرې منلوته تر ټولو نفلي عباداتولوړه درجه ورکړې ده ښځه چې روژه نيسي د دې لپاره چې ثواب تر لاسه کړي نو په داسې حال کې چې خاوند يې د نفلي روژې نيولواجازه نه ورکوي د خاوند د خبرې منل تر نفلي روژه زيات ثواب لري .

همدارنګه د روژو په قضاء راوړلو کې هم بايد مېرمن د خپل خاوند خيال وساتي لکه څنګه چې عائشه رضي الله عنها وايي :

۴۰- عن عائشه قالت : ماكنت أقضي ما يكون عليَ من رمضان إلا في شعبان حتى توفَي رسول الله صلى الله عليه وسلم ( رواه الترمذي ) [7]

ژباړه :له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی وايي : مابه د رمضان مياشتې دروژو قضاء د شعبان په مياشت کې را ګرځوله آن تر دې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفات شو .

ددې حديث معنا داده چې عائشه رضي الله عنها وايي : د مياشتنۍ ناروغۍ له امله به چې کومې د رمضان روژې زما نه قضاء کېدې ما به تر هغه وخته قضاء نه راګرځوله چې تر څو د شعبان مياشت نه وای راغلې دا ځکه چې زما د روژو له امله رسول الله صلى الله عليه وسلم ته کوم ډول تکليف ونه رسي خو دشعبان په مياشت کې به رسول الله صلى الله عليه وسلم د خپل عادت سره سم روژې نيول پيل کړې نو مابه هم روژې نيولې لکه څنګه چې په يوبل حديث کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د روژو په اړه راځي :

۴۱- عن أم سلمة قالت : مارأيت النبي صلى الله عليه وسلم يصوم شهرين متتابعين إلا شعبان ورمضان ( رواه الترمذي ) [8]

ژباړه : له ام سلمه رضي الله عنها څخه روايت دی وايي : دشعبان او رمضان مياشتو څخه پرته ما رسول الله صلى الله عليه وسلم دوې مياشتې پرله پسې روژه نيوونکی نه دی ليدلی . معنا دا چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به د شعبان مياشت کې دومره ډېرې روژې نيولې آن تردې چې داسې به ښکارېدی چې ټوله مياشت روژه دی سره لدې چې ټوله مياشت به يې روژه نه نيوله لکه څنګه چې له نورو حديثونو څخه معلوميږي .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب