په نړۍ کې د مسلمانانو شمېر

د مسلمانانو شمېر څومره دی؟

د امريكا د دينونو او عامي زندګۍ څيړونكي اداري (بيو) په يو تازه راپوركي په ګرده نړۍ كي د مسلمانانو شمير 1,57 مليار (يونيم مليار نه لړ زيات ) ښوولې چي د نړي د وګړو څلورمه بر خه جوړوې .

دراپور له مخي په سلو 60% فيصده مسلمانان په اسيا كي او په سلو كي 20% فيصده يي په منځنې ختيځ او د افريقا په شمال كي شتون لرې راپور وايي چي اسلام د مسيحې دين نه روسته چي 2,2,2وګړې لري په نړي كي دويم ستر دين دې.

د راپو ر برابروونكي اداره وايي چي ددوې دغه راپور په 3كالو كي برابر شوې چي بي سارې او هر اړخيزه او دقيق راپور دې .

راپور كي ارغلي چي په جرمنې كي د مسلمانانو شمير د لبنان د مسلمانانو او د چين د مسلمانانو شمير دسوري او د روسيا د مسلمانانو شمير د اورد ن او ليبيا د دواړو هيوادونو نه او د اثوپيا د مسلمانانو شمير د افغانستان د مسلمانانو نه زيات دې.

راپور 5 هيوادونو كي چي د مسلمانانو شمير خوره زيات دې خو اكثريت نه دې داسي ښې:
هند (161 مليونه مسلمانان ) اثوپيا (28 مليونه )چين ( 22 مليونه )
روسيا (16 مليونه ) تنزانيا ( 13 مليونه ) مسلمانان لرې.
راپور وایي درې 3 برخي مسلمانان يواځي په لسو هيوادونو كي دې لكه :

your ads

اندونيزيا ,پاكستان , هند , بنګلاديش ,ايران , تركيا ..په اسياكي او د افريقا په شمال كي مصر , جزاير , مغرب , او د افريقا په جنوب كي نيجيريا .

کوم هیواد ډېر مسلمان لري؟

په راپور كي اندونيزيا د وګړو له پلوه د مسلمانانو ستر (غټ) هيواد ګڼل شوي چي د مسلمانانو شمير يي 203 مليونو ته رسيدلي چي په ګرده نړي كي دمسلمانانو په 13% جوړه وې .

راپور وايي چي په اوروپا كي 38 مليونه مسلمانان شتون لرې , يواځي په جرمنې كي 4مليونه مسلمانان شتون لري .

د راپور له مخي په شمالي او جنوبي امريكا كي 4,6 مليونه مسلمانان شته چي څه د پاسه 2مليونه يي په متحدو ايالاتو كي ميشت دې چي د امريكا د وګړو په 0,8% فيصده جوړوي .

په كاناډا كې د مسلمانانو شمير 70زره ښول شوي .
د امريكا د بنسټون پو هنتون دسياسي علومو استاذي اماني جمال د الجزيري تلفزوون سره په مركه كي د ياد شوي راپور ستاينه وكړه او دغه راپور يي غرب ته دمسلمانانو پيژاند وباله هغي وويل په لويديځ كي ډير وګړې په دي اند دي چي عربان مسلمانان دي او مسلمانان عربان دي .

خو راپور كي ښول شوي چي په عربي نړي كي يواځي 20% كي مسلمانان وسيږي .

دغه راپو د اسوشيټد پرس له لوري خپور شوي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب