په نړۍ کې لطیف میزان | قرآن علمي اعجاز

بیا هم دالملک سورې ۳ آیت ته پام کوو چې وایی:  هغه چې اووه آسمانه یی له منظمو پوړو سره پیدا کړل. په ځیر سره ووینه چې آیا درحمن رب په خلقت کی به کومه بې نظمي او نقصان ومومئ؟

   برسیره پردې:
ټول موجودات یی پیدا کړل اوپه خپل کامل حکمت سره یی دهرڅه لپاره حد اوقدر ټاکلی(الفرقان ۲).
دماتریالیزم فلسفې ادعا وکړه چې ټول سیستمونه په طبیعت اونړۍ کې لکه اتومات ماشینونه کارکوی ودهغوی نظم یوه تصادفی پدیده ده. په داسې حال کی چې نن دماتریالیزم دروغجن طبیعت اودداروین فرضیه علماْ ناسمه ثابته شوې ده.

دنجوم اوبیولوژی په علم کې دشلمې  پیړۍ موندنو وښوده چې نړۍ اوحیات دواړه پیداشوی دی. دداروین فرضیه شاته ولاړه او دسترې چاودنې فرضیی ثابته کړه چې نړۍ له هیڅ نه پیدا شوې. وروستیو موندنو وښوده چې په مادی نړۍ کې یو لطیف توازن شته چې دماتریالیسم بې  بنسټه طبیعت اوفلسفه ردوی.
دژوندانه لپاره دلازمو شرایطو دلیدو په خاطر وینو چې یواځې ځمکه ددی شرایطو درلودونکې ده. دحیات دبقا لپاره بیشماره شرایط ضروری دی چی په یو  وخت کې اوپرته له وقفې نه صورت نیسی. په داسې حال کی چې په سل ګونه میلیارده کهکشانونه اوپه هریوه  کې په منځنۍ توګه سل میلیارده ستوری موجود دی اوپه احتمالی توګه په همدغه شمېر ستوری هم موجود دی. پس باید دې ته ځیر شو چې ولی په  استثنأیی ډول یواځې په ځمکه کې دژوند شرایط چمتوشوی دی.
هرڅه چې په نړۍ کې شته زموږ دژوندانه شرایط یی برابر کړی، له لومړنۍ  یا سترې چاودنې نه  دیوه اتم ترفزیکی ارزښتونو پوری ، داساسی قووله څلورمې سویی نه  دستوروپه مینځ کی تر کیمیاوی تعامله پوری ، دهغه نورنه نیولی چې له لمر څخه خپریږی دابو دغلظت تر درجې پوری، دسپوږمی اوځمکې په مینځ کی له واټنه تر هغو ګازونو پوری چې دځمکی په سر شته ، دځمکۍ د مدارڅخه چې د لمر په شاوخوا راڅرخی تر هغې زاویی پوری چې هغه پرې راتاویږی، دځمکې ددورانی سرعت څخه چې په خپل ځان راڅرخی دغرونو اوسمندرونو تر فعالیته پوری، اونورو ټولو زموږ دژوندانه شرایط  برابر کړی دی

ننی ساینس دغه ټول دانسانی اصل اولطیف میزان په توګه مطالعه کوی. دغه مفاهیم ددی ښکارندوی دی چې نړۍ دموادو یو تصادفی ، بې هدفه او له کنتروله وتلی پدیده نه ده بلکې ټوله په یوه ځانګړی دقت سره دانسان دژوند لپاره جوړه شوی ده.
په پورته یاد شوی مبارک آیت کی دخلقت دهماهنګی اودقدر یا ټاکلې اندازې موضوع په هکله پاملرنه وکړی چې دتقدیر کلمه یعنې طرح، اندازه اوله اندازه نیونې سره جوړونه په دغه آیت اوپه نورو آیتونو لکه دالفرقان دوهم آیت ‌کې ذکرشوی.

دطباقا کلمه یعنی په نظم اوهماهنګی کې دالملک دسورې په دریم اونوح دسوری په پنځلسمو آیتونو کې کارول شوی اودتفاوت کلمه یعنې دعدم توافق اوبې نظمی ، نقصان، مخالفت اوتخریب په مانا ده.

دلطیف میزان یا Fine Tuning چې دشلمې پیړۍ په پای کې کارول شوی داحقیقت لانورهم روښانوی. په دې وروستیو کې یو شمېر زیاتو پوهانو ،لیکوالانو اودنظرخاوندانو روښانه کړې چې نړۍ دتصادفاتو یو ه ټولګه نه ده. بلکې هرڅه دیوه منظمې طرحې له لارې کارکوی چې دانسان دژوند شرایط یی چمتو کړی.

ډاکتر کارل ګیرسن چې یو فزیکپوه دی وایی: په ۹۶۰ ۱ کال کې فزیک پوهان په دی پوه شول چې نړۍ دانسان دبقا لپاره په ډیرلطافت سره میزان شوی.
انګیریزی ستوری پیژندونکې پروفیسور جورج الیس وایی: دقوانینو په مینځ کې حیرانوونکی لطیف توازن ددې نړۍ مېنځته راتلل ممکن کړی دی. دډیرې پیچلتیا دکچې په پوهیدو سره هغه څه چې سرته رسیدلی ډیره ستونزمنه ده چې دنړۍ  هستۍ ته یوه معجزه ونه وایو.
اوالله ته دی هغه څه چې په ځمکه اوآسمانونو کی دی. اوټولې چارې به الله ته وړاندې کېږی. (آل عمران ۱۰۹).

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب