په يوه ساه اوبه څښل څومره ضرر لري؟

د انسان په بدن کې يوه پله ده چې د مبهمې پلې په نوم ياديږي، چې په يوناني ژبه کې ورته vagus وايې، چې معنا يې مسافر ده، د دې پلې منشأ او جرړه له دماغو څخه پيل کيږي او د هاضمې سيستم(معدې) پورې غځول شوې ده، د دې پلې دنده د انسان دماغو ته حسي او حرکي مرستې رسول دي، له دې پرته دا پله د زړه ټکان کنټرولوي، خو کله چې دغه پله اغېزمنده شي نو د زړه ټکان کمزوري شي، دغه پله د کلمو حرکت کنټرولوي، د خولو کنټرول هم په غاړه لري، او خبرو اترو سيستم هم کنټرولوي.
اوس وخت کې طبي تجربو دا جوته کړې ده چې کله انسان په يوه ساه یخې اوبه وڅښي نو پلې باندې دا حالت ډېر سخت تماميږي، تر دې چې ځينې وخت پله زړه ته خبر ورکوي او زړه خپل کار له لاسه ورکوي.
زيات حالتونه شته چې د ناڅاپه مرګونو لامل ګرځي، چې د هغه اساسي لامل دې پلې ته ناڅاپه او سخت خبردارۍ ورکول دي، چې د زړه د ودرېدو لامل ګرځي.
څوارلس سوه کاله مخکې نبي عليه السلام په يو ساه له اوبو څښلو منع کړې وه، او په درې ساه ګانو يې د اوبو څښلو امر کړی وو، چې اوسني طب دا څرګنده کړه چې په يو ساه اوبه څښل څومره لوی خطر لري.
بله خبره دا ده چې کله يو انسان په سخته ګرمۍ کې او ډېر ستړی وي، د هغې حالت د هغه فلز په شان دی چې د حرارت په وخت کې پرې يخې اوبه واړوې نو ټوټه ټوټه به شي، نو کله چې انسان په دې وخت کې پرې په يو ځل اوبه واړوي نو بيا به له کوم حالت سره مخ کيږي؟
اوسنيو تجربو هم دا ثابته کړې ده چې د انسان په بدن کې ځيګر د تندې احساس کوي، او کله چې په يوه ساه اوبه وڅښل شي نو په يو ځل اوبه په ځيګر ولويږي چې د دې له کبله ځيګر هم اغېزمند شي، خو کله چې اوبه په درې ساه ګانو وڅښل شي، نو په لومړی ساه باندې ځيګر ته خبر ورکړل شي نو هغه ځان آماده کړي خپل ځان لوند او نرم کړي، نو بيا ورته هيڅ ضرر نه رسيږي.
په ناسته اوبه څښه تر څو له بدن څخه دې ټول رسوب شوي ضررناک مواد چې د ګردو د کاڼو لامل ګرځي؛ له منځه ولاړ شي، کله چې انسان په درې ساه ګانو اوبه څښي نو په دې سره دانسان بدن اکسيجن اخلي او بدن ته انسولين بښي، چې انسان له شوګر بېمارۍ څخه ژغوري.
د الله لوی شکر دی چې مونږ ته د اسلام لوی نعمت را نصيب کړی دی، دا خو د يو سنت عملي کولو ګټې وی، که يو څوک ټول عمر د نبي عليه السلام د سنتو مطابق تېر کړي نو له څومره ګټو څخه به برخمن شي، دا خو د دنيا ګټې دي او د آخرت ګټې هغه خو بې شمېره او بې حسابه دي. الله دې ټولو مسلمانانو ته توفيق ورکړي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت په خپل ژوند کې عملي کړي، او په هر حالت کې اسلامي احکامو ته تسليم شي.

احمدسعيد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب