په ټولنه کې د اجتماعي اخلاقو اهمیت

کله مې چې همدغه لیکنه کوله نو په یوه ورځپاڼه کې مې ولوستل چې دیوې نړیوالې سروې له مخې دنړۍ پرسر ډیر خوښ خلک دسویس خلک دي او ډیر ناخوښه اوغمجن خلک د افغانستان خلک دي . داچې ولې زموږ خلک ناخوښ دي کیدای شي ډېر عوامل ولري لکه جګړې ، کم سوادي ، اقتصادي کمزورتیا او نور، خو یو مهم او غټ عامل یې هم کیدای شي دخلکو په مېنځ کې دښو اجتماعي اړیکو کمزوري وي . حتی ښارونه چې باید خلک یو له بل سره ښې اړیکې ولري او په تیره بیا زموږ زدکړیال او په تعلیم سمبال خلک هم په زیاتو برخو کې له دغه لوی نعمت یعنې دښو اجتماعی اړیکو له درلودو څخه یو دبل په وړاندې او یا هم د نورو خلکو په وړاندې په زیاته کچه بې برخې دي.

کله چې هټیوال ته ورځي په ډیر تروش تندي ځواب درته وایی ، کله چې یو رسمي دفتر ته دکار لپاره ورځي هم همدا ستونزه وي ، کله چې خپل ګاونډي ته ګورې هم ددې پرځای چې یو بل ته ګټه ورسوي ضرر رسولو او ځان لپاره دګټې پسې وي ، که په موټر کې اوچتېږو نو نه وار مراعاتوو او نه هم هلته مشرانو اوښځو او یاهم ماشومانو ته دهغوی حق کوو ، که چېرې وچه ډوډۍ رانیسو نو هم به غواړو چې ترټولو زموږ وار مخکې وي، که چیرې دښاری ککړتیا مسأله وي ترټولو ډیر یی خپله ناپاکه کوو هرڅه موچې زاید شی بس پر لاره او سرک یی اچوو … زه نه غواړم چې خپلو هیوادوالو پسې تهمت وتړم بلکې په هرځای کې مې خپل دسترګو لیدلی حال دئ او ان کله چې دحج په مراسمو کې چې دالله ج دعبادت لپاره وي خپل هیوادوال مې ولیدل نو همدغه ستونزې موجودې وي او هر یوه به کوښښ کاوه چې خپل وار په هرځای کې دمخه کړي او ان دنورو حق هم دځان کړي او ګڼې نورې ستونزې چې دنورو هیوادونو په خلکو کې دومره ډیرې نه وې او داچې زه هم دهمدې ټولنې غړی یم کله ناکه په ماهم تحمیل شوې چې بې واری وکړم او یاهم هغه لازم اجتماعی اخلاق مراعات نه کړم چې زموږ دین او انسانی ټولنه یې حکم کوي . چې دا زموږ ټولو لپاره یوه غټه ستونزه او زموږ دیو شمیر بدمرغیو او ناخوښیو لامل کیدای شي چې باید په له مېنځه تلو کې یې ټول په ګډه سهم ونیسو . زه لیکونکئ او ته لوستونکیه او اوریدونکیه راځئ چې زه او ته یې له ځانه پیل کړو که مخکې مو پیل کړي وي او یا په موږ کې موجود ؤخو نور الاعلی نور او که نه راځه چې اوس یی پیل کړو . او نورهم وهڅوو.

پوهان تهذیب او اخلاق په څلور ډوله شرح کوي ، یو د انسان اړیکه له خپل ځان سره بل اړیکه له خپل خالق سره ، بل دانسان اړیکه له طبیعت سره او بله هم له ټولنې سره په اوسنیو لیکنو کې مو هدف دغه له ټولنې سره اړیکه ده ، ټولنپوهان باور لري چې دښو اجتماعی اخلاقو درلودل یوه ټولنه سیاسي ، اقتصادي ، ټولنیز او فرهنګي پياوړتیا ته رسوي چې په دې اړوند مستدل او تجربه شوي دلایل هم وجود لري.

داجتماعی اخلاقو یو مهم اصل د خلکو دحقونو مراعاتول او له هغوی سره ښه چلند دي .
که چیرې موږ دټولو هغو خلکو چې له موږ سره اړیکې لري او یا په یو ډول زموږ په ماحول کې موجود دي حقونه مراعات کړو او کله کله ان له خپلو هغو حقونو ورته تیر شو چې شرعاً یې تیریدل جواز لري او هم ثواب پرې حاصلیږي نو په دې توګه به مو ښه اجتماعی اخلاق پرځای کړي وي . دمثال په توګه که چیرې یو څوک زموږ په پښه وخیږي او موږ ددې پرځای چې له هغه نه خپل کسات واخلو او یاهم داسې برخورد ورسره وکړو چې هغه پرې وشرمیږي ورسره ښه چلند وکړو او ان ورته وخاندو او په متبسمه لهجه ورسره مخامخ شو نو څومره به ښه وي او څومره به له خپل هغه حقه تیر شوي یوچې کولای شو په وړاندې یی موږ هم یو بد عمل ترسره کړو ، په دې توګه به مو اجتماعی ښه اخلاق مراعات کړی وي. که چیرې موږ هره ورځ دهغو کسانو سره چې نه یی پېژنو او یایی هم که پېژنو په ښه خلق متبسمه څېره ، مرسته کوونکی شخصیت ، ښه مشوره ورکونکي ، غم شریک او دستونزو دپوښتونکي… په توګه مخامخ شو څومره په ښه وي او څومره به مو اجتماعی اخلاق مراعات کړي وي.

که چیرې له خپل ټولګیوال ، ګاونډي ، هټیوال ، په لاره تیرېدونکي ، او خپل هریو هیوادوال یا نړیوال سره چې په یو ډول نه یو ډول اړیکه ورسره نیسو که دغه اړیکه مو په ورین تندي وي ، دهغه دټولو حقونو په مراعاتولو سره وي ، او ان کله چې لازمه وي له هغه سره دخپل حق په تیریدنه وي نو څومره به ښه وي ، څومره به مو ټولنه خوښه وي ، څومره به مو خپل وژدان ارامه وي ، څومره به مو ښه خلق نوروته هم ښودلی وي او څومره به مو دمقابل جانب د ناخوښۍ مخه نیولي وي .

له نیکه مرغه موږ افغانان دداسې مبارک دين خاوندان یو چې همدا مسأله موږ ته زموږ دین دیوه دیني اصل په توګه راپېژني او دالله ج رضا هم دمخلوق په رضا پورې اړوند بولي. زموږ دیني نسوس وایی الله ج په هغه چاررحم کوي چې دالله ج په مخلوق رحم کوي ، اسلام داخلاق دتکمیلیدو دین دی او زموږ پیغمبر هم په همدې اړوند نازل شوی ، خپله زموږ لارښود حضرت محمد ص د عظیم خلق خاوند ؤ او موږ یې چې لارویان یو باید دهغه ریښتني لارویان واوسو پرته له دې به مودهغه په پیروی کې دروغ ویلي وي .

سره له ډېرو ډیرو ښګېڼو چې زموږ خلک یې لری خو له بده مرغه ټولینیز برخورد زموږ د هیواد په خلکو کې دنړۍ دډېرو هیوادونو په پرتله کمزوری دي ،هغو هیوادونو ته چې زه تللی یم یا مې دنورو هیوادونو له خلکو سره لیدلي یا دحج په مراسمو کې مې نږدې دټولې نړۍ دخلکو استازې لیدلي افغانی ماحول په دې برخه کې ستره کمزورتیا لري چې باید ورته پام وشي . البته دا تحلیل په ډلیز ډول مطرح دي که نه موږ هم داسې ښه خلک لرو چې دنړۍ په سر ساری نه لري اودنورې نړۍ په خلکو کې هم داسې کسان شته چې ټولینز اخلاق یې بیخي کمزوري دی خو خبره مې ټولیزه او پرتلوي توګه مطرح کړې .

یوه ښه او بریالی انسان هغه دی چې خپله هم خوښ او دښو اخلاقو خاوند وي او نوروته هم دزیان پرځای ګټه ورورسوي او که ګټه نه وي حد اقل حقونه یې مراعات کړي .
لازمه ده چې زموږ عالمان ، استادان ، دټولنې او کورنیو مشران ، رسنۍ ، لیکوالان… دښو اجتماعي اخلاقو دودولو ته لانورې مټې هم را ونغاړي او شته مشکلات په دې اړوند له مېنځه یووسی . داهم سمه ده چې په یوه ورځ نه کیږي بلکې باید په ټینګه ورته پام وشي او په دې اړوند وخت له لاسه ورنه کړل شي.

محمد شفیق حقپال

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب