په ژبې د خواړو خوند لیدل روژه ماتوي؟

څوک چې په ژبه د يو څز خوند وګوري په دې سره روژه نه ماتېږي، البته مکروه کېږي:
ژباړه: حضرت عبدالله بن عباس رض فرمايي: هېڅ پروانه لري که روژه دار د يو څيز خوند وګوري، يعنې د ښوروا يا د بل شي. (سنن البيهقي باب الصائم يذوق شيئًا جلد ٤ صفحه ٤٣٥)
همدا راز په هدايه کې راغلي: ژباړه: او چا چې په خپله خوله د يو څيز خوند وکوت، نو روژه يې نه ماتېږي، د فطر نه کېدو په سبب صورتًا او معنًی، البته دا کار مکروه دی، ليکن هغې ښځې ته چې د کوچني د حفاظت په خاطر داسې کوي او بله چاره نه وي، هېڅ پروا نه لري. (هدايه کتاب الصوم صفحه ٢٠٢)

په روژه کې قی وهل

همدا راز په قي وهلو روژه نه ماتېږي، خو که يې قصدًا په ډکه خوله قی وواهه روژه يې ماته ده، قضاء به راوړي:

ژباړه: که چېرې چا ته خودبخوده قی راغی، نو روژه يې نه ده ماته په دليل د دې قول د رسول الله ص که چا قی وواهه، نو قضاء نشته، ليکن که يې قصدًا قی وواهه، نو قضا به راوړي. (الهداية کتاب الصوم صفحه ٢٠٠)

روژه کې د استمنا او جنابت حکم:

زه دوې پوښتنې لرم هیله ده چي ځواب يي راکړي اول دا چي په روژه کي د استنما حکم څه دی؟ یاني کفاره لري قضايي لري که څه حکم؟

دوهم دا چي که په روژه کي څوک د شپې جماع وکړي او تر سهار پوري غسل ونکړي نو ایا روژه صحیح ده او که څنګه ؟؟

استمناء په اړه باید ووايم چې دغه کار په روژه او غير روژه کې ښه کار نه دی ، د حکم په اړه يې په اصلاح انلاين کې تفصيلاً احکام بيان شوي دي ، له دې کبله په استمناء باندې روژه ماتېږي ، به دغه شخص يواځې قضاء لازمېږي او کفاره پرې نشته .

او د دوهمې پوښتنې په اړه مو بايد ووايم چې که پر يو شخص د جنابت په حالت کې سهار شو ، د ده روژې ته څه زيان نه رسېږي  خو ښه دا ده چې د سهار له راختلو وړاندې  غسل وشي.

که يې روژه هیره وي:

که څوک په سهوه سره خوراک څښاک وکړي او يا يې په خوب کې احتلام وشي  او يا هر د روژي ماتونکي عمل وکړي خو چې روژه يې هېره وي نو روژه يې نه ماتيږي.

سفر کې روژه:

سفر کې روژه خوړل روا دي خو نيول يې فضيلت لري.

د مرض یا نور عذرونه:

که د يوه سړي سره د مرګ ويره وي او يا د بل چا له خوا تهديد او زياتوالي پري وشي او يا د شير خوره ماشوم د مرګ ويره او يا د حمل په وخت کې د ماشوم د ضايع کيدو ويره وي نو روژه خوړل ورته روا دي خو د مريض لپاره د ډاکتر يا طبيب نظر شرط دی.

د غیر غذا خوړل:

هغه څه چې د غذا په ډول نه دي يا د غذا اطلاق پري نه کيږي دهغه شي په خوړلو تنها قضايي فرض ده نه کفاره. لکه: کاڼي، لوټه او داسي نور

په کوموشيانو هم روژه ماتېږي او هم کفاره لازمېږي؟

څوک چې قصدًا خوراک، څښاک ياجماع وکړي، يا نسوار او سګرېټ وڅکوي، نو پر دغه کس له قضاء نيولو پرته کفاره هم لازمه ده، کفاره دا ده چې شپېته ورځې به مسلسله روژې نيسي، په منځ کې به يوه ورځ هم نه ناغه کوي، ليکن که څوک دايمي ناروغي لري، يا دومره ضعيف وي چې د روژو نيولو توان نه لري، نو بيا دې شپېته مسکينانو ته دوه وخته تر موړتيا پورې ډوډۍ ورکړي.

په کومو شيانو روژه نه ماتېږي؟

هر قسم خوشبويي بويول يا خوشبويي لګول، مسواک وهل، پزې ته اوبه ننوتل، په سترګو کې رانجه يا دوا اچول، احتلام يعنې شيطان خطا ايستل، خودبخود قی وهل، پر سر يا بدن باندې تېل يا روغن لګول، دوړې، ګرد او غبار يا د لرګي بريده حلق ته ننوتل، په هېره سره خوراک، څښاک ياجماع کول، ستن يعنې پېچکارۍ لګول په دغو ټولو شيانو سره روژه نه ماتېږي.

په کومو حالاتو کې د روژو نه نيولو اجازه ده؟

که څوک داسې ناروغ وي چې روژه نه شي نيولای، يا يې نيولای شي ليکن د ناروغۍ د زياتېدو وېره لري، همدا راز مسافر لره، شيدې ورکوونکې ښځې لره که څه هم چې د بل چا کوچني ته شيدې ورکوي، په دې شرط چې د روژې نه نيولو ضرورت محسوس کړي، اميدواري يعنې حاملې ښځې ته چې د خپل ځان يا د اولاد د نقصان وېره موجوده وي، په دغو ټولو صورتونو کې روژه نه نيول جائز دي. همدا راز ښځې لره د حيض په ورځو کې روژه نيول جائز نه ده، ليکن په دغو ټولو صورتونو کې به د قضاء شويو روژو قضاء راوړي، البته دوی ته اختيار دی، که مسلسله قضايي راوړي او که په منځ کې څو ورځې فاصله ورکوي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب