په ښځه باندې د خاوند حقوق

په ښځه باندې د خاوند حقوق ډير زيات دي.

خداى پاك په قرآ ن پاك كې فرمايي :

( و لهن مثل الذي عليهن بالمعروف و للرجال عليهن درجة والله عزيز حكيم  ) سورت بقرة 228

او د ښځو هم هغسې حقوق دي څنګه چې  له ښه والي سره په دوي باندې د خاوندانو حقوق دي   او  نارينه  پر ښځو فضيلت لري  او الله تعالى غالب  او د حكمت  خاوند دى.

خداى پاك په  سورت النساء كې  فرمايي :

your ads

( الرجال قوامون على النساء بما فضل الله بعضهم على بعض و بما انفقوا من اموالهم ) سورت النسا 34

نارينه  پر ښځو حاكمان  دي  دا په دې وجه چې خداى پاك يو ته پر بل باندې  فضيلت وركړى دى او په دى وجه چې نارينه   له خپل مال څخه  پر خپلو  ښځو لګښت كوي

په پورتني  آيت كښې  پرښځو باندې  د نارينه ؤ حاكميت او قواميت په دوو وجوهاتو سره بيان شوى دى . يو د نارينه   مردانه قوت او دماغي صلاحيت دى چې په خلقي طور سره  خداى پاك  دغه  امتياز   نارينه ؤ ته وركړى دى. ددې خبرې مانا داده چې  د نارينه درجه د ښځې له درجې   لوړه ده . د درجو د فرق په وجه كوم فرق چې په اسلامي  احكامو كښې  راغلى  دى  هغه  بايد له حكمت سره سم   رعايت  شي. ښځه او نارينه د حكمت له قاعدې سره سم  هيڅكله  سره برابريدلاى نه  شي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب