په کابل کې شهيدان صحابه رضي الله عنهم

[۱۱] :په کابل کې شهيدان صحابه رضي الله عنهم :

صحابه وو رضی الله عنهم دری ځله کابل فتحه کړی دی اوډير سخت جنګونه هلته شوی دي  او ګڼ شمېر صحابه اوتابعين په دې غزاګانوکې شهيدان شوي اوهغه مهال حالات زيات ترينګلی وو.په سنن ابوداود[1]کې دکابل فاتح حضرت عبدالرحمن بن سمرة رضی الله عنه روايت کوي چې موږ ترډيرې مودې پورې په کابل کې دخوف لمونځ کاوه. اودسنن ابوداود دصلاة خوف مشهور حديث سماع هم مشهورو تابعينو په کابل کې کړې وه . چې اوس يې متن په سنن ابي داود کې خوندي هم دی .[2]

[۱۲] :دکابل نامتو شهيد صحابي  حضرت ابورفاعه تميم انصار صاحب رضی الله عنه

په هغونومياليوصحابه وو شهيدانو کې چې دکابل په تورو غرونوکې د حضرت عبدالرحمن بن سمرة رضی الله عنه  په ملګرو کې شهيدان شول يوهم حضرت ابورفاعه رضی الله عنه  دی چې خپل نوم يې تميم و اود اسد زوی و .[3]

نامتو محدث خليفه بن خياط دنوموړي په اړه ليکی : حضرت تميم رضی الله عنه نامتو صحابي و .[4] حافظ ابن حجر په ((تهذيب  تهذيب))[5] کې دعلامه ابن عبدالبر  اونامتو محدث خليفه بن خياط په حواله ليکي : حضرت تميم  رضی الله عنه د عربو ترټولو خوږ ژبی انسان و  او ۴۴ هجري دکابل دفتحې پرمهال کې شهيدشوی دی .))[6] .

حميدبن هلال دنوموړي له خولې داسې کېسه کا : ماته پيغمبرصلی الله عليه وسلم سورت بقره رازده کړی و اوبيامې هير نه کړی اودغه راز مې نورستوهم ورڅخه زده کړل اوهيرمې نه کړل اودشپې په لمانځه کې به مې لوستل او هېڅکله مې ملا دشپې دلمانځه له امله نه ده خوږيدله.[7]

دهمدې نامتو صحابي روايات دامام بخاري هغه مشهور حديث چې يوه سړی ددين په اړه پوښتنه کړې دغه حديث امام بخاري په خپل کتاب  ادب المفرد[8] او امام مسلم په صحيح مسلم[9] اوامام نسايي په سنن نسايي [10] کې را وړی دی .

[irp][irp][irp]

[۱۳]ـ دحضرت ابورفاعه تميم رضي الله عنه  دشهادت کېسه

امام ذهبي په سير اعلام النبلاء کې ليکي :  حضرت ابو رفاغه رضی الله عنه به ډير ښه لمونځ كاوه اودشپې دتهجد لمونځ به يې هم کاوه )) بيايې دنوموړي دشهادت کېسه داسې بيانوي :

حميدبن هلال [11] کېسه کا : حضرت ابورفاعه رضی الله عنه دحضرت عبدالرحمن بن سمره رضی الله عنه ترمشري لاندې لښکر کې وتلی ، شپه يوې کلا ته څيرمه وه ، دشپې لمانځه ته راپورته شوی و، له هغه وروسته يې سر په خپل ډال باندې اېښي اوسترګې يې تللې وې  په همدې يې خپل ملګري ورڅخه تللی و اودی يې هيره شوی و اونوموړی ويده پاتي شوی و ، دښمن ليدلی و اودری سخت مزاجه خلک ورته غلل اونوموړی حلال کړ. [12] [۱۴]په کابل کې دصحابه وو رضی الله عنهم  مزارونه:

هغه مهال چې په کابل کې حالات ترينګلی و اوهرلورته جنګونه روان وو ،تاريخ پوهان وايي چې زيات صحابه اوتابعين په همدې جنګونوکې دکابل په تورو غرونوکې شهيدان شول  اوپه نامه باندې مزارونه هم ودان دي . ماله يوه کره سړي څخه اوريدلی وو چې افغانانو دصحابه او تابعينو مړي هغه ډنډته وغورځول چې اوس يې هلته په نامه مزارونه ودان دي .

استاد حبيبي ددې زيارتونو شتون کره او ثابت بولي او په خپل تاريخ کې کاږي : غالب ګومان داسې چې دنوموړي صحابي مزار په کابل کې دی چې اوس دشهدای صالحين په نامه ياديږي)) .[13] اودغه راز استادحبيبي  د خپل تاريخ په لمن ليک ددغو زيارتونو دکره په اړه د يوې مقالې يادونه کوي اوليکي : ((دښاغلی ګويا اعتمادي په دې اړه په خپله مقاله کې داسپيناوی کړی دی چې دغه صحابي (حضرت ابورفاغه رضی الله عنه)په کابل کې خښ  دي اودتاريخ له کره کتابونوڅخه يې په دې اړه معلومات راغونډي کړي دنوموړي مقاله داريانامجلې دلومړی کال په پنځمه ګڼه دجوزا لومړۍ نېټه ۱۳۲۲ل کې خپره شوې ده هغه وګورئ))[14] ما ــ حبيب الله ـ  زيار ويوست چې دغه مقاله ترلاسه کړم ؛خوتراوسه پورې بريالی شوی نه وم .[15]

ديادلوده چې خافظ ابن حجر رحمه الله په خپل کتاب الاصابه کې [16] د نامتومورخ اومحدث عدي بن غنام: اوامام مسلم په حواله دنوموړي صحابی قبر  ((بيهق)) بولي اودغه راز استاد سيدسليمان ندوي رحمه الله دکابل په سفرنامه ددغو زيارتونو شتون کره نه بولي. اوليکي چې :((…په افغانانوکې دوی دحضرت تميم رض اوحضرت جبير رض  په نومونو مشهور دي، که څه هم په تاريخ کې ددغو ښاغلو شخصيت ثابتول ګران کار دی ڼ البته د عمومي شهرت دروغ ګڼل هم ستونزمن دي ..))[17]

اوس داتاريخي روايات دي چې کره والی او سپيناوی يې ګران دی . اونه هم له ديني پلوه يې کره والی دومره ضروري دی ، دصحابه وو رضی الله عنه لاره اوپيغام يې څرګنده اوشکاره دی امهمه داده ه چې: موږ د هغوی پر راوړي پيغام څومره عمل کوو ؟ څومره زموږ اولادونه دغه نامتوصحابه پيژني ؟  د هغوی دخواريو له برکته چې زموږ په هېواد کې داسلام ډيوه بله شوه اوس موږ دهغوې په پله  څومره روان يو ؟ ددې هرڅه توفيق به له لوي څښتن جل جلاله څخه غواړو . اوس همدومره .

[irp][irp][irp]

اخځلیکونه:

[1] لومړی ټوک ۳۰مخ : کتاب صلاة الخوف .

[2] سنن ابوداود صلاة الخوف .

[3] ـ تاريخ افغانستان بعد ازاسلام . ۱۶۰- ۱۶۱ داستاد عبدالحی حبيبي ليکنه .

۲ـ فتوح البلدان دياقوت حموي ليکنه ۴۸۹ مخ. سيستان تاريخ: ۸۹ مخ .دامام تاريخ طبري : ۴/ ۱۷۹مخ دامام طبری ليکنه . دافغانستان لنډ تاريخ داستاد خبيبي ليکنه اوادستاد عبدالروف بينوا ژباړه .

[4] طبقات خليفة: 258 و 1375.

[5] تهذيب التهذيب دولسم ټوک : ۱۲/ ۸۶مخ

[6]دنوموړي پيژندنه په دعلم الرجال په لاندې مشهور کتابونو کې موندل کيږي :

۱ـ علامه مزي په تهذيب الکمال ۳۳ټوک مخ ۳۱۴اودترجمې شميره : 7364.

۲ـ د ابن عبدالبر په  الاستيعاب: 4 / 1658    . ۳ـ سير اعلام النبلاء : دريم ټوک  ۱۴مخ .   ۴ـ طبقات ابن سعد: 7 / 68.   ۵ـ طبقات خليفة: 258 و 1375. ۶ـ تاريخ البخاري: 2 / 151. ۷ـ الجرح والتعديل: 2 / 440. دامام ذهبی تاريخ اسلام : ۲ / 253. دامام ابن اثير.  ۹ـ أسد الغابة: 1 / 214 و 5 / 193. ۱۰ـ دامام ذهبي تذهيب التهذيب: 4 / 212 /.

[7] سير اعلام النبلا . دريم ټوک ۱۴مخ .

[8] الادب المفرد دحديث شميره (1164).

[9] صحيح مسلم دحديث شميره : (876).

[10] سنن نسائي 8 ټوک / 220 مخ .دبيروت چاپ.

[11] دغه دحضرت ابورفاعه رضی الله عنه شاګرد و .

[12] اوم ټوک ۶۹ا مخ اوهمداکېسه امام ابن سعدپه خپل کتاب الطبقات کې هم تردې په ليږ زيات تفصيل سره راخېستې ده .

[13](تاريخ افغانستان بعد ازاسلام ) ۱۶۰مخ لمن ليک .

[14] تاريخ افغانستان بعد ازاسلام ) ۱۶۱مخ لمن ليک .

[15] اوخبريم چې داريانا مجلی کليکسينونه له ځينو استادانوسره په کابل کې موندل کيږي اوهمدې مجلي دمشاهيرو دسوانحو يولړليک هم يوه استاد تيار کړی دی .

[16] الاصابه : اوم ټوک :  وقال عدي بن غنام: قبر أبي رفاعة صاحب النبي صلى الله عليه وسلم والأسود بن كلثوم ببيهق وكذا قال مسلم إن قبر أبي رفاعة ببيهق.

[17] دافغانستان يونليک داستاد سيدسليمان ندوي ليکنه دښاغلي استاد عارف الله حق پرست ژباړه  مخ : ۹۸د مومند خپرندويه ټولنه چاپ .

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب