په کانونو کې د راډون په وړاندې د وړانګو څخه ساتنه

د راډون راډیواکټیف ګاز،تورون( ) اودهغوی لوڼي هستې په آزاد اتموسفیرکې شتون لري چې په لوړه کچه په تړلو اتموسفیرونو، ودانیواوترځمکلاندي کارځایونو (لکه کانونواوتونلونو)کې موندل کېږي اوکارکوونکي ددغو راډیونوکلایډونوداکسپوزسره مخامخ دي دراډون، تورون اودهغوی دلوڼوهستوداکسپوژرکچه په پراخه اندازه بدلېدونکي ده. دځمکی دسرکارځایونوکې دلوړ غلظت راډون آرینه سرچینه خاوره ده اوهمداډول کیدای شې جوړنیزتوکي، لاندېزني اوبه او همداډول دلوړي کچي راډیوم لرونکوتوکوپه لوړه کچه زیرمې اوپروسس هم دپام وړ راډون ولري. په ځمکلاندي کارځایونو کې لکه پرېښوودل شوي کانونو اوطبعي سمڅوکې دراډون لوړه کچه راټولېږي . په کارځایونوکې یوشمیرعام خلک کېدای شي چې دراډون، تورون اودهغوی دلوڼوهستو دمعروضیت سره مخامخ وي.

د راډون د معروضیت خطرونه :
دراډون خنثی،بې رنګه اوبې بویه راډیواکټیف ګاز په طبعي ډول د له تجزیې څخه (راډیوم په خپل وارسره د دتجزیې محصول دی) رامنځ ته کېږي .اودوه ایزوتوپه لري :
1. :(تورون )چې د دتجزیې څخه منځ ته راځي اونیمایي عمریي 55 ثانیې دی.
2. : د له تجزیې څخه رامنځ ته کېږي اونیمایی عمریې 3.8 ورځي دی چې په چاپېریال کې یې ډیری همدغه ایزوتوپ لیدل کېږي .دغه ګاز دهواڅخه نهه واری دروند دی ځکه خوترټولودروندګازبلل کېږي اوپه یواټومي شکل پیداکېږي له همدې امله په ډېره آسانۍسره کولای شي له ډېری توکو(لکه کاغذ،چرم ،پلاسټیکي کڅوړي، کانکرېټ اوداسي نورو)څخه تېرشي دغه ګازپه اوبوکې دحل وړدی څنګه چې راډون یوګاز دی ځکه خو دمنځ ته راوړونکو توکو څخه په آسانۍ سره تېښته کوي اوڅنګه چې یورانیم اوراډیوم په خاورو ،ډبرو (دځمکي دپوښ یوټن ډبرې په منځني ډول څلورګرامه یورانیم لري ) اواوبو کې په پراخه کچه شتون لري ځکه خوراډون په آزاده اوهمداډول دکورپه دننه هواکې شتون لري اوهغه هوا چې موږ یې تنفس کوویوه اندازه راډون لري. راډون په لنډ عمره راډیواکټیو هستوتجزیه کېږي یو شمېر دغه هستې دهوا له بڅرکوسره نښلي اویو شمېرنوري یې په آزادډول پاتي کېږي چې ددغو بڅرکولویوالی اټکلاً0.5-5nm دی .که چېري دغه دوه ډوله هستې(نښتي اوآزادي) تنفس شي په سږوکې رسوب کوي او دسږونسجونوته وړانګي خپروي . په سږوکې دوړانګو د اندازې یومیتود چې د راډیواکټیو راسبه توکواودهدف ژونکوپربنسټ ترسره شوې ښیې چې دنښتو راډیو اکټیو هستو خطرترناتړلو(آزاد) زیات دی اودراډون لوڼو هستوخطر دخپله راډون ګازنه زیات دئ په عمومي ډول دراډون کلمه هم دراډون ګازاوهم دهغه لوڼوهستولپاره کارېږي دکانونوپه کارکوونکوکې دسږودسرطان آرین لامل راډون بلل کیږي اوپه ټولیزه توګه په انسانانوکې راډون دسرطان زېږ په ټولګي کې شمېرل کېږي اووروسته له سګرېټونه دسږودسرطان دوهم لامل دی چې دسګرېټ څکوونکولپاره یې خطردوه برابره دئ . د۱۹۷۰ کال نه راپه دې خوا په غیر کاني چاپېریالونوکې داسي نښي په زیاتېدودي چې راډون دروغتیا لپاره مضرښیې په منځني ډول دټولوطبعي وړانګو داکسپوژرترنیمايي نه زیاته برخه(۵۵٪) یې راډون جوړوي..
په کانونوکې دراډون کچه دکان په څرنګوالي ،هواایستني سیسټم اودکان په ډول پورې تړاولري (دیورانیم په کانونوکې په لوړه کچه اویورانیم نه لرونکوکاونونوکې په ټیټه کچه موندل کیږي)

د ښه مصؤنیت په موخه هرکان باید دهواایستني سیسټم ولري اودکانونوکارکوونکي باید دګرد اوغبارضدماسکونه ولري اوداسي لباس واغوندي چې ټول بدن یي وپوښي ځکه راډون دالفاوړانګي خپروئ اودغه وړانګې دکاغذیوه پاڼه هم درولای شي.په هغو کانونوکې چې دراډون کچه ناڅرګنده وي هیڅ کارکوونکی دیوې میاشتي په اوږدو کې نبایدله ۴ ساعته ډېرمهال په کان کې تېرکړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب