په کفري هیوادونو کې د قرباني غوښو حکم‎ څه دی؟

د ډېرو بهر مېشتو افغانانو د پوښتنې ځواب

پوښتنه: مونږ دلته اروپا کې اوسېږو دغه غوښې اخستل او خوړل او د کفارو په لاس حلالې مونږ ته روا دي که نه؟

ځواب: کافران دوه ډوله دي ځینې الهي کتاب او پیغمبر مني، لکه یهود او نصارا دغه ډله اهل الکتاب بولي ، او ځینې بیا الهي کتاب او پیغمبر نه مني.

د لومړۍ ډلې د کفارو یعنې چې الهي کتاب او پیغمبر مني خو اسلام او حضرت محمد صلی الله علیه سلم نه مني بلکې عیسی علیه السلام مني، لکه عیسایان، یا موسی عليه السلام مني، یا بل پیغمبر نو د دغې ډلې د کفارو ذبیحه (حلاله) خوړل روا دي ځکه الله جل جلاله فرمایي:

﴿ الْيَوْمَ أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبٰتُ ۖ وَطَعَامُ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتٰبَ حِلٌّ لَّكُمْ وَطَعَامُكُمْ حِلٌّ لَّهُمْ ۖ  ﴾ [سُوۡرَةُ المَائدة : ۵]

ژباړه: نن ستاسي لپاره ټول پاك شيان حلال کړای شوي دي. د اهل الكتابو خواړه ستاسي لپاره حلال دي او ستاسي خواړه د هغو لپاره حلال دي.

خــــو د دې لپاره چې اوس مونږ د یو کتابي کافر له لاسه ذبیحه (حلاله) خورو نو لاندې دوه شرطونه په پام کې نیول ضروري دي:

لومړی: دا چې له خپل کتاب او دین څخه به اوښتی نه وي په خپل دین به پاتي وي که له الهي دین، کتاب او پیغمبر څخه اوښتي ول بیا یې حلاله خوړل روا نه دي.
دویم: شرط دا دی چې بسم الله یعنې د الله ﷻ نوم به یې ورباندې ویلی وي که یې نه وو ورباندې ویلی،  یا یې د عیسی عليه السلام، یا د بل پیغمبر، یا بل چا نوم ورباندې وویل بیا یې خوراک نه دی روا، ځکه الله جل جلاله فرمایي:

﴿ إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنزِيرِ وَمَآ أُهِلَّ بِهِۦ لِغَيْرِ اللَّه  ﴾  [سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۱۷۳] ژباړه: د الله له لوري كه پر تاسي څه بنديز لګول شويدى، نو هغه دا دى چي مرداره مه خورئ، د وينې او د خوګ د غوښي له خوړلو څخه ډډه وکړئ او داسي كوم شى مه خورئ چي پر هغه له الله ﷻ پرته د بل چا نوم اخيستل شوى وي.

او که داسي کتابي چې په خپل دین او کتاب پاته وو، یا مسلمان حیوان حلال کړی وو خو دا نه وه معلومه چې د الله جل جلاله نوم به یې ورباندې ویلی وي کنه نو خوړل د دغې ذبیحې (حلالې) روا دی ځکه د هر قصاب په بسم الله ویلو او نه ویلو علم نه شي راتلی. دلیل لاندي حدیث دی:

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا أَنَّهُمْ قَالُوا: يَا رَسُول اللَّهِ إِنَّ قَوْمًا هُمْ حَدِيثُو عَهْدٍ بِشِرْكٍ يَأْتُونَنَا بِلَحْمٍ لاَ نَدْرِي أَذَكَرُوا اسْمَ اللَّهِ أَمْ لَمْ يَذْكُرُوهُ قَال: «سَمُّوا عَلَيْهِ أَنْتُمْ وَكُلُوهُ».

د دویمې ډلې کفارو یعنې چې کوم الهي دین، پیغمبر او کتاب نه مني هیڅ وخت یې حلاله مسلمانانو ته نه روا کېږي ځكه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «سُنُّوا بِالْمَجُوسِ سُنَّةَ أَهْلِ الْكِتَابِ غَيْرَ نَاكِحِي نِسَائِهِمْ وَلَا آكِلِي ذَبَائِحِهِمْ»
ژباړه: تاسې له آتش پرستانو (اور ته عبادت کونکو) سره به داسې طریقه استوګنه کوئ لکه د اهل کتابو ، مګر له هغوی سره نكاح مه کوئ او حلالې یې مه خورئ!.

او که هندو آتش پرست یا بل کافر تاسې ته د اخستلو پرمهال وویل چې دغه غوښه حلاله ده شرعا د هغه قول معتبر نه دی ځکه په دیني مسائلو کې د شاهد شرط عدل دی هغه نشته.

پایله:

نو هغه مسلمانان چې امريکا، کاناډا او اروپايي هیوادونو کې اوسېږي دا ورباندې  لازمه ده چې د غوښې پوره معلومات ورته وي، چې دا حیوان چا حلال کړی دی څنګه کس دا حیوان حلال کړی مسلمان دی، که کافر، کتابي کافر دی په دین پاته دی که اوس مرتد دی،  هندو دی څوک دی؟

نو مسلمان، یا په خپل دین پاته کتابي شاهدي وویله چې دا مسلمان، په دین پاته او غیر مرتد کتابي حلال کړی نو خوراک یې روا دی.
که مرتد کتابي، آتش پرست، هندو، مشرک حلال کړی وو،یا  شاهد په دې شاهدې وویله چې دغه حیواناتو باندې د عیسی علیه السلام یا بل شي نوم یادوي نو به دې ټولو صورتونو کې ذبیحه (حلاله ) خوړل حرام دي.

که حال یې نه معلومېدل چې چا حلال کړي نو بیا باید ځان ورڅخه وساتل شې ځکه غالب ډېر احتمال دا دی چې کافر دا حلاله کړې وي ځکه د هغوى هیواد او کثرت دی او په اوسنیو اهل الکتابو کې ډېر په خپل دین پاتي نه دي بلکې مرتد شوي نو ځکه ډېر احتمال د حرمت دی نو باید بې له معلوماتو د حلالونکي و نه خوړل شې.

سرچنې:

القرآن الکريم، صحيح البخاري، الموسوعة الفقهية، بدائع الصنائع، ردالمحتار، امداد الفتاوی.

لیکوال: مفتي نقيب احمد حميدي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب